Categories

اعلان

Loading…

د کورونا ویروسو د مخنیوي ماسک جوړ شو

تاند- د چک جمهوریت یوه کمپنۍ ادعا کوي داسې ماسکونه یې جوړ کړي چې په مطلق ډول د کورونا ویروس مخه نیسي.

تر دې وړاندې ډاکترانو ویلي چې عادي ماسکونه د کورونا ویروسو مخه نه نیسي خو د دې ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې څه نا څه مرسته کولی شي.

مګر د چک د غیرفایبري ټکنالوژۍ شرکت نن (یکشنبه) وویل، د ماسک په جوړولو کې یې انقلابي ګام اخیستی.

د دې کمپنۍ د اجرايي رييس رومان زیما په وینا دا ماسکونه نه یوازې دا چې د هغه کاروونکي ته د ویروس د سرایت یا خپرېدو مخه نیسي بلکې وژني یې.

زومان زیما وویل«لومړی باید د مخ د ماسک او د هوا د فلتر ترمنځ توپیر وکړو. د اصولو او معیارونو له مخې، د مخ ماسک هغه شی دی چې شاوخوا چاپېریال له ماسک اغوستونکي ساتي. یعني په ماسک اغوستونکي کې موجود جراثیم نه پرېږدي او په دې اساس په خونه یا شاوخوا عمومي ځای کې نه خپرېږي.

د همدې لپاره ډاکتران ماسک اغوندي چې ناروغ یې له هغو جراثیمو وساتی چې ډاکتر یې لري. په همدې علت د مخ ماسک ډېر اغېزمن نه دی.

خو له بلې خوا د هوا فلتر، نه یوازې بل ته د ویروسو او جراثیمو د لېږدېدو مخه نیسي بلکې اغوستونکی هم په هوا کې له موجودو جراثیمو ساتي.»

د یوه ماسک بیه د ۲ او ۵ ډالرو ترمنځ ټاکل شوې ده خو حوړوونکې کمپنۍ وايي، هڅه کوي چې د دغو ماسکونو بیه نوره هم ټیټه کړي.

په چین کې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته په دغه هیواد کې تر ۳۰۰ ډېر خلک مړه شوي او تر یو نیم زر ډېر نور ناروغان شوي دي.

ګڼو هیوادونو چین ته الوتنې درولي او چینایانو ته وېزې نه ورکوي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"3b03cab1-83b4-446a-97f0-6e7fbe6f753a","recipients":876,"external_id":"2b22bd46-56bd-a2e6-a3d9-ba9063b75fd9","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
876

1 comment

  1. دورانی افغان Reply

    په مطلق ډول خو به مشکله او د امکان څخه لري خبره وی. که د دغه ماسک په زور خوله او پوزه پټه کړو، نو بیا به دسترګو سره څه کوو؟ ځکه دغه وایروس ډیر کوچنی دی او د باد په زریعه سترګو ته ننوتی شی.

    ځمونږ په کره یا دنیا کی انسانانو تر دي وخته دکرونا وایروس شپږ نوعه یا ډولونه پیژندلی دی، چه دغه وروستی ډول یی د اوم په نوم یادیږی، چه د کوچنی والی اندازه یی د ۲۰ نه تر ۳۰ کیلو بیس پورې اټکل شوی ده.

    الله ج دي په خپل قدرت دغه وایروس ځمونږ د کری څخه ختم او ورک کړی.

    والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸