خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

پینځه ویشت څلور یونیم سل | ژباړه: بارکوال میاخېل

لیکوال: اوم پرکاش والمکي

د لومړۍ تنخا روپۍ په لاس کې نیولې د سدیپ زړه د محرومیو په ژورو تیارو کې د رڼا له هیلو ډک شوی وو. پر بدن یې یوه داسې خوشالي محسوسېده چې د موندلو لپاره یې ده د بې شمېره اغزنو بوټو په منځ کې خپله لاره جوړه کړې وه. په ورغوي کې د ټینګو نیولیو پیسو تودښت یې په رګ- رګ کې غزېدلی وو. په لومړي ځل یې دومره پیسې پر یوه ځای لیدلې وې.

سدیپ غوښتل په حال کې ژوند وکړي خو ماضي تر شا ورپسې وه او هره شېبه به یې په ذهن کې د حال او ماضي تر منځ جګړه روانه وه، محرومیو ګام پر ګام هغه تېرایستی وو خو بیا یې هم په څه نه څه چل ځان ژغورلی وو، ځکه نو دې مازې نوکرۍ هم هغه ته ډېر ارزښت درلود.

په نوې نوکرۍ کې رخصتۍ په ګرانه پیدا کېږي، ده ته هم رخصتي په اسانه نه وه ورکړل شوې خو ده د یکشنبې په رخصتیو کې زیات کار کړی وو چې په بدل کې یې دوې ورځې رخصتي ورکړل شوه. ده غوښتل د لومړۍ تنخا خوشالي له خپل مور پلار سره ووېشي. هغه د ښوونځي د زدکړې او نوکرۍ تر منځ د وخت او حالاتو ژوره کنده نه شوای پټولای، خو بیا هم په کنده کې چې څه وو د تسلۍ وړ یې ګڼل او د ده تکلیف یې څه نه څه کمولای شو. د درد و غم څو شېبې چې سره ووېشل شي تکلیف یې کم شي، ده د دې شېبې په تمه اوږد مزل کړی وو، یو داسې مزل چې د ورځې شپې او د عزت او بې عزتۍ تر منځ یې هیڅ توپیر نه وو.

له ښاره کلي ته تر دوې- دوه نیمې ګنټې زیات وخت لګېده، ځکه نو هغه سهار له خپل ځایه وتلی وو او اډې ته له رسېدو سره یې بس موندلی وو، په بس کې زیاته ګڼه ګوڼه وه او ډېر په ګرانه یې د ناستې ځای وموند.

د بس کنډکټر یوه مسافر ته په غوسه وو، په هسک ږغ یې په ترخه لهجه وویل:

– دا سامان واخلئ پر چت یې کښېږدئ، لاره مو بنده کړې ده، د چا دی دا سامان؟

یوه ډنګرکي کلیوال په ټیټ ږغ جواب ورکړ:

– جي دا زما دی.

کنډکټر د هغه خوار وجود ته په کتلو خپل ږغ نور هم سخت کړ او په بوړزن انداز یې ورته وویل:

– چې ستا دی نو له ځان سره یې کښېږده، لاره دې په بنده کړې ده، وایې خله

کلیوال عاجز غوندې په عجیبه انداز ورته وویل:

– صاحبه نیزدې کوزېږم

سدیپ چې کله هم څوک داسې په عاجزۍ وویني نو د پلار څېره یې مخې ته ودرېږي او د بدن هر بند یې داسې ټکاری پیل کړي لکه څوک یې چې سوکه سوکه پر بدن ارۍ چلوي. کنډکټر ته یې وکتل، د هغه پنډ بدن داسې ناارامه وو تا به ویل اوس به جامې څیرې کړي او ترې را وبه وځي. د ځنګلي خنځیر غوندې یې په پان رنګېدلیو غاښونو د مخ بدرنګي لا زیاته کړې وه. سدیپ ته داسې ښکارېده لکه د ځنګل خنځیر چې د بس په ګڼه ګوڼه ننوتی وي، په ویره یې همسفر ته وکتل چې له ټولو بې پروا پخپلو خیالونو کې ورک وو او داسې ښکارېده چې تر اوسه لا د بېچارګۍ له حالته نه دی وتلی.

د سدیپ په روح کې د پلار څېره را ژوندۍ شوه، هغه ورځ ور په یاد شوه چې پلار یې دی د داخلې لپاره ښوونځي ته بېولی وو. د دوی د کلي کوشنیان ښوونځي ته نه تلل، ګوره د ده پلار ته څنګه چورت ور ولوېد چې خپل زوی باید په ښوونځي کې داخل کړي ځکه چې په ټول کلي کې یې د لیک لوست خواته د چا پام نه وو.

پلار یې غټ غټ ګامونه اخیستل، سدیپ نه شوای ورپسې رسېدای منډې یې پسې وهلې، ده خیرن غوندې بدرنګه کمیس او نیکر ته ورته برګ دسمال اغوستي وو چې شېبه په شېبه به یې ور پورته کاوه.

پلار یې د ښوونځي برنډې ته له رسېدو سره سم یوه شېبه وچ ودرېد، بیا سوکه- سوکه د ښوونځي پر کوټو وګرځېد، ور ویې کتل، په ټولو کې کوشنیانو په تیاره کې سبق وایه. ښوونکي یې پر چوکیو د ګوتو په سرو ناست بېړۍ یې څکولې یا خوب وړي وو، پلار یې په ګل سینګ ماسټر پسې ګرځېده، په دوو- درو کوټو کې تر کتلو وروسته یوې کوچنۍ کمرې ته ور وګرځېد، چې تر نورو پکې زیاته تیاره وه، ګل سینګ ماسټر یواځې ناست وو بېړۍ یې څکوله. د سدیپ پلار یې چې په وره کې ولید پخپله دباندې ور و ووت، پلار یې د هغه په لیدو له عاجزۍ په ډک ږغ ورته وویل:

– ماسټرجي دا ماشوم تاته در پرېږدم، یو دوه توري به ووایي ستا غوندې سړی به ځنې جوړ شي، لږ به زموږ زندګي هم ورسره ښه شي.

له سدیپه د پلار دغه بڼه هېره نه شوه، هغه ګل سینګ ماسټر ته دواړه لاسونه د زارۍ په ډول نیولي وو. ګل سینګ ماسټر د بېړۍ پاته ټوټه د ګوتې په زور لرې وغورځوله او بیا د سدیپ له پلار سره د ښوونځي د هیډماسټر کمرې ته ورغی.

سدیپ په ښوونځي کې داخل شو، پلار یې خوشاله وو، په خوشالۍ کې یې هم هغه عاجزي ښکارېده، هغه په ټیټ سر ماسټر ګل سینګ ته سلام وکړ او روان شو.

بس ځنګېده روان وو، شاوخوا مسافرو د بېړیو او سګرېټو لوګي داسې بادول تا به ویل چې ټول به خپل خپل فکرونه او پرېشانۍ د لوګیو په وریځو کې ختم کړي. سدیپ د خپل څنګ د کړکۍ ښیښه کش کړه، د تازه باد نرمه څپه بس ته را ننوته.

ده ته د ښوونځي ورځې یو په بل پسې ور یادې شوې، دویم ټولګي ته په رسېدو دی له تکړه زده کوونکو ګڼل کېده، پر ټوله ټولنیزه کرکه او توپیري چلند برسېره هغه په ډېره مینه ښوونځي ته تۀ، په ټولو مضامینو کې ښه وو، خو له ریاضي سره یې زیاته جوړه وه.

ماسټر شیوناراین د څلورم ټولګي شاګردانو ته ویلي وو چې تر پینځلس پورې پاړه (ضربِ زباني) په یاد زده کړي خو د سدیپ مخکې لا تر څلرویشت پورې پاړې ښې په یاد وې، ماسټر شیوناراین شاباسی ورکړی وو او ورته ویلي یې وو چې د پینځویشت پاړه یاده کړي.

سدیپ له ښوونځي کور ته د ستنېدو په وخت لا د پینځویشت د پاړې یادول پیل کړل، په زوره- زوره یې په هسک ږغ له ځانه سره ویله، پینځویشت یو پینځویشت، پینځویشت دوه پینځوس، پینځویشت درې پینځه اویا، پینځویشت څلور سل….؟

پلار یې له دباندې ستړی ستومانه کور ته راغلی وو، سدیپ یې چې د پینځویشت د پاړې په یادولو ولید له څېرې ډاډمن ښکارېده، ستوماني یې هېره شوه او د زوی څنګ ته کښېنوست، هسې خو هغه تر شلو مخته شمېر هم نه شوای کولای، خو د پینځویشت پاړه د هغه د ژوند مهم پړاو وو چې څو واره یې د بېلابېلو خلکو په منځ کې تکرار کړې وه، کله به یې چې هم دا پېښه یادوله نو پر څېره به یې یو عجیبه غوندې باور لیدل کېده.

سدیپ د پینځویشت پاړه تکرار کړه او چې څنګه یې پینځویشت څلور سل وویل، پلار یې سمدستي ودراوه او ډېر په باور یې ورته وویل:

– نه زویه پینځویشت څلور سل نه….پینځویشت څلور یونیم سل.

سدیپ په حیرانۍ پلار ته وکتل، د هغه د پوهولو په لهجه یې ورته وویل:

– نه بابکه…پینځویشت څلور سل….دا وګوره د حساب په کتاب کې لیکلي دي.

پلار یې سوکه ورته وویل:

– زویه ماته کتاب څه را ښکاره کوې زه خو حرف هم نه پېژنم، ماته خو تور اکثر د ګامېښې برابر دی، خو بیا هم دومره پوهېږم چې پینځویشت څلور یونیم سل کېږي.

سدیپ په معصومیت وویل:

– په کتاب کې صفا- صفا لیکلي دي چې پینځویشت څلور سل.

پلار یې په لنډه ساه ورته وویل:

– ستا په کتاب کې خو غلط هم کېدای شي…. که نه وي نو بیا چودري درواغ وایي؟ ستا تر کتاب چودري صاحب ډېر لوی سړی دی، له هغه سره پنډ- پنډ کتابونه دي….هغه ستا هېډماسټر نه دی هغه هم د چودري صاحب پښې مچ کړې دي، نو بیا به هغه غلط وایي، ماسټر ته وایه سم- سم یې را ښیه.

سدیپ ژړغونی شو:

– بابکه….. ته وا په کتاب کې نو غلط لیکلي دي.

– ته لا ماشوم یې، ته په دنیادارۍ څه پوهېږې، د لس کالو مخکې خبره ده ته لا نه وې زوکړی مهتاري ناروغه شوې وه، د پاتېدو هیله یې نه وه، د ښار په لوی ډاکتر مو علاج ورکړی وو، ټوله خرچه خو همدې چودري صاحب راکړې وه، پوره د سلو کړک لوټ….داسې اوږد د شنه رنګ لوټ (نوټ) وو، د ډاکتر فیس، دوایانې، ټولې سل روپۍ لګېدلې وې، چې مور دې جوړه شوه او د ولاړې او ګرځېدو شوه نو زه څلور میاشتې وروسته د چودري صاحب حوېلۍ ته ورغلم، تر سلام او روغبړ وروسته مې چودري صاحب ته وویل:

‌”چودري جي زه خو غریب سړی یم، ستا په مهربانۍ مې مېرمن له مرګ بچ شوه، ګنې بچي به مې یتیمان شوي وای، تا سل روپۍ راکړې وې د هغو حساب را وښیه، زه به سوکه- سوکه پور در پرې کړم، پر یوه ځای یې وس نه لرم چودري صاحب”. چودري جي راته ویل: “ما په بد وخت کې ستا مرسته وکړه اوس نو په ایماندارۍ ټولې پیسې راکړه، پر سلو روپیو هره میاشت پینځویشت روپۍ سود کېږي، څلور میاشتې شوې دي، د سود پینځویشت څلور یونیم سل شوې، ته خپل سړی یې له تا به زیاتې څه اخلم، له یونیم سلو شل روپۍ کمې کړه دا مې تاته در پرېښووې، پاته شوې یو سل دېرش، د څلورو میاشتو یو سل دېرش اوس راکړه، پاته شوې اصل سل روپۍ، چې کله دې پیدا کړې را یې کړه، میاشت په میاشت یې سود راکوه”.

اوس ووایه زویه، پینځویشت څلور یونیم سل کېږي که نه، چودري ښه او عزتمن سړی دی چې شل روپۍ یې را پرېښووې ګنې په دې زمانه کې څوک چاته پیسې ور پرېږدي؟ خپل د شیوناراین ماسټر پلار لوی ماسټرجي ته وګوره، نیمه پیسه هم نه پرېږدي، بېګار لا جلا راڅخه اخلي ته وا بېګار یې حق دی، ټوله ورځ مې ګونډې ماتې شي خو د مزدورۍ په نامه تش لاس، ښکنځا لا جلا، ښکنځا خو داسې راته کوي ته وا د وید منتر وایي.

سدیپ د پینځویشت پاړه تکرار کړه، پینځویشت یو پینځویشت، پینځویشت دوه پینځوس، پینځویشت درې پینځه اویا، پینځویشت څلور یونیم سل….

بله ورځ‌ په ټولګي کې ماسټر شیوناراین سدیپ ولاړ کړ، چې د پینځویشت پاړه واوروي. سدیپ ولاړ شو او ښه په ولوله یې په هسک ږغ پاړه پیل کړه:

– پینځویشت یو پینځویشت، پینځویشت دوه پینځوس، پینځویشت درې پینځه اویا، پینځویشت څلور یونیم سل….

ښوونکي د هه ږغ پر وکړ سدیپ ناببره غلی شو او په پټه خوله یې د استاد خولې ته وکتل. استاد شیوناراین پر چوکۍ پښې ایښې کروغ ناست وو. له بلې بېړۍ یې کش وکړ او ویې ویل:

– اې بنګيه، پر مخ یې ولې نه وایې؟ هېره دې شوه که څه؟

سدیپ‌ بیا پاړه پیل کړه او له مخې سره یې بیا پینځویشت څلور یونیم سل ووایه. استاد شیوناراین په رټلي انداز ورته وویل:

– اې! تورنګه، یونیم سل نه، سل، سل!

سدیپ په ویره- ویره وویل:

– ماسټر صاحب! پلار مې وایي پینځویشت څلور یونیم سل کېږي.

ماسټر شیوناراین غوسه شو، سدیپ یې ونیو او پر مخ یې یوه چپلاخه وواهه، سترګې یې رډې را وتلې وې چیغې یې وهلې:

– چې پلار دې دومره لوی عالم دی نو بیا ته دلته مور ورکوې، کنجره، تاسې ته چې هر څومره لیک لوست در وښیو هماغه شیان به یاست……ماغزه مو له ګنده ډک دي. د لیک لوست سپېڅلتیا خو په تاسې کې راتلای نه شي، ورشه سم یې ووایه…..پینځویشت څلور سل….له کومه مو بیا په ښوونځي کې لږ وستایلې چې پښې دې پر مځکه نه لګېږي، ژبه لا هم چلوې، سرچپه جواب وایې.

سدیپ په سلګیو کې پینځویشت څلور سل ووایه او په یوه ساه یې ټوله پاړه واوروله.

د دې ورځې پېښې د ده په ماغزو کې ګډوډي پیدا کړه، که ماسټر صاحب سم وایي نو بابک یې ولې غلط راښیي او که بابک سم وي نو ماسټر صاحب یې ولې غلط راښیي، بابک وایي چودري لوی سړی دی، درواغ نه وایي. د هغه په زړه کې بړبوکۍ را پورته شوه. د نرم زړي او معصوم کوشني پر زړه یې داغ جوړ کړی وو چې له وخته سره نور هم غټ شوی وو. په ویښه او خوب کې، په ناسته او ولاړه کې پینځویشت څلور یونیم سل هغه پرېشانه کړی وو.

په ماشوماتوب کې یې پر زړه جوړ شوی دغه داغ اوس په غوټه بدل شوی وو، چې کله به یې هم د پینځویشت هندسه لوستله یا لیکله پینځویشت څلور یونیم سل به ور یادېده، ورسره سم به د خپل پلار له باوره ډکه څېره او د ماسټر شیوناراین له ښکنځا سره غوسه ناکه څېره ور یاده شوه. سدیپ دواړه څېرې پر یو ځای په یاد کې ساتلې د پینځویشت څلور یونیم سل په تیارو نابلده کوڅو کې ورک شو. څومره چې غټېده ګڼ شمېر پوښتنو هغه ناارامه کاوه خو جواب یې ورسره نه وو.

تر بس اډې لږ مخکې یو غټ جمپ وو، چې پر هغه باندې له ناڅاپي بریک سره په بس کې ناست مسافر پورته وغورځېدل، ډېر خلک خو حتی له لوېدو بچ شول، له پورته غورځېدو سره د سدیپ‌ د خیالونو لړۍ پرې شوه، پر جېب یې لاس وواهه، د تنخا روپۍ سهي سلامتې پرتې وې.

بس د کلي څنګ ته و درېد. د بس اډې په نامه یو دوه د پان بېړۍ دوکانونه، د یوې ونې ډډ ته پر پراته زاړه مېز باندې بدرنګه هینداره ایښې د کلي بدرو نایي، تر نایي لږ ور هاخواته تر بلې ونې لاندې ناست د کلي موڅي، یو د کېلو امروتو وال بس همدا بس اډه وه. سدیپ چې له بسه کښته شو یوې بلې خواته یې وکتل، په اډه کې چندان ګڼه ګوڼه نه وه، یو و نیم خلک دلته هلته ناست وو، سیخ د کور خواته روان شو، د دېرشو څلوېښتو کورونو د کلي پر لوېدیځه څنډه د دوی کور وو.

دا وخت ماسپښین وو، لمر ښه پاس راغلی وو، ده ګړندي ګامونه اخیستل، شاوخوا یوه میاشت وروسته بیرته کور ته ستنېده، په بلدو او لیدلیو کوڅو کې له ماشومتوبه تر اوسه تېرو کړو وختونو وتخناوه، تر دې وړاندې یې کله هم داسې احساس نه وو کړی، زړه یې د خپلوۍ له ارامه ډک شوی وو، خپل کلی، خپلې لارې، خپل خلک، په زړه- زړه کې په خندا له چیکړه تر ډکې چرۍ پورېووت او د کلي خواته جارووت. 

د کلي او کورونو تر منځ د اوبو یو لوی ډنډ وو، چې د مرخېړي ګلونه پکې غوړېدلي وو. پر ده د مرخېړیو شین ګل ډېر ښه لګېده، ځای پر ځای یې ګلونه کړي وو، ده هم د ډنډ پر څنډه د کور لاره واخیسته.

پلار یې د غولي په منځ کې د یوه زاړه کټ رسۍ ټینګوله، د سدیپ‌ په لیدو یې د هغه خواته ور منډې کړې:

– داسې ناببره…. څه خبره ده…. لکه چې په ښار کې دې زړه ونه لګېد؟

سدیپ په نرمۍ جواب ورکړ:

– نه داسې خبره نه ده، بس هسې راغلم.

د تنخا روپۍ یې له جېبه را و ایستې پلار ته یې په لاس کې ورکړې او د هغه پښې یې ښکل کړې، پلار یې خوشاله شو، پیسې یې په دواړو لاسونو کې په تندي پورې ونیولې تا به ویل د دیوتا [خدایګوټي] نذر یې منلی، له ځانه سره وګوڼېد او څو بې مانا توري یې تر خولې را ووتل، بیا یې د سدیپ‌ مور ته ور ږغ کړل:

– د دیپي مورې، لږ خو دلته راشه….واخله د خپل نازولي ګټه دې سمباله کړه.

مور یې د ږغ په اورېدو له کوټې دباندې را ووتله، پیسې یې د ټیکري په پلو کې واخیستې او سدیپ یې په سینه پورې ټینګ کړ، دغه شېبه داسې وه لکه پر ټول کور چې د خوشالیو باران اوري. سدیپ‌ پټه خوله د دوی خندانو څېرو ته کتل، ټول خوشاله وو، دی پخپله هم موسېده خو بدن یې مېږي مېږي کېده، دننه ناارامه وو، پر مور یې ږغ وکړ:

– ادې دلته کښېنه.

بیا یې د مور پلو ته لاس ور وغزاوه څه روپۍ یې ځنې را واخیستې، پلار ته یې په سنجیده انداز وویل:

– بابکه تاته مې یوه خبره کوله.

پلار یې په تلوسه وپوښت:

– څه خبره ده زویه؟…. څه دې غوښتل؟

– نه نه بابکه هیڅ نه غواړم، تاته یو څه ویل غواړم.

پلار یې غلي غوندې د ده خواته وکتل، پر څو شېبې مخکې خوشالۍ باندې د چوپتیا سیوری وغوړېد، ډول ډول فکرونو او ډار هغه وبوږناوه او ناببره ناارامه غوندې شو. سدیپ د پینځویشت پینځویشت روپیو څلور بنچې مخې ته ورته کښېښووې:

– بابکه دا وګڼه (وشمېره).

پلار یې پټه خوله سدیپ ته کتل، هیڅ نه پوهېده څه ووایي خو له ناچارۍ یې ورته وویل:

– زویه زما خو تر شل زیات شمېر زده هم نه دی، ته یې وګڼه او راته ووایه.

سدیپ ورو ورته وویل:

– بابکه دا څلور ځایه پینځویشت پینځویشت روپۍ دي، اوس دا په ګډه شمېرو، څلور ځایه مانا پینځویشت څلور….

سدیپ څه شېبه تم شو او پلار ته یې وکتل، بیا یې وویل:

– اوس ګورو چې پینځویشت څلور سل کېږي که یونیم سل.

پلار یې هماغسې پټه خوله د سدیپ مخ ته کتل، په سترګو کې یې د چودري څېره غړېده، د دېرش پینځه دېرش کاله پخوانۍ پېښه یې مخ ته ودرېده، دا کیسه خدای خبر هغه تر اوسه څومره خلکو ته اورولې وه، خو نن دا کیسه سدیپ په نوې بڼه وړاندې کوله.

سدیپ‌ په زوره- زوره پیسې ګڼلې، سل ته په رسېدو غلی شو، ویې ویل:

– ګوره بابکه پینځویشت څلور سل شوې، یونیم سل نه.

پلار یې پیسې داسې له لاسه کش کړې تا به ویل سدیپ‌ یې خطا کوي. خپله یې د پیسو د ګڼلو هڅه وکړه خو شل ته په رسېدو ودرېد، سدیپ یې مرسته وکړه، سل ته په رسېدو یې بیا پلار ته وکتل، د پلار یې هیڅ باور نه کېده، بیا یې له یوه شمېر پیل کړ، پر شلو تم شو، لاندې باندې یې پیسو ته کتل لکه څه چې کمې وي، سدیپ‌ بیا د هغه په مخ کې وشمېرلې، د پلار یې باور نه کېده، سدیپ یې هر وار په هره طریقه د شک لرې کولو هڅه وکړه، اخر یې د پلار باور راغی، سدیپ سم وایي پینځویشت څلور خو سل وي نو، ریښتیا درواغ د ده مخته وو.

د پلار په زړه کې یې لکه ماضي چې اور اخیستی وي، د هغه باور، د هغه یقین چې په تېرو دېرشو پینځه دېرشو کلونو کې یې په سینه پورې نیولی د چودري په ستاینو نه مړېده، نن ناببره د ښیښې غوندې په خرپ مات شوی وو، په سترګو کې یې یوه عجیبه بې پروایي په غوړېدو وه، چې بایلل نه بلکې په باور کې د لوټل کېدو ژور غم ورته ویل کېدای شوای.

هغه د خپل ډېر خیرن شوي لنګ په څاک د سترګو په کونج کې جمع شوي چیخړي وچ کړل او یوه اوږده ساه یې واخیسته، پیسې یې سدیپ‌ ته ورکړې، د ده پر څېره د غم کنډواله جوړه شوې وه، چې له دېوالونو یې خښتې، ډبرې او سېمټ سولېدلي لوېدلي وو، په وجود کې یې یو درد را پورته شو تا به ویل چې وایي:

– چینجي به دې خوري چودري….دومره څوک به دې نه وي چې اوبه درکړي.

ژباړه: 26 جون 2020م کال

ویرجینیا- امریکه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *