خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د فرید احمد تسکین څو شعرونه

غزل

زه وجود یم بې مثاله ستایل شوی اطمېنان یم.
ستا د سترګو په ځنګل کې پېچ او خم یمه روان یم.

که زه شته یمه که نه یم؛ خو په یو ټکي ګردان یم!
دا چې زه یمه که ته یې په خپل ټول طاقت پنهان یم.

زه؛  خو هسې هم د ځان یم مینه ـ مینه یم انسان یم.
شمس له مانه مرور دی زه په خپله په لړزان یم.

دا د چا د زړه اواز یم، دا د کوم بلال اذان یم؟!
دا په کوم حالت کې هوش یم! دا د کوم حالت بیان یم؟!

زه وجود یمه موجود یم؛  زه موجود یمه وجود یم!
زه مې خپل ګامونه راشم بېرته خپل ګامونه وران یم!

ماته مه رانږدې کېږئ زه یو شور د زولنو یم.
زه تسکین یمه؛ سردار یم زه عارف د باچا خان یم.

فرید احمد تسکین پکتیا خپله مېنه
غبرګولی ۲۳ /۱۳۹۹/۳

*:ـ عارف د دریو نومونو په مانا راغلی دی.
اول ـ  ګران ملګری د لوی افغانستان داعي د پښتون ژغورنې مخکښ مبارز شهید سردار عارف وزیر افغان.
دوه ـ عارف د تصوف هغه مرتبه ده چې له سالک مرتبې وروسته حاصله کیږي.
دریم ـ عارف ملګری

غزل

زه د نړۍ بل شوپنهاور یم، تنها ښه دی ژوند
زه خپلې مینې ته پابند ښه یم، خود خوا ښه دی ژوند

پرېږدﺉ بېخوده یم، په خود ښه دی رسوا ښه دی ژوند
پرېږدﺉ په خپل ځان کې را توی شمه مېنا ښه دی ژوند

له مودې وروسته چا پوښتلی یم، چې ستا ښه دی ژوند?
ورته مې وویل تېرېږي بې له تا ښه دی ژوند

ښه ده چې رنګ په رنګ تضاد او ورخطا ښه دی ژوند
ښه ده په غاړه د هر چا دی په سزا ښه دی ژوند

ښه دی جنون، ښه دی یاغي مست په ګډا ښه دی ژوند
ښه دی تسکین د ځان په رنګ سر په سودا ښه دی ژوند

فرید احمد تسکین ـ پکتیا،  خپله مېنه
*: ارټر شوپنهاور د جرمني مشهور فیلسوف

رڼا یمه د فکر توره شپه راپسې مري
یو څوک لکه د خپل وجود سایه راپسې مري

په ما پسې غمجنه ده، په ماپسې ژړا کړي
په لاس کې دې مطربه سرینده راپسې مري

زه ولې وم، زه ولې یم، زه ولې د اسې شومه ؟!
زه څوک یمه، زه څه یم چې هغه راپسې مري

حیران یمه انسانه زمزمه راپسې مري
حیران یمه انسانه پریښته راپسې مزي

موده کیږي تسکین نشته پیاله راپسې مري
موده کیږي مستانه میکده راپسې مري

فرید احمد تسکین / پکتیا خپله مېنه

غزل

ژوند عذاب دى،شاعري ده او زه مرمه
جام خالي دى،بې خودي ده او زه مرمه

فلسفه د انسانېت به مې خراب کړي
مينه ستا باچاخاني ده او زه مرمه

مينه څه ده بس په تا پسې تلاش دى!
مينه څه ده رسوايي ده اوزه مرمه

بې له تا مې زندګي ده او زه مرمه
ستا همدا مسلماني ده او زه مرمه

بندګي ده او خدايي ده او زه مرمه
مينه ټوله ځان ځاني ده او زه مرمه

تسکين نشته ده جدايي ده او زه مرمه
ميکده مې بې ساقي ده او زه مرمه

فريد احمد تسکين/کابل احمدشاه بابا مېنه

غزل

ښه زه یمه، ښه ځه د خاموشۍ مانا به څه وي؟!
ښه ته یې ! د دې ډمې زنده ګۍ مانا به څه وي؟!

چې نه مې غواړې ولې رسوایي پر ما چپه کړې ؟
ښه زه دې لیونی، د لیونۍ مانا به څه وي ؟!

چې زه په زه کې زه یمه او ته په ما کې ته یې !
د دومره بنده ګۍ او د خدایۍ مانا به څه وي ؟!

منم چې دا نړۍ دې د تضاد په رنګ کې رنګ ده
؛خو دومره مې لږ پوی کړه د هستۍ مانا به څه وي ؟!

چې ته وایې همه ثنا، ستاینه دې زما وي
تسکین دې شم د داسې شاعرۍ مانا به څه وي ؟!

فرید احمد تسکین خپله مېنه سعود کتابتون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *