Categories

اعلان

Loading…

هرات کې د کرونا د یوې مثبتې پېښې له امله بیړنی حالت اعلان شو

تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د افغانستان د روغتیا وزارت ومنله چې، په هرات کې د کرونا یا کوویډ ۱۹ ناروغۍ د درې شکمنو د پېښو له ډلې یوه یې مثبته ثابته شوې ده.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له همدې امله په دې ولایت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرونا مثبته پېښه موندل کیږي.

تېره ورځ رپوټونه ورکړل شوي وو چې په هرات ولایت کې درې مشکوکې پېښې موندل شوې وې.

د روغتیا وزیر وايي، د دغو درې مشکوکو پېښو په اړه له ۲۴ ساعته څېړنو وروسته معلومه شوه چې یوه د کرونا مثبته پېښه وه او دوه نورې نه وې.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"1ff525e2-2562-40c9-85c7-700082071554","recipients":862,"external_id":"f6733b78-8b72-a245-cc53-f18715d2faa3","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸