Categories

اعلان

Loading…

عباس ستانکزی: په کابل کې د دفتر د پرانیستلو په شرط د افغانستان له حکومت سره خبرې کوو

تاند- د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر وايي، دا ډله په دې شرط د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړل شي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، شېرمحمد عباس ستانکزي د مسکو د غونډې په ترڅ کې د تنظیمونو له مشرانو او سیاستوالو سره په خبرو کې وویل، په کابل کې د طالبانو د رسمي دفتر له پرانیستل کېدو پرته د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو امکان نشته.

ده همداراز وویل، د افغانستان له حکومت سره د خبرو او د تماس د ټینګولو لپاره باید په کابل کې د طالبانو سیاسي دفتر موجود وي.

عباس ستانکزي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د وروستیو خبرو تر پایه د طالبانو د قطر د دفتر رييس و، وویل چې که په کابل کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو، دا دفتر به د سولې اړوند مسایل هم خپروي او نړیوال مسایل به هم مطرح کوي.

د افغانستان حکومت پخوا په ځلونو ویلي و چې طالبان دې په کابل یا د افغانستان د خاورې په کومه بله برخه کې دفتر پرانیزي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. Said Rasouli Reply

    د پستو انسانانو پست شرطونه وی. هم به د په کابل کی دفتر وی او هم به د هره ورځ بی ګناه افغانان په وینو لړلی وی او له نږدی به یی تماشه کوی. د ای اس ای غلامه.

  2. پتنګ Reply

    نه دپستو انسانانو خواص هیواد فروشي او دالر خوړل وي طالبان په کابل کې دفتر نه بلکې ارګ غواړي ‍

    1. Said Rasouli Reply

      ملا خیرن وګوره او ارګ وګوره. مږ هم ولیدل چه ملا څه وکړل.

  3. A. Halim Hakimi Reply

    Or may be a middle ground between ” Rasouli ” and ” Patang ” spread the facts for better fit:

    A nation can not be run smoothly, authorities from top to bottom holding the title of Mullah. None of them likely pass through 10 books, all the same content.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸