Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د تخار د درقد امنیه سقوط شوې قومنداني الوزولې

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: طالبانو په تخار کې د درقد ولسوالۍ تر نیولو دوه اوونۍ وروسته نن سهار د دغې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته اور اچولی دی.

ځايي خلک وايي، طالبانو د قومندانۍ له ودانۍ څخه ټول وسایل او تجهیزات را ایستلي او بیا یې ورته نن سهار وختي مهال اور اچولی دی.

 د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر هم تاند ته په خبرو کې پېښه تایید کړه خو وايي، طالبانو د درقد ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته اور نه دی اچولی بلکې په بمونو یې له بیخه الوزولې ده.

 نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه بیرته د دغې ولسوالۍ د ازادولو په لټه کې دي او ژر به پرې عملیات  پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار په خواجه غار، اشکمش او درقد کې په دې وروستیو کې د طالبانو فعالیتونه او بریدونه زیات شويدي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
1cd6def0-410e-1f99-aaea-ff8fd3e59cdf
response_body:
{"id":"f7f63417-0e3d-4478-9e8a-4ec7393ad9fb","recipients":760,"external_id":"1cd6def0-410e-1f99-aaea-ff8fd3e59cdf","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
760
notification_id:
f7f63417-0e3d-4478-9e8a-4ec7393ad9fb

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸