خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

نیمی| ژباړه: بارکوال میاخېل

لیکوال: ګلزارنیمی

ټولو به “نیمی” باله، بشپړ نه، پاو کم هم نه، بس نیمی… څنګه به یې نه باله چې په ونه لنډی وو، ګوره چې دا نوم چا پر ایښی و، که یې مور پلار وای چا به پوښتلي وای. چې په ښه او بد پوهېدلی و همدا نوم یې اورېدلی و او دا هم نه چې کله دې دا نوم بد پر لګېدلی وي، زړه دې یې بد شوی وي، هیڅ نه، تل به په مستۍ کې و، د خټکیو پلورونکي به ور ږغ کړل:

– نیمیه! دوکان ته لږ ګوره زه ډوډۍ خورم راځم.

نیمي به هم ډېر په خوشالۍ د ترازو لاستی په لاس کې ونیو او نعرې به یې پیل کړې:

– راشئ، د میسري ټوټې دي.

نیمي به کله خټکي خرڅول کله خورما، انا ته به یې له طبیبه د هاضمې دوا راوړله، د درېیم منزل د مذهبي مشر کیشواني لور به یې ښوونځي ته بېوله او مادهو مستري چې به کله مزدور پیدا نه کړ نو ده به خښتې ورسره بارولې، خو تر ټولو زیات خوند یې د ورا په مخ کې له نڅا اخیست، که به د هر چا ورا وه او لاره به یې خطا کړې دلته به تېرېده ده به پخپله دې یو میل سیمه کې مخته مخته خپل واړه- واړه لاسونه پورته ورسره غورځول، په وړو- وړو پښو به په نڅا ورسره روان وو. په دې ورځ‌ چې هلته د الیاس زرګر ورا روانه وه نو دی هم د خپل عادت له مخې مخته مخته په نڅا ورسره روان شو، پنډت ږغ هم پر وکړ:

– اې نیمیه! د مسلمان په ورا کې نڅېږې؟

نیمي لاسونه پورته پورته غورځول نڅا یې کوله، ورته ویې ویل:

– ډول خو د دواړو ډنګېږي او همداسې په یو رنګ ډنګېږي!.

نیمي به چې له دوولس کلنو ماشومانو سره لوبې کولې نو د هغوی همځولی به ښکارېده، خو چې هغوی به ښوونځي ته لاړو نو بیا به د محلې په منځ کې باغ ته لاړ او له بوډا مالي سره به یې وچې پاڼې ټولولې او د شپې به یې د پروفیسر صاحب له بېټکه اورلګیت را واخیست اور به یې ورکړ.

یو ځل پروفیسر صاحب یو زوړ کوټ ورکړ، نیمی چې دباندې را و ووت ویې کوت او مالي کاکا ته یې ورکړ:

– ګونۍ یې اغوستلو ته راکړه، په دې کې خو زما غوندې درې ځایېږي.

د چترپور محلې په پینځو ودانیو کې د اوسېدونکیو اتیا کورنیو شاوخوا درې نیم سوه سړي وو او نیمی په دې ټولو کورونو کې ګرځېده. په ده پورې د چا کار درېده هم نه او بې ده کېده هم نه، چې نیمی به نه وو نو لکه هغوی چې پوره نه وي، لکه څنګه چې له خلکو ډکه کورنۍ په پالونکې پیشۍ نوره ډکه شي چترپور محله همداسې په نیمي ډکه وه.

خو پرون هغه دا ټول کورونه تش کړل، غریبان یې کړل، د محلې په منځ کې را غونډو خلکو ته پروفیسر په چیغو وویل:

– تاسې ټول نیمګړي یاست، نیمی یاست او څوک چې تاسې نیمی بولئ، وګورئ، وګورئ هغه څومره پوره دی، څومره بشپړ.

دا خبره پرون پېښه شوه خو په اصل کې دوه کاله مخکې پیل شوه، بلکې تر هغه هم مخکې یوه خبره وه خو په هغه ډېر لږ خلک خبر دي.

د چترپور تر ټولو ښکلې نجلۍ رادها کملاني هغه ورځ‌ د هیرګنج له سیمې را روانه وه چې پر لارې درې لوچګانو ګیر کړه، یوه سترګه ورته ووهله، دویم شپېلکی ورته وواهه او درېیم په اوږه ووهله مخته تېر شو، نجلۍ ووېرېدله، هلته لرې د کوڅې په سر کې یې یو سیوری ولید او په زوره یې چیغه کړه:

– نیمیه!…

نیمي چې یې ږغ واورېد په منډه یې ځان ور ورساوه، رادها یې لاس ونیو:

– نیمیه ما خو تر کوره و رسوه.

نیمی هم په خبره پوه شو، له ځانه یې زمری جوړ کړ، رادها یې تر مړوند ونیوله او ورته ویې ویل:

– درځه…زه درسره یم.

نیمي د هغو درو لوچګانو له منځه رادها داسې و ایستله لکه د باد څپه چې تېره شي، خو په هغه شپه نیمي ته خوب نه ورغی، په لومړي ځل ورته و ایسېده چې عمر یې اته ویشت کالو ته رسېدلی. له بلې ورځې یې د ښوونځي له کوشنیانو سره لوبې پرېښوې او په دغه ورځ یې استري کړې جامې واغوستې، دا بدلون خلکو هم ولید او رادها هم، هغې تش په خندا ورته وویل: “څومره ښایسته! “.

نیمي ته لکه په ژوند کې چې نوی کار ور پیدا شوی وي. د پیره دار! د ساتونکي! په رادها ښه لګېده، نیمي به هغه سهار کالج ته رسوله، کله کله به یې څه کتابونه هم ورسره واخیستل، کله به ماښام ورغی او له هغې خوا به ورسره راغی، خو یوه ورځ‌ یې رادها زړه ور مات کړ، هغه به له جګدېش سره لیدو ته تله چې نیمي به رسوله، خو پر جګدېش دا ښه ونه لګېده او اعتراض یې وکړ، رادها هغه و راټه:

– څنګه څنګه…پر ده شک کوې؟ پر دې نیم سړي!.

بس تر دې مخته نیمي نور څه وا نه ورېدل او ترې را ستون شو، له را رسېدو سره یې په کوڅه کې پراته سپي ته پلتې (لغتې) ونیولې، ډېر یې وواهه او بیا لکه پخپله چې هم زخمي شوی وي لاړ پر خپله چوتره پرېووت.

له بلې ورځې نیمی ډېر بدل شوی وو، خلک ورته ډېر حیران وو، چې چا به هم د کوم کار ورته وویل، ده به ترې وپوښتل:

– پیسې به راکوې؟

– پیسې؟…ته په پیسو څه کوې؟

– هر څه چې په کوم!…

سوکه سوکه د نیمي په سندوخ کې رنګ په رنګ نوټونه او سیکې جمع شوې. څو میاشتې وروسته رادها واده شوه، په زوره- زوره سندرې ږغېدې او د کوڅې له کونجه د بېنډ باجې ږغونه راتلل، نیمي ته یې زغمل ګران شو، هغه لاس پښې یې رېږدېدل چې په داسې وخت کې به یې په نڅا کې پورته پورته غورځول، په بیړه ولاړ شو، له سندوخه یې ټولې پیسې ور واخیستې او د چترپور محلې د “سي” ودانۍ د دیارلسم نمبر اپارتمان دروازه یې ور وټکوله، په دیارلس نمبر اپارتمان کې ستیه اوسېده، یواځې او بدنامه ستیه، د چترپور ډېرو خلکو غوښتل چې هغه له دې ځایه لاړه شي ځکه ډېر خلک د شپې وخت ناوخته لیدل شوي وو چې د دې له اپارتمانه به وتل یا به ور ننوتل، نیمي دا هر څه لیدلي وو، په پوهېدلی هم وو خو څه یې نه ویل او نن….!

ګوره چې په اپارتمان کې دننه څه وشول خو نیمی پوره اووه ګنټې وروسته هغه وخت د ستیې له کوره را و ووت چې د رادها ورا تللې وه.

له دې وروسته به نیمی اکثر د ستیې کره ورته، پر خلکو ډېره بده لګېده چې ستیې له نیمي سره هم په اړیکو جوړولو کې سپما ونه کړه او دوی دا نه شوای زغملای چې له کومې ښځې سره د دوی راشه درشه ده هغه دې له دې لنډي سره هم اړیکې ولري، که هغه حتی کاسیره هم وي، بس د ستیې په ضد ټوله محله را پورته شوه، یو دوو ځوانانو خو هغه و هم واهه، نیمی ناارامه شو، تر وهلو خوړلو وروسته یې بیا ستیې ته ځان ورساوه، هغه پر بستره پرته وه، ناروغه ښکارېده، نیمي په سپینو ساده ټکیو کې ورته وویل:

– ستیې زه له تا سره واده کوم.

ستیې ور وکتل او له “هون” ویلو سره یې بلې خواته اړخ بدل کړ. نیمي هغه تر مړوند ونیوله او خپلې خواته یې کړه:

– ولې؟ له ما سره واده نه شې کولای…زه سړی نه یم؟ ته مې هم نیمی ګڼې؟

ستیې په ډکو سترګو ور وکتل او ویې ویل:

– ارام ته مې پرېږده نیمیه! زه نه یم جوړه.

د ستیې مړوند د نیمي له لاسه وښویېد:

– سمه ده بیا نو مړه شه! دوزخ ته لاړه شه.

له دې خبرې سره یې مخ ترې واړاوه، په بیړه له وتلو سره یې دروازه په زوره را بنده کړه او په زینو را کښته شو. له دې وروسته نیمی ټول کال هملته په چترپور محله کې وو، خو له “سي” ودانۍ سره قصداً نیژدې نه تېرېده، د ستیې په اړه یې رنګا رنګ خبرې اورېدې، یو چا ورته ویلي وو چې د ستیې ماشوم زېږېدلی دی او دا خبره د چترپور محلې خلکو نه شوای زغملای، د ستیې په مرګ پسې شول…. “دا وباسئ…. اپارتمان په خالي کړئ! “خو بیا هم ستیې په څه نه څه شکل شپږ میاشتې تېرې کړې.

خو یوه ورځ نیمی د راشن کڅوړه په شا را اخیستې محلې ته را ننووت، څه ګوري چې تر “سي” ودانۍ لاندې د خلکو ګڼه ګوڼه ده، ده له چا پوښتنه هم ونه کړه خو یو تن ورته وویل چې ستیې زهر خوړلي دي. نیمي په بیړه د ودانۍ د زینو پر لور منډې کړې، له هغه بېخي هېر شول چې په شا یې د راشن کڅوړه ده او لاندې یې هم پرېښوولای شي. ګوره چې خلکو هم څنګه هغه ته لاره ورکوله او اخر هغه د دیارلسم نمبر اپارتمان وره ته ور ورسېد، څه ګوري چې د ستیې مړی اوس هم پر پلنګ پروت دی او شپږمیاشتنی ماشوم یې له مړي سره لوبې کوي.

په ټوله محله کې د پروفیسر ږغ ازانګه کوله:

– دا ماشوم په همدا تاسې کې د یو چا دی، تاسې ټول د هغې کره ورتلئ، زه پوهېږم په تاسې کې دومره انسانیت خو شته چې د هغې مړی وسوځوئ….خو دا ماشوم….ماته ووایئ دا ماشوم به څوک قبول کړي؟

ټول خلک لکه بوتان غلي ولاړ وو.

ناببره د نیمي له لاسه د راشن کڅوړه لاندې وښویېده، ټولو په ده کې سترګې ښخې کړې وې، نیمی په مړو- مړو ګامونو ورغی ماشوم یې ور پورته کړ او بې له دې چې چاته وګوري ماشوم یې په اوږه پورې نیولی د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له چترپور محلې و ووت. 

د پروفیسر ږغ تر اوسه ازانګه کوله:

– تاسې ټول نیمګړي یاست، نیمی یاست او څوک چې تاسې نیمی بولئ، وګورئ، وګورئ هغه څومره پوره دی، څومره بشپړ دی.

پای

ژباړه: 28 جون 2020م کال

ویرجینیا- امریکا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *