خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

هند د ټيک ټاک په ګډون د چین پر ۵۹ اپلیکشنونو بندیز ولګاوه

ژباړه امین حسن

هندی چارواکي وايي د ټیک ټاک په ګډون د چین پر ۵۹ نورو موبایل اپلکشنونو یې بندیز وروسته له هغې ولګاوه چې د هند په لداخ نومي سېمه کې د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر جنجالونه رامنځته شول.

هندي چارواکي په دې اړه رسنیو ته ويلي دي، چې د هند د مځکنۍ بشپړتیا دفاع او د خپل ولس د ښېګڼې په خاطر یې پر یادو موبایل اپلکیښنونو بندیز لګولی دی.

هند چې په کومو موبایل اپلکېشنونو بندیز لګولی په هغو کې د ټېک ټاک، یو سي براوزر، کلش اف کېنګز، سي ایم براوزر، بیوټي پلس، ویګو ویډو، ډي یو براوزر، ونډر کېمره، فوټو ونډر، هېلو، لایکي او د ویډمیت په شمول ګڼ شمېر نور موبایل اپلکېشنونه شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *