Categories

اعلان

Loading…

ټرمپ، ایردوګان ته: توندلاری او احمق کېږه مه، پر سوریه یوه ښه معامله وکړه

تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: په سوریه د ترکیې له نظامي برید وروسته د امریکا او انقرې تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

امریکا پر ترکیه بندیزونه لګولي او ولسمشر ټرمپ د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوګان ته په سختو الفاظو لیک استولی چې په کې ویلي یې دي، له ځانه احمق مه جوړوه او په سوریه کې ټولوژنه مه کوه، ځکه چې دا کار د ترکیې اقتصاد ته ضربه رسولی شي.

د ټرمپ دا لیک د فاکس نیوز خبریال تریش ریګن خپور کړی چې د اکتوبر په ۹مه ایردوګان ته پر سوریه د برید له کبله استول شویدی.
په لیک کې راغلي؛ ((راځه چې یوه ښه معامله وکړو، ځکه ته نه غواړې چې د زرګونه انسانانو خون په غاړه واخلې او زه هم نه غواړم چې د ترکیې اقتصاد تباه کړم، هو که وخت یې راغی دا کار هم کوم، ځکه تر دې وړاندې مې یې درباندې خوند هم څکلی دی.))

ټرمپ زیاته کړې؛ ((ما ډېر کار وکړ تر څو ځینې ستونزې حل کړم، ته هم نړۍ مه نهیلې کوه، کولای شې یوه فوق العاده ښه معامله وکړې، مظلوم جنرال (د کرد ملیشو قومندان) له تاسره خبرو ته حاضر دی، اماده دی چې ځینې امتیازات هم درکړي، د هغه لخوا د جنجال د حل نسخه مې ترلاسه کړې ده، تاسو ته یې پټه در استووم.))

ټرمپ ایردوګان هڅولی چې که انساني او سم عمل کوي، نو تاریخ به ورته په سمه سترګه وګوري، خو که خپلو بریدونو ته دوام ورکوي بدې پایلې به ولري او تاریخ به ورته د شیطان په سترګه وګوري: ((توندلاری کېږه مه، احمق کېږه مه، بیا درسره تماس نیسم.))

دغه لیک چې شنونکو له ټولوډپلوماټیکو ادابو څخه خلاف بللی، په اړه یې ایردوګان د امریکا ولسمشر ته لا ځواب نه دی ورکړی.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"7dcdd475-63cf-4b34-bcfc-09c9dfa3e516","recipients":834,"external_id":"a1c0440c-a591-09c5-77fe-074184998c87","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
834

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸