Categories

اعلان

Loading…

هند او پاکستان کې له ناروغانو سره ایسار پاتې افغانان په کړاو کې دي

تاند، پنجشنبه، د حمل ۷مه: له افغانستان سره د کورونا له وېرې د پاکستان د دروازو تړل او له هنده د هر ډول پروازونو په لغوه کېدو په دغو دواړو هیوادونو کې زرګونه افغان ناروغان او پایوزان یې بند پاتې شوي دي.

له دې منځه یې ځینې افغانان په پاکستان او هند کې د پیسو د کموالي او د اوسېدو د ځای له ستونزې سره لاس و ګرېوان دي.

جلال ثنا چې د تخار ولایت اوسېدونکی دی د جرمني خبري اژانس ته یې ویلي، چې له شلو ورځو راهیسې له خپلې ناروغې خور سره په پاکستان کې بند پاتې دی.

نوموړی وايي، پاکستاني پولیس مساپر له هوټلونو او مسافرخانو په زوره باسي او زیاتره یې د سړک پر سر ژوند کوي، چې له کبله یې ټول افغانان د کورونا له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی وايي، د افغانستان قونسلګرۍ ته څو ځلې یې مراجعه کړې ده، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی: (( دوی یوازې مړي په ډیر تکلیف بیرته افغانستان ته ولېږدول.))

په پاکستان کې بل ایسار پاتې افغان محمد فهیم وايي اصلا د لغمان اوسېدونکی دی او که ورته د قرنطین کیدو امکانات هم برابر شي دوی حاضر دي چې ځانونه قرنطین کړي: (( موږ یې په زور له هوټلونو ایستلي یوو، د اوسېدو او سرپناه هیڅ ځای نه لرو.))

محمد فهیم له افغان حکومت غوښتي چې له پاکستان سره دې د مذاکراتو له لارې د ایسار پاتې افغانانو موضوع ژر تر ژره حل کړي: ((موږ ته دې یا ټکټونه راولېږي، یا دې الوتکه راولېږي، چې خپل هېواد ته ستانه شو.))

زینب هم چې له کابله پاکستان ته د درملنې لپاره تللې ده وايي، د سړک په سر ژوند ورته سخت دی او ویرېږي چې کورونا یې ونه نیسي: (( لطفن لارې خلاصې کړئ چې موږ هیواد ته بیرته ستانه شو.))

په هند کې بند پاتې افغانان

وروسته له هغې چې هند له افغانستان سره د کورونا له وېرې ټول پروازونه لغوه کړل، دغه هیواد کې د محصلانو تر څنګ د درملنې لپاره دېره لوی شمېر افغانان بند پاتې شول.

د جرمني دولتي اژانس په هند کې د افغان سفارت د مطبوعاتي مسوول عبدالحق ازاد له قوله تایید کړې چې په دغه هیواد کې ایسار پاتې افغانان له مالي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

د ښاغلي ازاد په خبره هندي چارواکو ورسره هوکړه کړې چې کام اییر هوايي شرکت ته به اجازه ورکړي چې دغه افغانان خپل هیواد ته ورسوي: (( سر له پنجشنبې یعني نن ورځې څخه به د اپریل تر دریمې پورې پنځه پروازونو کې په هند کې پاتې ناروغان او پایوازان افغانستان ته ولېږدول شي.))

وموړی وايي، په دې ستنېدونکو افغانانو کې به یوازې هغه کسان وي چې په ډیلي کې بند پاتې دي، د نورو ایالتونود افغانانانو په اړه لا هم کومه پریکړه نه ده شوې، ځکه ټول هند قرنطین دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸