Categories

اعلان

Loading…

ننګرهار کې د موازي حکومتونو پر ضد وسله واله غونډه شوې

تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ولسنشر غني په ملاتړ او د موازي حکومتونو د اعلان په غبرګون د قومونو وسله واله اعتراضیه غونډه شوې ده.

تاند ته د دغې غونډې تنظیموونکی قومي مشر اعجاز خان مومند وایي، د ماماخیلو کلي کې دغې غونډې ته د مختلفو قومونو مشرانو او ځوانانو د دې لپاره خپلې وسلې هم راوړې وې چې ولسمشر غني ته ډاډ ورکړي تر څو د جمهوریت د دوام لپاره ورسره ولسونه هم اوږه په اوږه روان دي.

نوموړی وایي، ولسونه له قومي ټیکه دارانو او سیاستوالو په تنګ شوي دي او نور ورته بېځایه ټاکنیز جنجالونه د منلو نه دي: (( قومي مشرانو دا خبره کوله چې موږ نه موازي حکومتونه منو او نه هم له ولسمشر سره دا خبره منو چې بیا له یو چاسره په واک معامله وکړي او خدای مکړه یو بل دوه سری حکومت رامنځته کړي.))

دیني عالم عبدالقیوم دغې غونډې ته په وینا کې هر ډول موازي حکومتونه د ګډوډۍ پیلامه وبلل او ټینګار یې وکړ چې چاته به د هیواد د تجزیې اجازه ورنکړي: (( زموږ علماو، قومونو او ولسونو د دې وطن د یو موټي ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې دي، موږ دې په لوږه کې پاتې شو، هفته کې دې هم یوه مړۍ ډوډۍ نه رارسېږي، خو موازي حکومتونه نه منو.))

مدني فعال حفیظ الله کامه وال هم غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان د وینو د معاینه کولو لابراتوار نه دی، نه هم د نظامونو تجربه ګاه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو له اعلان وروسته د اشرف غني د بیا ځل ولسمشر اعلانیدو خبره نه ده منلې او خپل همه شموله حکومت یې اعلان کړی او ځینې مقررۍ یې هم کړې دي چې بې ارزښته بللې ده.

بلخوا ارګ د ولسمشر غني د لومړې مراسمو ته هم تابیا نیولې چې د پنجشنبې په ورځ یې ترسره کړي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"7968f944-ee5d-493d-9505-bf309b390b47","recipients":862,"external_id":"71e2002e-a845-8ae9-0342-26a18f9711cb","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸