Categories

اعلان

Loading…

عبدالله د ټاکنو کمېشنران ممنوع الخروج کړل، کورنیو چارو وزارت یې حکم رد کړ

تاند، چهار شنبه، د دلوې ۳۰مه: وروسته له هغې چې نن د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت ته په یو استولي حکم کې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي او د دارالانشاء رئیسان ممنوع الخروج اعلان کړل، اوس د کورنیو چارو وزارت دغه حکم رد کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په خبرو کې تایید کړه چې وزیر یې دغه حکم رد کړی دی.

نوموړی وايي، په دې تړاو یوازې ستره محکمه او لویه څارنوالي کولی شي دوی ته امر وکړي.

نصرت رحیمي وویل، دا د دواړو قانوني بنسټونو صلاحیت دی چې کورنیو چارو وزارت ته د چا د ممنوع الخروجۍ امر وکړي.

دا په داسې حال کې د چې عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه دي منلي او خپل موازي حکومت یې اعلان کړی دی چې د خلکو پراخ غبرګونونه یې پارولې دي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"8948f588-3d7d-4472-816e-6ada16f7cd07","recipients":863,"external_id":"369c2106-307c-85e0-024e-6649f399bce6","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
863

2 comments

  1. شاهین افغان Reply

    هغه کیسه شوه ، کوم سړی چا په کلي کې نه پرېښود ، ده ویل آس مې د ملک کره وتړئ.
    ډاکتر عبدالله چې دا څلورم ځل په انتخاباتو کې ماته خورې ، داځل تصمیم ونیو چې په خپله ځان د افغانستان جمهور رئیس اعلان کړي.
    که د زور او قلدري خبره وي نو دا انتخابات او دومره مصارفات د څه لپاره وو؟
    د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د شکایاتو کمیسیونونه د څه دپاره جوړ شویدي؟
    که احیانا دوی درغلي کړي وي ولي محاکمو او قانوني ادارو ته شکایت نه کوي او خپله عریضه نه وړاندې کوي؟
    که د خپل سر ګلمرجاني ریاست اعلانولو هرڅه بدې پایلي د افغانستان ولس ته متوجې وي مسوولیت به یې د عبدالله او شریکانو په غاړه وي.

  2. razmohammed mohmend Reply

    عبدالله جان بی خرچه شوی یوی نقدی معاملی باندی عادت شوی دی۰
    دا ځل به څوک هیڅ ورنکړی۰ مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸