خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

نظر/اجمل پسرلی

د دریم منزل کړکۍ یې پرانیسته، پرې کړې ساه یې واخیسته لکه سلګۍ چې یې وي.  شمال دفتر ته راننوت. چوکۍ یې ورکش کړه. د پاڼو پر سر یې سټیپلر کیښود. د رییس ایمیل یې بیا له سترګو تیر کړ:

« سه شنبې په کار کې غفلت شوی… »

«چا شیطاني ورته کړې؟»

کړکۍ ته ودرید. لاندې پر سړک  سګریټ پلورونکي پر چورۍ د خپلې ریړې د سر خاورې پاکولې.

« بختور د خپل سر پاچا دی»

د سګریټو ډبی یې پرانیست. ویې شمیرل اوولس سګریټه پکې و. ډبی یې د کمیس په جیب کې کیښود. له دفتره ووت. د سګریټ پلورونکي کراچۍ ته ودرید:

-مارلبرو مې پکار دي

هغه ورته ونیو. ده د قوطی تر ملا نری تار ورو پرانیست:

-ژوند څرنګه دی؟

سګریټ پلورونکي د ده د کمیس جیب ته وکتل:

-د خدای فضل دی

ده نکټایي سسته کړه، د کرتۍ د جیب دننه یې پر خپل لایټر ګوتې ووهلې. د سګریټو له نوي اخیستي ډبي یې یو سګریټ په شونډو کې ونیو:

-لایټر شته؟

هغه سګریټ ورته بل کړ. ده د سړک خواته لوګی پف کړ. سګریټ پلورونکي ته یې وویل:

-شکر په سر رییس نه لرې

-هر پولیس او د ښاروالي نفر زموږ رییس دی صاحب

ده نیم څکولی سګریټ تر پښې لاندې کړ. دفتر ته ستون شو. رییس په دهلیز کې قدم واهه :

-چیرته وې درې ځله مې زنګ درته وواهه هاغه د اجنډا ایمیل لا نه دی راغلی، بیخي په کارونو کې غرق یم؟

د کرتۍ له جیبه یې د سګرټ ډبی راوایست:

-سګریټ مې خلاص شوي و

رییس د ده د کمیس پورتني جیب ته وکتل:

-په پورته جیب کې دې دا خالي قوطی ولې ایښی

ده تندی په ګوتو ټینګ کړ:

-سر مې درد کوي

-راشه له ما سره په دفتر کې ګولی شته

رییس ګولۍ او د اوبو ګیلاس ورته ونیو. ده ګولۍ تیره کړه. خپل ځای ته راغی. شمال د میز د سر کاغذونه شیندلي و. له کړکۍ یې سر وروایست. د سګریټ پلورونکي د ریړې پر سر د نظر مات سره ټوټه شمال ته رپيده.

پای

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *