Categories

اعلان

Loading…

جکري یا ژکري | زکریا رحیمي

Jacquerie

جکري یا ژکري د سلو کالو جګړې پر وخت، د ۱۳۵۸ کال د اوړي په پیل کې، د فرانسې په شمال کې د خلکو پاڅون وو. د پاڅون مرکز د پاریس په شمال کې د اوواز په کلي کې وو خو له څو اوونیو تاوتریخوالي کولو وروسته پاڅون کوونکي وپرزول شول. پاڅون کوونکو پسې د وخت اشرافو خندا کوله او د تمسخر لپاره یې جک یا ژک او یا ژک بونوم (Jacques or Jacques Bonhomme) نومونه ورته اخیستل چې یو ډول تحقیر وو. همدې امله په تاریخ د جکري په نامه ونومېدل. جک (jacque) یو جاکټ ته هم وایي او د زغرې په توګه کار ترې اخیستل کیږي په داخل کې وسپنه هم لري او له تورې یا چړې د بدن ساتنه کوي.
 
فرانسویانو له انګرېزانو سره د سلو کالو د جګړې په نامه جګړه روانه کړې وه او د ۱۳۵۶ کال په سپټمبر کې کله چې انګرېزانو د فرانسې پاچا (John II, Froissart’s bon roi Jean) د (Battle of Poitiers) جګړې پر مهال ونیوه نو واک درې ډلو ته انتقال شو یوه ډله (Estates-General) وه، پاچا دوېم چارلز دو ناوار (Charles II of Navarre) جانسن، دوفه (John’s son, the Dauphin) چې وروسته د پنځم چارلز (Charles V) په نامه یادېده. په دې کې (Estates-General) خپله کې سره وېشل شوي وو او په ورته وخت کې دواړو پاچایانو د واک پر سر اختلاف او لفظي شخړې لرلې او دې چارې د اشرافو ترمنځ بې اتفاقي ته لمن ووهله.
 
د انګرېزانو ضد جګړه کې او د پاچا د نیول کېدو له امله فرانسویانو ډېر څه له لاسه ورکړي وو او حکومت نشو کولای د خپل پوځ مصرف پوره کړي او اشراف، روحانیون او سوداګر خپل حقونه خوندي کړي نو د بودیجې پوره کولو لپاره یې په بزګرو مالیات بې کچې زیات کړل. بزګرو چې له ډېره وخته د جګړې د مصرف پوره کولو لپاره مالیات ورکړي په غسه کړل. د غسې دوېم لامل یې تاریخپوهانو له انګلستان سره جګړه کې ماته خوړنه او د ماتې خوړنې لامل اشراف یاد کړي. د پاڅون درېم لامل دا وو چې بزګرو ویل ولې باید داسې حکومت ته مالیات ورکړي چې غوښتنه یې له فیوډال سیستم سره برابره نده او له بلې خوا له نورو د دوي ساتنه نشي کولای.
 
د پاڅون پیل د اوواز سیند له غاړې سره د څو بزګرو له راغونډېدو او د دوي ترمنځ د پاچا په اړه له مجلس څخه وو. دوي یو بل ته ویل چې اشرافو په (Battle of Poitiers) جګړه کې پاچا یوازې دښمن ته پریښی. د مجلس پایله دا وه چې خپله کې یې وویل اشرافو زمونږ هیواد وشرموه زمونږ پاچایي هم وشرموله او بدل کې دوي ټول باید له منځه یوړل شي.
 
تاریخپوهانو د وخت د عیني شاهدانو له لیکنو داسې راخیستي ” بزګر ماڼۍ ته ورسېدل، یو شوالیه یې په ډېره بې رحمۍ وواژه او لس تر دولس کسانو پورې د شوالیه پر ښځې جنسي تیری وکړ له جنسي تیري وروسته یې د ښځې میړه او پلار په غوړو کې سره کړل او بیا په ښځې او د ښځې په اولادو وخوړل او له دې وروسته یې ښځه سره له اولادو په وېشېدلو غوړو کې ژوندي پاخه کړل.”
له څو ماڼیو ړنګولو او پکې له موجودو ټولو اشرافو او د دوي له کورنیو له سر وهلو وروسته پاڅون کوونکي د (Charles the Bad of Navarre) لخوا نسکور شو.
onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸