Categories

اعلان

Loading…

هند او امریکا په ګډه اعلامیه په یو جمهوري افغانستان لرلو ټینګار کړی

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: امریکا او هند وايي، یو سوله ییز، باثباته او ولسواک افغانستان د دواړو هیوادونو ګډ هدف دی.

هند ته د ټرمپ له سفر وروسته د امریکا او هند له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یو باثباته، پرمختللی، ډيموکراټيک او همه شموله افغانستان د هند او امریکا ګډ هدف دی.

اعلامیه کاږي، دواړه هیوادونه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې او بیا رغونې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې اتلس کلنې لاسته راوړنې ساتي او د ترورستانو لپاره خوندي ځایونه له منځه وړي، تشدد ته د پای ټکې ږدي او یوه سوله ییز او خپلواک افغانستان ته لاره هواروي.

دغه اعلامیه چې په ټویټر باندې کابل کې د هند سفیر وینيکومار هم خپره کړې، په کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د پرمختګ او ثبات په برخه کې د هند له مرستو مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ هند ته د سفر په ترڅ کې ویلي، له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي او که دغې ډلې له تړون سرغړونه وکړه، امریکا به پوره شدت سره پرې بریدونو ته راستنه شي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"3df0fbeb-41e8-4c59-910a-ebabfb89c5bc","recipients":861,"external_id":"b4ceeac9-0c78-3f1d-b374-454d8da9c82d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
861

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸