Categories

اعلان

Loading…

محمودخان اڅکزی: د منظور پښتین له ملاتړه په مرګ هم لاس نه اخلم

تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ یا مېپ مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دی به د پښتونخوا ميپ د یو غړي په توګه تر ګوره پورې د منظور پښتين کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې: (( له موږ څخه به دومره هم کمزوري خلک نه جوړوئ چې یو کس به بوري ته را روان وي او د پښتانه قام لپاره به را روان وي او د پښتنو د خدمت خبره به کوي او موږ به یې په کاڼو ولو، تنګوو به یې او چای ډوډی به هم نه ورکوو طلاق مو دی چې به سلام دعا هم ورسره کوو چای ډوډی به هم ورکوو.))

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت منظور پښتین له څو اوونیو راهیسې بندي ساتلی دی.

پاکستاني استخباراتو او حکومت د بنو له جلسې وروسته پر هغه د بغاوت، نفرت خپرولو، مجرمانه هڅو او ولس پارونې اړوند ۵ تورونه لګولي وو او د جنورۍ له ۲۷ مې راهیسې یې څو اوونۍ په بند کې وساته، چې د څلورو تورونو سپیناوی یې مخکې شوی او څو ورځې وړاندې یې د وروستي تور سپینه هم وشوه، مګر لا هم په بند کې د هغه د ساتلو په اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"db05ad2b-bc5c-4943-b717-620cb0b0fe7a","recipients":866,"external_id":"9e9b0144-f1cd-7233-27a1-d4e6bae0de31","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
866

4 comments

  1. یفتلی Reply

    ژوندی دی وی محموخان ، افغان یو عظیم متحد ملت دی ، څوک یی په سیم خاردار او چینونو نشی بیلولی ، افغانان که د لر دی او که د بر باید د ظلم ، نسل کشی او تبعیض خلاف یو واحد غږ پورته کړی پر افغان تاریخی قهرمان ملت باندی تروریزم تپل شوی ّّ

  2. دوکتور غروال Reply

    محترم محمودخان اڅکزۍ صاحب د تاسو ټینګار د سپیڅلی منظور پښتین غورځنګ ملاتړ ډیر افتخار دی ، باید په افسوس سره وویل شی چی د ډیرو زیاتو کالونو راپدی خوا د پنجابی ادارو له خوا په پښتانه د رنګا رنګو ظلمونو سره مخامخ بیا هم د ملی عوامی پارټی غیر د محدودو انتقادونو څخه نور خاموشه وو او اکثره وخت دداسی رنګارنګو ظلمونو مخ نیوی په عوض د معاملو څخه کار اخسته کیده دا چی اوس د ملی عوامی پارټی په اخلاص سره د منظور پښتین غورځنګ محکمی ملاتړی ته اقدام شوۍ دی دا د ډیری خوښي او افتخارځای دی!!! بریالتوب د منظور پښتین غورځنګ دی !!!! په کامل اطمنان سره

  3. razmohammed mohmend Reply

    مخترم مشره زمونږ لپاره افتخار یی۰
    له ډیرو کلونو راهیسی ستاسی دریز او څرګندونی دافغان پشتون ولس لپاره
    به د تاریخ په زرینو لیکو ولیکل شی۰هیله می له تولو مشرانو څخه داده
    چه ستاسی په شان په یو اتخاد د پشتنو د خوقوقو لپاره مبارزه وکړی۰
    ژوند ژوند ژوند

  4. ګل محمد نوری Reply

    مګر تاریخ ته ګورو همدی ګوندونه کتل او پاکستان پوځ او استخباراتو په شمالی وزیرستان کی بمبار کاوو کچیری دوی د ټاکنو د ګټلو لپاره دا خبری کوی یا غواړی افغان ولس ته ځان خواخوږی د پښتنو وښیی نو لومړی د نړیواله محکمی ته درخواست یا غوښتنه وکړی چی راشی پاکستان پوځ او استخباراتو د وزیرستان ولس سره د ظلم څیړنه وکړی چی پوځ ظلم کړی او دا ولس په رښتیا غدار یا ترهګر دی کچیری ولس ترهګر وی نو بیا پاکستان پوځ او استخبارات پر حقه وګڼی کچیری پاکستان پوځ ظلم کړی نو له نورو نړیوالو سازمانونو دی وغواړی چی پدی پوځ او استخباراتو باندی سیاسی او اقتصادی او نظامی فشار راوړی چی له ظلم لاس واخلی او په سیمه او افغانستان کی د مسلمان وژنی او انسان وژنی ته د پای ټکی کیښودل شی او یا ایران د سپاه پاسدارانو په شان نړیوال او امریکا ورباندی بندیز ولګوی ترڅو دا پوځ په افغانستان او ښکته پښتنو باندی ظلم ونکړی

    کچیری نړیوال د افغان ولس او ښکته پښتنو خبره نه اوری نو افغان ولسمشر ته پکار دی چی د نړیوالو چپ پاتی کیدلو لپاره خپل غږ پورته کړی او ووایی چی د افغان ولس سره یاست یا ظالم پوځ سره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸