Categories

اعلان

Loading…

 په کوټه کې زورورې چاودنې ۵۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د سلواغې   ۲۸  مه  ۱۳۹۸ 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې له څه مودې ځنډ وروسته يوار بيا زوروره چاودنه شوې چې په کې اته ويشت  تنو ته  مرګ  ژوبله  اووښتې ده.

د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چيمه وايي، د مطبوعاتي مرکز مخ ته يوه زوروه چاودنه داسي مهال شوې، چې د مذهبي ډلې اهل سنت والجماعت  غړي د يوې غونډې لپاره  راغونډ شوي  وو.

د بلوچستان د حکومت وياند لياقت شاهواني بيا د پېښې په ځای کې رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۳۵نور ټپيان شوي دي. په  وژل شويو کې دوه پوليس سرتېرې هم شامل دي.

د پېښې مړي او ټپيان د کوټې سول روغتون ته وړل شوي دي، او ويل کېږي چې د ځيني ټپيانو حالت هم مرګونی دی.

د چاودنې له امله شاوخوا ودانيو او موټرو ته هم زيان اووښتی دی. امنيتی سرتېري له پېښې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي. تراوسه کومې وسله واله ډلې د کوټې د ننۍ ورځې د چاودنې مسووليت نه  دی منلی.

په بلوچستان کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې د ناامنۍ ټغر غوړېدلی او په ايالت کې بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال سازمانونه د حکومت  پرضد وسله واله  مبارزه کوي. څه  موده  وړاندې د د بشري حقونو کميسيون  بيا د بلوچستان حکومت په دې تورن کړی، چې په  ايالت  کې يې مذهبي او افراطي ډلوته په ولس کې د نفوذ پيدا کولو بشپړه ازادي ورکړې ده. کميسيون دغه تور په  ښار کې د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو پرپله  پسې وژنو ته  پام سره  پورې کړی وو.

د کوټې هزاره  توکمه شعيه مسلمانان وايي، چې تر اوسه په ايالت کې د وسله والو له لوري په هدفي وژنواو بمي چاودنو کې د هزاره قبيلې په سلګونه وګړي وژل شوي دي. هزاره ډيموکراتيک ګوند او د مذهبي مشران يې سني افراطي ډلې د هزاره ګانوپه وژنه  کې دخيل ګڼي. خو د بلوچستان حکومت بيا ادعا کوي، چې په ايالت کې ناامنۍ وضع د تېرو کلونو په پرتله ښه شوې او د ناامنۍ په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0cc547cb-4cf0-4d83-b10b-2edd8f49b92a","recipients":866,"external_id":"f360ea46-cbbb-cd75-c478-eea2ec8df97e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
866

1 comment

  1. یفتلی Reply

    ددی ټول خشونت اصلی عامل و سبب کوم چه په پاکستان او په افغانستان کی روان دی د پاکستان د فوج د غلطو سیاستونو نتیجه ده ، د
    ، پاکستان فوج پاکستان د یو لوی بحران خواته روان کړی ، داسی نه چه د فوج چارواکی دماغی تکلیفونه ولری ، دا فوجی چارواکی باید ژرترژره خپل میډیکل چیک آپ وکړی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸