Categories

اعلان

Loading…

کابل ښاروالۍ راتلونکی کال بیا د میټرو بس خدماتو پیلولو وعده وکړه

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز وايي، اداره یې راتلونکی کال په پام کې لري چې د میوند واټ له چوک څخه د کارته نو تر تمځایه پورې د مېټروبس د یوې برخې جوړولو چارې پیل کړي.

کابل ښاروالي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د مېټروبس د پیل کېدو ژمنه کوي او اوس یې نوې رهبرۍ بیا دا ژمنه تازه کړې ده.

د کابل ښاروال سرفراز همداراز وايي، کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، زېربنا جوړونې، د ترانسپورټ او ټرافیکو د وضعیت ښه والي، زرغونتیا، چاپېریالي سالموالي او چاپېریال، د تنظیفي وضعیت د ښه والي او د کابل ښار د ډیزان شوې اډانې د پلي کېدو پر برخو تمرکز کړی دی.

د ده په خبره، په تېر مالي کال کې یې ۴.۱میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، ۱۳۷کلیومتره سړکونو او کوڅو ډېزاین او سروې شوي، ۱۵۵.۵کیلومتره سړکونه پاخه شوي او ګڼ پارکونه یې رغولي دي.

د کابل ښاروال همدا راز وایي، په تېر مالي کال کې یې د کابل ښار په ۲۲ناحیو کې ۱۹۱پراختیايي پروژې پیل کړې وې، چې د ګڼ شمېر پروژو چارې بشپړې شوي او د ځینو یې کارونه روان دي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"effefc94-8f3f-430a-b707-a93a5ef561ca","recipients":861,"external_id":"d40e03fd-0ab2-e173-62cb-544170bbe168","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
861

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    ولسمشر کابل ښاروالی او ولایتونو بار بار امر کړی چی غلو اوغاصبانو لیست فاش کړی یا افشا کړی مګر دوی د څو کلنو په تیریدو سره دوی میټرو خبری کوی همغه خبره ده وایی

    مه چی میګویم ، دمبوره می چی میګه

    https://www.taand.com/archives/142652
    ولسمشر، کابل ښاروالۍ او والي ته امر کړی چې د غاصبانو لیست افشا کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸