Categories

اعلان

Loading…

غني دروازې ور وتړلې، خو پاکستان په قاچاقي لارو افغانستان ته صادرات کوي

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: وروسته له هغې چې ولسمشر غني له پاکستان سره د تورخم د ځنځیر تړلو امر ورکړی، پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښه پروت د څڅوبي په کنډو افغانستان ته د خپلو مالونو قاچاق زیات کړی دی.

مسوولان وايي، څڅوبی کنډو چې د دوربابا ولسوالۍ اړوند سیمه کې پروت دی، پر دغه لار اوس د ورځې لس کانټینره پاکستاني توکي په قاچاقي ډول له کومې ګمرکي تعرفې پرته په قچرو، اوښانو او خرو راواردېږي.

 خان افضل یو له هغو کسانو دی چې پر خپلو  قچرو اوښانو د ورځې له ساعتونو مزل وروسته افغانستان ته راوړي، خو نه پوهېږي چې دغو بندو بوجیو او کارتنونو کې افغانستان ته څه را اړول کېږي؟

 عبدالولي بیا په څڅوبي کې سوداګر دی او وايي چې افغانستان ته د غیر قانوني وسایلو قاچاق کوي او هغه مالونه چې افغانستان ته را اړوي ګمرکي تعارفه هم نه پرې راځي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم دغه قاچاقي سوداګرۍ ته اندېښمنه ده او مسوول یې حاجي زلمی وايي، د ورځې له لسو تر دولسو کانټینرونو پورې توکي د دوربابا ولسوالۍ له لار په قاچاقي ډول افغانستان ته را اړول کېږي.

بلخوا د ننګرهار د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند وايي، په تېرو څو کلونو کې یې دوه ځلې هڅه کړې ده چې پولیس دا لاره وتړلي خو ویې نه ویل چې ولې په دې کار بریالي شوي نه دي؟

دا په داسې حال کې ده چې پخوا د افغانستان او پاکستان سوداګري له ۱ ملیارد اوښتله خو اوس یې کچه له پنځه سوه میلیونه ډالرو پورته نه ځي، سره له دې چې پاکستان هڅه کوي د څڅوبي، شلمان، خوست، پکتیا، سپین بولدک ځینې قاچاقي لارې د خپلو صادراتو لپاره افغانستان ته وکاروي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸