Categories

اعلان

Loading…

محسن داوړ: افغانان زموږ په ننګه ودرېدل، موږ به یې په ننګ د پاکستان پالیسیو په وړاندې ودریږو

تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر غړي محسن داوړ د ډیره اسماعیل خان نننۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، پاکستان دې دا خیال پلو له ذهنه وباسي چې له افعانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به خپل طالبان ور ولېږي.

محسن داوړ د پاکستان پوځ ته په خطاب کې ویلي، څو پورې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ژوندی وي لکه ډال به درته مخې ته ودریږي: (( موږ ځکه د افغانستان په ننګه دریږو چې په تاریخ کې په لومړي ځل د منظور پښتین د نیولو وروسته په ټوله افغان خاوره، تاجکو، ازبکو، هزاره و او پښتنو د منظور په ننګه احتجاجونه وکړل.))

داوړ وویل، له دې نه ستر اتفاق، اتحاد او لاریونونه یې د افغانانو له لوري په افغانستان کې نه و لیدلی او لکه ډال په ټول افغانستان کې پښتانه د پي ټی ایم ملاتړ ته راوتي و، چې په همدې ترتیب به( پي ټي ایم )هم د افغان خاورې په ننګه د ریاست پر ضد لکه ډال ودریږي.

داوړ وویل، پاکستاني جنرالان له پي ټي ایم ځکه په ویره کې دي چې په لر او بر یې شعوري بیداري راپورته کړیده:(( د ولس زور د خدای زور دی او په دې زور به منظور پښتین ډیر ژر خوشې کړی شي او د ولس په همدې زور به له پاکستاني ریاست څخه هم حساب کتاب واخلو .))

محسن داوړ بیا ځلي ریاست ته اخطار ورکړ که چېرې د پي ټي ایم مشر او غړي یې ازاد نه شو نو د دې غورځنګ زرګونه خلک به د پښتون قام سره یوځای یو ځل بیا د اسلام اباد په لور ولاړ شي او هلته به پراخ لاریونونه او غونډې وکړي.

نن پي ټي ایم په ډیره اسماعیل خان کې د منظور پښتین د راخوشې کولو لپاره لویه اعتراضیه غونډه نیولې وه.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"38010a2c-34e6-48cb-9c78-1fea37fd14bb","recipients":867,"external_id":"a1b36141-808f-2a02-f8a4-6f58fd0bfbee","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
867

4 comments

  1. دوکتور غروال Reply

    محترم داوړصاحب د تاسو صادقانه مبارزه د پنجابی جنرالانو ، آي اس آي او پنجابی جغلی حکومت ددوی غیری انسانی او بی رحمانی پر ضدحتمی برۍ دی د تاسو د دی ویاړنی مبارزی په وسیله جهان ته واضحآ تمثیل کړه چی د پنجابی مارشالی ظالم او فریبکاره حلقه د شیطان انګلیس له خوا جغلی د توطیو ایجادولو لپاره رامینځ ته شوۍ دی ، دا مزدورپنجابی حکومت به د افغانستان تر خپل حاکمیت راوستلو خوبونه خپلو قبرونو ته له ځانو سره یوسی ، ددوی دا مردود خوبونه نه د کثیفو او قاتلو تنظیمونو او ددی جاهلو او قاتلو غلامانو طالبانو په وسیله په افغانستان کښي عملی کیدۍ نشی ولو چی د ډالرو فریبکاره امریکا هر څومره دا ملی خائينان د هولی ووډ ډرامو سره په جهان کښي د صلحی شعار لاندی تمثیل هم کړی او دوی کابل کښي د ځای ځای شوو قاتلانو سره هم یو ځای کړی بیاهم دا د ډالرو فریبکاره امریکا د پنجابی غلامانو په ذریعه دوی خپل مردود او خائينانه پلانونه نشی عملی کولای او باید لر او بر غیرتی پښتانه سره یوشیاو دا مصنوعی کرښه چی د شیطان انګلیس له خوا ایجاد شوی دی له مینځه یووړه شی!!! تاسی باید دا د ویاړنی شروع مبارزه مخ په وړاندی یوسۍ او د تاسو سره د افغانستان غیرتی ملت په څنګ کښي ولاړدی !!!!! بریالتوب د تاسو دی

  2. احمد شاه شیرانی Reply

    له تا دې ټول تش په نامه مجاهیدین او طالبان او د هغوي پلویان قربان او صدقه شی ستا بلا دې پر دوی شې، ته واقعاً افغان یې

  3. یفتلی Reply

    د وزیرستان د محترم وکیل محسن داوړخبری احساسات نه دی بلکه دا دزمینی واقعیتونو بیان دی . د لر او بر عظیم افغان ملت بیداری یو داسی واقعیت دی چه دا به قدم په قدم نه یوازی ددی عظیم ملت وحدت ته لاره اواره کړی ، بلکه ددی ملت د ترقی ، خودکفایی اوواقعی خپلواکی ته لاره خلاصه کړی او بیا به هیڅ استعماری کړی ونشی کړلای چه ددی ملت ته د ضرر رسولو او ښکیلاک پلانونه جوړکړی .

  4. razmohammed mohmend Reply

    قدرمن داوړ صاحب او ټولو افغانانو ته سلام وایم۰
    زمونږ او ستاسی همدا یو دشمن دی۰ مونږ ټول په ګډه به د دی دشمن پرضد مبارزه کوو۰
    انشاء الله چه وارخطا شوی دی۰ ډ پنجابی استبلیشمنت اقتصاد برباد شوای دی۰
    او نور هم دوام لری۰
    دا ورڅ راتلونکی ده چه پشتانه به کامیاب کیږی۰
    تل دی وی د پشتنو ورونو ملی یووالی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸