Categories

اعلان

Loading…

استاد سیاف، له غني، کرزي، عبدالله او اتمر سره تر لیدنو وروسته د اجماع د امکان خبر ورکړی

تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي وروسته له حنیف اتمر سره هم د روان بحران د حل او د اجماع د راوستلو په نیت کتلي دي.

حنیف اتمر له استاد سیاف سره د لیدنې په اړه خپل ټویټ کې ویلي، له استاد سره یې د هیواد د روان وضعیت په اړه په ګډو اندیښنو بحث کړی دی.

حنیف اتمر ویلي، استاد سیاف ورسره د روانو مسایلو د حل لپاره په خبرو اترو ټینګار کړی او هوکړه یې ورسره کړې چې د بحران د حل لپاره به په ګډه رول او ونډه ادا کوي.

استاد سیاف هم له دغې لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، د بحران حل سخت نه دی او ډېر ژر به د سولې په تړاو ملي اجماع رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وایي، استاد عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر غني، حامد کرزي او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې هڅې پیل کړې دي.

په همدې تړاو پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف نن د روغې جوړې لپاره له ولسمشر غني سره وکتل خو له دغې لیدنې وروسته استاد سیاف، حامد کرزی هم له ځان سره د عبدالله عبدالله ځای ته بیولی دی.

تمه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې له لاسلیک وروسته د افغان حکومت په مشرۍ په  لس ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"55ed4bbd-c575-4c97-99a1-05d438e1182f","recipients":862,"external_id":"fd82681e-987d-a6cd-1cba-ea8ca973c7a7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

1 comment

  1. حسن Reply

    که عبدالله د استاد سیاف له هڅو سره موافقه ونکړي او همدارنګه خپلې سرتنبګي ته دوام ورکړي ، لرې به نه وي چې د طالبي « کرونا – کویډ 20 » له خوا ډېر ژر د افغانستان له پاکې خاورې د هغه بل ځل په شان وځغلول شي ، چې بیا څومره افسوس وکړي ، څه به په لاس نه ورځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸