Categories

اعلان

Loading…

د اسلامي همکاریو سازمان د نسبي اوربند هرکلی کړی دی

تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د اسلامي همکاریو سازمان  د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو د پرېکړې هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې يې هر ډول ملاتړ ته چمتووالی ښودلی دی.

د دغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان حکومت په مشوره هغه پرېکړه ستایي، چې د جګړې شدت کموي او یوې سرتاسري سولې ته لاره هواروي.

په خبرپاڼه کې د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین له قوله راغلي، چې  د اسلامي همکاریو سازمان د افغانانو په رهبرۍ د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

ددرې ورځې وړاندې طالب او امریکايي استازو د سولې د توافقنامې لاسلیک ته د زمیني  او مناسبې فضاء د برابرولو په موخه، د جګړې د شدت په کموالي هوکړه وکړه، چې ورسره جوخت په تېرو درو ورځو کې د هیواد دننه د امنیتي پېښو ګراف تقریبا صفر ته راکښته شو.

د امریکايي ځواکونو قومندان او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مشر جنرال سکاټ میلر هم ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې يې کمښت د صفر کچې ته را ټيټ کړی دی.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"11e75b1f-d5ff-464b-8844-c4dbcce2e0fa","recipients":862,"external_id":"6c5f11fc-a6d0-6b51-00a6-f335da37ead1","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸