خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د یوه ښه واکمن ځانګړنې| جنرال دولت وزیري

یو ښه واکمن د ټولنې د الهام سرچینه وي او ملت ورباندې ویاړي، یا هم د خپل راتلونکي لیدلوري د هغه د ښو کړنو په رڼا کې ټاکي. یو بد واکمن هم په ټولنه کې یادېږي خو په بد نوم. خلک د هغه له ناوړه ګړنو د ځان او ټولنې د ساتنې هڅه کوي.

د یوه هېواد واکمنان (مشران) تر ډېره پورې د هغه هېواد د خلکو په لیاقت، دود، دستور او پوهې پورې اړه لري، ځکه مشران هم د خپلې ټولنې مستقیم انعکاس او روح وي.

ځینې واکداران ښايي د خپلو ښو کړنو له مخې د تل لپاره په ښه نامه یاد شي او ملت ورباندې وویاړي، خو ځینې به یې په کرغېړنو شخصیتونو بدل شي او ملت به یې تل په بدو یادوی.

یو ښه واکمن د ټولنې ځوان پوړ ته د یوې بېلګې په توګه ورښوول کېږي او د هغه د ښو کړنو په رڼا کې یو ملت د خپل روښانه راتلونکي لیدلوری ټاکي.

دوی کېدای شي چې ښه او یا بد شي، دوی اتلان او ظالمان هم کېدای شي. د ځینو ټولنو وګړي، د خپل لوړ شعور او تدبر له کبله پر سیاسي واکمن قشر پوره اغېز او پر سیاسي پرېکړو پوره نفوذ لري.

که ښه شي له دوی اتلان جوړیږي او ملت يې د تل له پاره د خپلو مشرانو او اتلانو په توګه یادوي.

          خوشحال بابا وايي:

چې د خلکو نیکخواهي لري په زړه کې

 مبارک شه پادشاهي لري په زړه کې

او که بد شي له دوی ظالمان او غداران جوړېږي، ملت هم په راتلونکي کې دوي ته د ظالم او غدار لقب ورکوي او تل يې د غدار او ظالم په نامه یادوي.

       رحمان بابا به ویل:

     په آدم کې د حیوان خویونه هم شته

بیا هله يې آدم بوله چې آدم شي

چې اغوستی يې لباس وي د پاکانو

 د ناپاکو چارې کاندې خر به ګرم شي

د امیر شیرعلي خان (زېږېدنه،  ۱۸۲۵م کال- مړینه د ۱۸۷۹م کال د فبرورۍ ۲۱مه) دوه زامن يې ژوندۍ بېلګې دي.

سردار محمدایوب خان (زېږېدنه، ۱۸۵۷م کال- مړینه د ۱۹۱۴م کال د اپرېل ۷مه) د خپلو نیکو کړنو له مخې چې څو دنیا اباده وي د خلکو له خوا به د اتل او نېک مشر په نامه یادېږي او بل زوی يې سردار محمد یعقوب خان (زېږېدنه ۱۸۴۹م کال- مړینه د ۱۹۲۳م کال د نوامبر ۱۵مه) له ملت او هېواد سره د غدارۍ له مخې د خلکو له خوا به تل ټرټلی وي

شاه شجاع (زېږېدنه د ۱۳۳۳م کال مارچ- مړینه د ۱۳۸۴م کال د اکتوبر ۹مه) او وزیر محمد اکبرخان (زېږېدنه د ۱۸۱۶م کال د اکتوبر ۱۵مه- مړینه ۱۸۴۵م کال) هم په ټولنه کې يو د اتل او بل د غدار په نومونو پېژندل شوي دي. د یوه په نامه کوڅې او مېنې نومول شوې دي لکه د وزير محمداکبر خان مېنه، او د بل له نامه څخه ټول نفرت لري او په یادولو يې شرمېږي، یا هم شریر اشخاص ورسره تشبیه کېږي.

مشر هغه وخت د خپلو خلکو ملاتړ او د خپل ملت په منځ کې ښه او نیک نوم تر لاسه کولای شيو چې تل د خپل ملت په مقابل کې له بشپړې هوښیارۍ انسانیت، انصاف، عدالت، زړورتیا او جدیت څخه کار واخلي. همدغه اوصاف دي چې مشر ته خپل ملت ښاغلی وايي، احترام او ملاتړ يې کوي.

که مشر هوښیار وي، تل به پر حالاتو، بدلونونو او پر را منځ ته شوي وضعیت حاکم او پر خپل وخت به پر ځای عمل کوي.

 که عادل وي ملت به د ده له کړنو راضي او که د لوړ انساني خوی خاوند وي، پر ملت به ګران او تل به خپل نېک احساسات د ده په مقابل کې څرګندوي.

افلاطون به ویل:

«یو ښه حکومت هغه وخت شونی دی، چې د دولت او حکومت په سر کې ډېر اهل، مسلکي او باتجربه کسان ځای پر ځای وي. د داسې کسانو معیار عدالت، انصاف او زرورتیا وي، ځکه چې عادل کس د ټولنې او حکومت له پاره د نېکو اخلاقو او لوړ شخصیت بېلګه وي. هېڅ وخت به ناوړه کارونه نه کوي، ټول وخت به د خپلې ټولنې عزت او پت ساتي. زړورتیا، زړه سوی او ښه اخلاق هم د عادل مشر ځانګړني دي.»

      رحمان بابا وايي:

      ځان ژوندی پر ځمکه ښخ کړه لکه تخم

   که لويي غواړې د خلکو خدمتګار شه

 په انګریزۍ کې د یوه ښه واکمن او رهبر لپاره لاندې ځانګړنې خورا مهمې ګڼل شوې دي. لومړی دا چې صداقت او شفافیت ته ژمن وي. دویم دا چې پر ځان باور ولري. درېیم دا چې نورو ته د الهام سبب شي. څلورم دا چې ژمن وي او خپلې چارې د زړه له اخلاصه ترسره کړي. پنځم دا چې ښه تفاهم وکړي. شپږم دا چې د پرېکړو وړتیا ولري. اووم حساب کتاب ته هر وخت چمتو وي. اتم دا چې نورو ته هم پرمختګ زمینه برابره کړي. نهم دا چې خلاق او نوښتګر وي. لسم دا چې نورو ته خپل سوچ ورسولی شي. یوولسم دا چې د ستونزو په وړاندې د مقابلې او مبارزې وړتیا په ځان کې ولري. دوولسم دا چې ښه ذکاوت ولري. دیارلسم دا چې خاکسار وي. څوارلسم دا چې له شفافیت څخه مخ ونه ګرځوي او پنځلسم دا چې یو لید او لوی هدف ولري.

ضرور هم نه ده چې خامخا یو واکمن دې دا ټولې ځانګړنې په ځان کې ولري، خو هغه کسان چې ورباندې راټول دي او د ده په مهمو پرېکړو کې رول لري، باید له دغو ځانګړنو برخمن وي.

 که واکدار زړور وي، هېڅکله به فرصتونه له لاسه نه ورکوي او هر کار به په بشپړه زړورتیا ترسره کوي. که جدي او سختګیره وي، غداران او مفسدین به له ده وېره کوي او د ده له وېرې به له ملت سره پر یوه لار روان وي.

 له یوه مشر سره ښايي چې د یوې غوره ادارې د رامنځ ته کولو په خاطر له دوو لارو کار واخلي. یوه د قانون لاره ده چې دا لاره د انسانانو لپاره ده او بله د زور او ځواک لاره ده چې دا لاره بیا د انسانانو په جامه کې د ځناورو له پاره ده.

عادل او پاک زړي واکداران تل د جهالت پر ضد مبارزه کوي او تل په ډېره ايماندارۍ او امانتدارۍ خپله دنده سر ته رسوي او هېڅکله د ټولنې د منل شویو دودونو خلاف کار نه کوي.

دوی خپل ټول ژوند د خلکو او هېواد ته د چوپړ په لاره کې تیروي او په مقابل د هېڅ ډول مادي امتیازاتو د لاس ته راوړلو په لټه کې نه وي د خلکو شتمني ته لاس نه ور اوږدوي او نه د خلکو پت او عزت په بده سترګه ګوري.

افلاتون به ویل:

«پوه او زړور واکداران تل د کارونو او ادارو په سر کې داسې کسان ټاکي چې زده کړي وي، له وطن او خپلو خلکو سره مینه ولري، د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي او پر خپلو ور سپارل شوو دندو کې د بشپړ تجربې او وړتیا خاوند وي. داسې کسان تل د هېواد په ګټه کار کوي او د بل په کار کې لاسوهنه نه کوي.تل ملي ګټې  د خپلو شخصي ګټو له پاره نه کاروي.»

د يوې ټولنې د پرمختګ او متوازنې ودې له پاره زده کړه ډېره اړینه ده، ځکه د زده کړې له لارې واکمن کولای شي، وېده ټولنه راویښه او د پرمختګ پر لوري يې سوق کړي.

 ښه نظام یوازې د لوستو کسانو په مټ رامنځته کېدای شي، ځکه پوهه او زده کړه په انسانانو کې ټولنیز شعور ته وده ورکوي او له ټولنیز شعور سره د ټولنې هر فرد خپل ټولنیز مسوولیتونه په ښه شکل پېژندلای شي او بیا خپل مسووليتونه د ټولنې په مقابل کې په ښه بڼه تر سره کوي.

افلاطون وايي:

«کوچنیانو ته د زده کړې پر وخت مه وايئ چې دا هر څه چې کېږي د خدای(ج ) له خوا تر سره کېږي. ماشومانو ته يوازې ووايئ چې دا ښه کارونه د خدای تعالی له خوا تر سره کېږي. د خرابو کارونو منسوبول خدای تعالی سره ظلم دی.»

پوهه، زده کړې او نېک کارونه د دې له پاره نه دي چې انسان یوازې په خپله نېکمرغه شي، بلکې له دې سره ټولنه نېکمرغه او هوسا کېږي.

دا ټول د یوه هوښیار او هېواد ته ژمن واکمن پورې اړه لري چې خپلې ټولنې ته پر کومه خوا حرکت ورکوي او د ټولنې اداره او رهبري د کومو اشخاصو په لاس سمبالوي. ملي ګټو ته پر ژمنو کسانو اتکا کوي او که خپل واک د ټوپکسالارانو، غلو او مفسدینو سره شریکوي.

بلغاريايي لیکوال دوکتور ویسیلین بوژکوف لیکي:

«په فنلند کې مې له یوه ښوونکي څخه پوښتنه وکړه چې په ښاري سرويسونو کې ولې د ټکټ د کنټرول مامورین نه شته؟ د هغه ځواب دا و چې زموږ باور پر ملت دی نه د ټکټ د کنټرول پر مامورینو، ځکه که پر ملت باور ونه کړو، نو مجبور یو چې د ټکټ د کنټرول مامورینو د کنټرول له پاره نور مامورين وټاکو.»

د يوې داسې ټولنې جوړولو له پاره چې د کنټرول مامور ته په کې اړتیا نه وي،  ملي ګټو ته د ژمن واکمن پر غاړه دي، نه دا چې واکمن په خپله غل، شاو خوا يې غله او ټوله دار او دسته يې غله او داړه ماران وي.

دا سمه ده چې یو واکمن به د بخت او یا چانس له لارې واک ته ورسېږي، خو د واکمنۍ ټینګول او هېواد ته ګټور تمامېدل ډېر ستونزمن کار دی. ځکه ملي ګټو ته د ژمنتوب تر څنک، کلک هوډ، زړورتیا، مسلکي کاري ټیم  ښه قانون، قانون ته ژمنتیا او د ښې او لوړې انګېزې او د لوړ مورال تر څنګ په ښوونه او روزنه او ښو وسلو سمبال وسله وال پوځ ته اړتیا ده.

د یوه غښتلي او د هېواد ملي ګټو ته  ژمن وسله والو ځواکونو په نه شتون کې به واکمن کمزوری، ویرندوکی او تل به يې اتکا پر بخت او طالع وي، چې دا د ملت په ګټه څه بلکې ملت سپکاوي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *