Categories
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د کورنا وایرسو له کبله نامخامخ غونډه وکړه

تاند – د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په اویا کلونو کې په خپله لومړنۍ نامخامخ غونډه کې د کورونا پر ضد په ګډه د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. د ناټو د غړدیو هیوادونو د باندنیو…

03 Apr 2020 خبرونه تاند No comments

نور

اعلان

Loading…

اروپایي ټولنه: له غني سره به په ګډه افغانستان ته کار وکړو

تاند، چهارشنبه، د دلوې ۳۰مه: د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې جګپوړي استازي جوسیپ بوریل ولسمشر اشرف غني ته ټیلفون کړی او  په ټاکنو کې د بریا مبارکي یې ورکړې.

په دې اړه د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي چې اروپایي ټولنه دیته سترګې په لار ده چې د محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د اروپایي اتحادیې په اعلامیې کې هم د افغانستان د انتخاباتو د کمیسونونو کار ستایل شوی دی: ” اروپایي ټولنه ټاکنیزې ادارې ستایي چې د ننګونو باوجود یې خپل کار وکړ.”

دغه اروپایي چارواکي ویلي چې اروپایي اتحادیې تل په افغانستان کې د اساسي او اداري کاري چوکاټونو ملاتړ کړی دی.

جوسیپ بوریل همدارنګه د محمد اشرف غني دا ژمنه هم وستایله چې وایي داسې یو حکومت به جوړوي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي او د ټولو خواو استازي پکې شامل وي.

دغه اروپایي چارواکي ټینګار کړی چې تر دې وروسته مهم اقدام باید د ټول شموله سولې پروسې د ملاتړ لپاره د یووالي یقیني کول وي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د سولې دا فرصت باید د لاسه ورنکړل شي او پکې زیاته شوې چې اروپایي ټولنه د سولې د پروسې ملاتړ ته چمتو ده.

د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې د د اروپایي ټولنې جګپوړي استازي، جوسیپ بوریل همدارنګه ویلي اروپایي ټولنه په افغانستان کې په اوږ مهال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د قانون حاکمیت لا قوي شي چې دا د ټول افغان ولس اساسي حق دی.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"4cc9a3c9-198e-4d48-90f3-892e6a34d2ea","recipients":863,"external_id":"38dddc36-c473-a56a-ffb9-1eceb080a3eb","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
863

2 comments

  1. یفتلی Reply

    د عبدالله لنډغر که د خپل افغان ملت نه نه شرمیژي خو حداقل د دنیا نه دی وشرمیژی چه د جمهوریت فرهنګ څه دی د جمهوریت فرهنګ ایجابوی چه خپله ماته هم په انتخاباتو کی ومنی او صحرایی ضد نه لاس واخلی ، که نه د اروپایانو څرګندونو ته دی لږ پام وکړی ، د موازی حکومت قیمت ډیر دروند دی که لوږ فکر وکړی او نه هم د ا غلطی وکړی چه د افغانستان اوسنی وضعیت د ۳۰ یا ۴۰ کلو مخکینی وضعیت دی ، اوس د عبدالله د ټیم او طالب تروریستانو د غوښتنو فرق څه شو ؟ طالبان هم جمهوری فرهنګ نه منی او دبدماشی لاره یی غوره کړی همداسی څه وخت مخکی یی د یوتعداد ولایاتو غوښتنه کوله یعنی موازی حکومت ُ خو چا یی منطق و نامانه همداسی
    د ډاکترعبدالله د ټیم منطق ملت او دنیا والو ته بی اساسا او بی ارزشه راووت

  2. دوکتور غروال Reply

    جلاالتمأب د افغانستان قانونی رئيس جمهور دوکتور اشرف غنی ته د زړه له کومی مبارکی او هیله درڅخه کیږی چی ددی قاتلانو او چورکوونکیو غوغا او باټو باندی غلط نشی او محکم د ملت رائيو ساتلو ته استقامت وکړی اوددی خبیثو جاسوسانو ، قاتلانو او چورکونکیو څخه دا مظلوم او ځپلۍ ملت د قانون له مخی نجات ورکړی او دا خائينین د قضی محاکمو ته وسپارلۍ شی اوددوی څخه دا غلا شوی ډالر ، ایرو سره د دوی ناروا نور تر لاسه کړی ثروتونه ضبط او ملت ته وسپارلۍ شی او پری نښودای شی چی د افغانستان تجزی ته زمینه برابره کړی نو د تاسو داسی پاک مقاومت او اقدام به د افغانستان تاریخ کښي ځلانده ځای ونیسی !!! ددی په امید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *