Categories

اعلان

Loading…

ناټو هم د موازي حکومتونو په اړه خبرداری ورکړ

تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: ناټو د افغانستان ټاکنیزو جنجالونو او د موازي حکومتونو ګواښونو ته په اشاره وایي، سیاسیون دې د افغان سولې پروسې د ملاتړ په موخه سره یو شي او په دې حساس پړاو کې دې له داسې ګامونو اخستلو ډډه وکړي، چې شته بحران پراخوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت پسې پیوست د ناټو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو د کمېسیون له خوا د اشرف غني بریالي اعلانېدو ته په اشاره ویل شوي، د ټاکنو په تړاو راپورته شوې اندېښنې باید د یوه قانوني طرزالعمل مطابق حل کړل شي.

اعلامیه ټینګار کوي چې ټول افغان سیاسیون باید له داسې ګامونو پورته کولو ډډه وکړي، چې د افغانستان ثبات ته زیان اړوي او شته بحرانونه نور هم پراخوي.

د ناټو د اعلامیې له مخې، په دې حساس پړاو کې سیاسي جوړښتونه باید د ملي وحدت په څرګندولو سره د سولې پروسې ملاتړ وکړي، کومه چې د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

ناټو داسې مهال په افغان سیاسیونو د متحد کېدلو غږ کوي، چې د  ټاکنو په وروستیو پایلو کې د محمد اشرف غني د بریالی اعلان شوی خو ځینو لوریو یې له منلو ډډه کړېده.

په ورته وخت اشرف غني او عبدالله عبدالله بېل، بېل د لوړې د مراسمو ترسره کولو ته تیاری کاوه او تمه وه، د اشرف غني د لوړې مراسم راتلونکې پنجشنبه ترسره شي؛ خو امریکا په یوه اعلامیه کې مننه کړې چې ارګ د دوی له غوښتنې سره سم دا مراسم وځنډول.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"76502fad-40c1-48e7-adf4-2c5d652ccea8","recipients":861,"external_id":"a2485085-25ea-8ed7-e1d8-939fdaa2988c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
861

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸