Categories

اعلان

Loading…

سهیل شاهین، د نسبي اوربند په موده کې د طالبانو په بریدونو او جنګي څرګندونو منکر شو

تاند، دوشنبه، حوت ۵مه: د په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د تاوتریخوالي د کموالي اونۍ له کومې لویې پیښې پرته په ښه توګه مخته روانه ده او لا له دوه اړخیز توافق څخه سرغړونه نه ده شوې.

شاهین د الجزیرې تلویزیون په ((د افغانستان –تشویقوونکې فضا)) پروګرام کې وویل، له امریکایانو سره د توافقنامې د امضا لپاره یې یوه اونۍ د جګړو کمولو وخت منلی او تیرو دوه ورځو کې د طالبانو له لوري هیڅ داسي عمل نه دی شوی چې له توافق څخه سرغړونه وبلل شي.

شاهین ټینګار وکړ، دا چې لا هم دا توافق ددوی لخوا نه دی نقض شوی، دا یې د اتحاد او یووالۍ ښه دلیل کیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو جنګي ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دشنبې او یکشنبې په ورځ د شویو بریدونو نه وروسته پر ټویټر د وضاحت په توګه ولیکل چې دوی هیڅکله عام اوربند نه دی اعلان کړی او هر ډز یې باید تخطي ونه بلل شي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیو قواو مرکزونه شامل دي او له دې پرته د مجاهدینو هر ډز او برید باید تخطي ونه بلل شي: (( دا عام اوربند نه دی.))

بلخوا تاند ته د طالبانو د نظامي کمېسیون د غړي مولوي مزمل غږیز کلیپ رسېدلی دی چې طالب جنګیالیو ته امر کوي له خارجیانو پرته افغان پوځیان که په پوستو کې ویشتلی او په نښه کولی شئ هم صرفه پرې مه کوئ.

مولوي مزمل د طالبانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان  ځواکونو له تېرېدونکو کاروانونو سره څه ډول چلند وکړي؟ ویلي، په خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې په کابل، غونډونو، قول اردوګانو، فرقو به طالبان بریدونه نه کوي، مګر نور چې هر چېرته افغان پوځیان ګوري له برید څخه دې پرې ډډه نه کوي.

مولوي مزمل په دغه کلیپ کې وايي: (( چې په دا بنده لار رانه شي چې په پوسته کې هم عسکر وي ویې ولئ، کله بندیز دئ، چې په پوسته کې عسکر وي ویې ولئ، څه مشکل په کې دی؟ دا خو چې دوی پر لاره لاري، نو ورته وایه په دا مکتوب کې چې کوم شیان ذکر شوي د هغو پوښتنې مه کوئ.))

مولوي مزمل همدا راز وايي، له خارجیانو سره ډېر پام وکړئ او نور چې په مکتوب کې هر څه لیکل شوي همغه وکړئ: (( دغه د عسکرو تګ راتګ دا خو اوربند نه دی، دا خو تخفیف دی، د کابل، ولایتونو مرکزونه، غونډونه فرقې او ټول خارجیان په دې کې معاف دي په هغوی دې کار نه لرل کېږي، دا د پکتیکا او غزني لاره چې له څلور کالو راهیسې بنده ده، نو که دوی پرې راځي، خامخا دې یې وولي.))

مولوي مزمل زیاتوي، که عسکر له یوې پوستې بلې ته هم تلل، ویې ولئ، بندیز پرې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهیسې چې د تاوتریخوالي د پام وړ کمونې اوونۍ پيل شوې ده، طالبانو تر اوسه په ارزګان، بغلان بلخ او پکتیا کې ځینې بریدونه کړي دي او د نورو په اړه لا حکومت کوم معلومات نه دي ورکړي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"394733eb-5cd5-4977-871a-69624bfc9764","recipients":862,"external_id":"e08b62d1-b460-7b93-7763-d917b17806a4","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

2 comments

  1. samad Reply

    ټولو ته سلامونه ! دسولې دراتلو په هیله – خوپه داخل کې داسې کړۍ شته چې دقطر قومانده نه منی – ملت دې دې ته پام وکړی

  2. ګل محمد نوری Reply

    یو ځل مخکی همدی شاهین ویلی وو چی اوسنی اردو باید لغوه شی او نوی نظامی ځواک جوړ شی چی دادی نواز شریف کار هم چی د نجیب الله په وخت کی هغه اردو او نظامی ځواک له مینځه بوتلل چی ظاهرشاه او داود خان ورباندی سرمایه ګذاری او مصرف کړی وو چی پاکستان دولت لپاره د ستونی اغزی وو

    https://www.taand.com/archives/54035
    ملا منصور: د حمید ګل مړینې د طالبانو دوهم لاس پرې کړ

    https://www.taand.com/archives/36379
    حمیدګل وايي طالبان به په افغانستان کې له جګړې لاس وانخلي

    https://www.taand.com/archives/23232
    حمید ګل وايي: بېنظیر راته وویل چې جلال اباد ونیسئ

    https://www.taand.com/archives/103700
    پاکستان له افغانستان څخه خپله مُستعمِره اوکنډواله جوړوي

    https://www.taand.com/archives/104308
    پنجابي استعمار افغاني طالبان څنګه اداره کوي؟

    https://www.taand.com/archives/99460
    فضل الرحمن: د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته د پاکستان پوځ ترهګر ځپلی نه شوای

    https://www.taand.com/archives/142781
    مولانا فضل الرحمان: آی ایس آی د غرب په فرمایش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي

    https://www.taand.com/archives/100381
    جنرال باجوه رښتیا له مدرسو شکایت کوي؟

    https://www.taand.com/archives/118564
    مولانا فضل الرحمان وايي، د طالبانو روانه جګړه جهاد نه دی

    https://www.taand.com/archives/142890
    د ملا فضل الرحمن عقل اوس سر ته راغی

    https://www.taand.com/archives/132644
    د شمال طالبان د پاکستاني جنرال شیخ مطیع الله په رهبرۍ جګړه کوي

    https://www.taand.com/archives/7582
    د پاکستان سوال د افغانستان ځواب

    https://www.taand.com/archives/108163
    د پاکستان یو متقاعد ډګرجنرال په افغانستان کې وژل شوی

    https://www.taand.com/archives/86180
    مشرف: له طالبانو څخه مو د افغانستان پر ضد کار واخیست

    https://www.taand.com/archives/42182
    پروېزمشرف اعتراف وکړ چې پاکستان د نیابتي جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي

    https://www.taand.com/archives/64868
    پاکستان ولي اوس په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو پر موجودیت اعتراف کوي

    https://www.taand.com/archives/35654
    مشرف وايي، د پاکستان له لوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل یو حماقت و

    https://www.taand.com/archives/48239
    پاکستان مجبور دی غني ته لاس ورکړي

    https://www.taand.com/archives/112728
    د پاکستان د جوړېدا اصلي لامل او له امریکا سره يي اوسنی اړیکي

    https://www.taand.com/archives/96268
    پاکستان هم ګواښونه کوي هم مرستې غواړي اوهم د ننواتې ځولۍ ګرځوي

    https://www.taand.com/archives/132705
    پاکستانی وزیر: پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده

    https://www.taand.com/archives/131622
    امریکا ته د عمران خان سفر او په افغان سوله یې اغېزې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸