Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د مولانا سمیع الحق وژل کېدا نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله

تاند- افغان طالبانو د جمعیت علمای اسلام ګوند او د دارالعلوم مدرسې د مشر مولانا سمیع الحق وژل کېدا اسلامي نړۍ په تېره بیا پاکستان ته یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

طالبانو ملا سمیع الحق شهید بللی او ویلي یې دي چې پر افغانستان د شوروي او امریکا د یرغل پر ضد د هغه هلې ځلې د ستایلو دي.

۸۱ کلن سمیع الحق د جمعې په ورځ /نوومبر۲/ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چاړو په ګوزارونو ووژل شو.

د سمیع الحق په حقانیه دارالعلوم کې د افغانستان او کشمیر د جګړو لپاره په زرګونو کسان روزل شوي دي.

په دې دارالعلوم کې د افغانستان د طالبانو د تحریک د مشر ملا عمر په ګډون ګڼ شمېر طالب مشرانو درس ویلی دی.

له همدې کبله هم سمیع الحق د طالبانو معنوي پلار بلل کېده.

که څه هم تراوسه پورې د سمیع الحق وژونکی یا یې د وژلو انګېزه معلومه نه ده خو داسې اوازې شته چې د پاکستان پوځ او استخبارات اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې باید په ګاونډیو هیوادونو کې له افراطیت څخه د حربې په توګه له کار اخیستلو لاس واخلي ځکه چې افراطیت د پاکستان راتلونکې هم له خطر سره مخامخوي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

5 comments

  1. لکڼ Reply

    ددى خاين لہ مڔينى پۺتون افغان اولس لہ يوہ غټ قاتل نہ خلاس شو مخ يى تور ترى تاميا شو
    ددى خاين لہ مڔينى بايد ددہ ملکرى او ہم نظرہ عبرت واخلى شپہ او ورځ توبى اوباسى چہ نور پۺتون افغان ن اواس نہ وژنى کنہ داسي بہ تورمخى لہ دونيا شڔل کيژى

  2. عبدالله Reply

    دا خبیث 40 کاله د افغانانو د وينو په څښلو لګیا وو ، چې د دغه ظالم له لاسه زرګونه بیګناه افغانان د دوي په تحریک او لمسون سره شهیدان شول.
    هرچا چې دا د نن زمانې فرعون وژلي وي ، مونږ ورته دعا کوو چې الله د اجرونه ورکړي. غازي ته د جنتونه په نصیب شي.

  3. Alakozay Reply

    طالبانو ته باید وویل شی چی افسوس څومره خود کش او بیګانه پرور خلک یاست په زرګونه افغانان چی هر یو یی یو قهرمان دی ستاسی له لاسه او کفارو له لاسه وژل کیږی دا ضایعه نده ولی یو پاکستانی چی همیش یی په یو او بل نوم زموږ خانه خرابه کړی نه جبرانیدونکی ضایعه ده لدی معلومیږ ی چی تاسو دداسی یو ملک چی زموږ زیر بنا، اسلام او سل کاله وړاندی را خرابوی د ملا تیر یاست. لږ له خدایه وبیریږی د امریکایان چا راوستل، دا اولینی اډی چا ورکړی، دا ستاسو مشران چا ووژل او بند خونو ته یی واچول، د پرویز بی شرف چی په زرګونو پښتانه په امریکایانو خرڅ کړل ، دا زموږ چی نه مکتب نه سرک او نه هم نور زیربنایی کارونه ددوی په اشاره نه آبادیږی د د چا ه له لاسه. اوس د سمیع الحق معامله ده دا هغه سړی دی چی پلار یی وصیت کړی وو چی دی به زما جنازه نه ادا کوی یوه سړی چی خپل والد ته په درد نوی خوړی افغانستان ته په در خوری. د استخباراتی شبکو د غړو همدا پایله وی چی مطلب یی پوره شی بیا یی په هر تکتیک چی وغواړی وژنی. نوکه د پاکستان غلامی وکړی همدا به مو حال وی،

  4. A. Halim Hakimi Reply

    Seems to me that lately Pakistan is under tremendous international pressure to show some practical result by subsiding extremist elements there. Assassination of an 81 yeas old fundamentalist icon whos natural life span was very-near demise anyway will take some of the pressure off Pakistan. Plus he can be replaced with younger one down the road and as such not much loss for Pakistan.

  5. Dr.Atal Reply

    راځی چی د دین په ژبه وغږیږو:
    الله رب العزت فرمایی:
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم……
    مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا…..
    قائد او ناجی بشریت رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی:
    فساد العالم فسادالعالم
    بله دا چی د ایمان نښی صلح، خیر پسندی، ګاوڼدی حق پیژندنه، تعاون د بر او تقوی، دنفاق مخنیوی ، انسانیت ته سالمه لار ښوونه، مسلمان ورور ته هغه څه خوښول چی ځان ته یی خوښوی او نور انسانی عالی اخلاقی سجایاوی چی انسان ته سبب د عزت کیږی.
    خو دین او مدرسه د استخباراتو د پلیدو اهدافو لپاره استعمالول ، ایمان نفی کوی او د ایمان سره تناقض لری ، یا د ایمان سره نه جمع کیږی
    نو باید دا مدرسه چی شر خپروی او دخیر نه یی شر لوی دی ، تړل یی افضل دی ځکه اسلام او مسلمین بدناموی او کرکه خپروی
    که چیری تړلی نشو نو ښه بدیل یی دا دی چی نړیوال اسلامی پوهنتون په چټکی او اخلاص سره په مرکز(کابل) کی فوق العاده صورت کی د اصیل اسلام د تدریس او تربیت لپاره فعال او د جاسوسی شبکو د مدارسو او دامونو نه خپل غیور ملت بی نیازه کړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸