خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

خپله کوټه| صفیه وردګ

«خپله کوټه » د نامتو انګرېزې لیکوالې ویرجینیا وولف کتاب دی چې لومړی یې د  ”ښځې او داستان” په نوم نومولی و.  د همدې کتاب په لومړیو کې لیکي:

« د ښځې او داستان عنوان ښايي د ښځې او ساختګي توب په مانا وي یا یې ممکن تاسې داسې ګڼئ،یا شاید د ښځې او داستان په باب وي چې لیکي یې.یا د ښځې او داستان په اړه چې پر هغې لیکل شوی وي،یا ښايي دا درې واړه ماناوې سره مدغم شوې وي او تاسې له ما غواړئ چې هغوی دا رنګ وسپړم.لېکن کله چې مې په وروستۍ بڼه فکر وکړ هغه چې ظاهراً تر ټولو جالب هم دی،یوه خطرناکه نتیجه لري:

دا چې هېڅکله به ونه شم کړای چې د یوې ویناوالې لومړنۍ دنده هم ترسره کړم  او له وینا وروسته مو مخې ته د یوه په زړه پورې حقیقت هسته کېږدم څو د کتابچو په منځ کې مو یې ونغاړئ او تر ابده یې تاخچه کې وساتئ.یوازینی کار چې مې له وسه کېده دا و چې خپله  عقیده د یوې وړې خبرې په هکله ووایم:
هغه ښځه چې غواړي داستاني اثر ولیکې باید پیسې او خپله کوټه ولري.»

دلته پوښتنه راولاړېږي چې د لیکلو لپاره د ښځو او نارینه وو شرایط ولې بېل شي په څه دلیل؟

ویرجینیا وولف په هغه وخت کې دا خبره کړې چې ښځې بېخي ډېرې د نرواکۍ ښکار وې،مالي ملاتړ او استقلال یې نه لاره. نوموړې هم په داسې کورنۍ کې زېږېدلې چې کاملا نرواکه وه ټول کلتوري باورنه یې دانه دانه منل او عملي کول.که څه هم فېمېنیزم او د ښځو د حقوقو ورکړه له شلمې پېړې راپیل شول خو د دې په وړتوب کې پر ښځو محدودیتونه بېخي ډېر وو.کله چې په ۱۸۹۰ز کال کې د فېمینزم  کلمه رامنځته شوه ویرجینیا ۱۳کلنه وه او دا دقیقاً هغه وخت و چې دې په کور کې لیک لوست کاوه.په ۱۹۱۸ز کال چې انګریزو ښځو ته د رایې حق ورکړل شو ویرجینیا ۳۶ کلنه وه.یعنې نوموړې په هغه زمانه رالویېدله چې ښځې بېواکه وې او ورو ورو یې ځېنې حقوق ترلاسه کول.

ویرجینیا د ښځو له ازداۍ او انحصاره خبره ده، درک کوي یې په داسې حال کې چې د فېمنیزم منل یې ټولنه کې ډېر مشکل کار و او حتا کورنۍ یې هم نه مانه.

کورنۍ یې له لور داسې توقع لرله لکه ټولې پلار سرې ټولنې چې یې لري! دا چې واده وکړي،مسوولیت واخلي او اولادونه راوړي.ویرجینیا له همدې وخته د مادي او معنوي استقلال په لټه کې وه.په ۲۲ کلنۍ یې چې پلار ومړ له وروه یې لاړه او په لومړي ځل یې ازادي حس کړه.نوموړې هغه وخت کې لیکوالي جدي نه وه پيل او د ښځو لپاره کارونه هم نه وو.په دې مانا چې له مالي بوج او فردي انحصاره خبره وه.

د نرواکو ټولنو ښځې چې لیکوالي کوي طبعاً مالي او فردي استقلال یې د بل په کنترول کې وي مثلا:ً یوه ښځه باید ماشومان ولري، ویې روزي، د کور تر کار او مېړه خواهشاتو ته ورسېږي،پیسې یې هم ښايي د مېړه وي ،دغه راز نجلۍ هم اړه ده چې د پیسو لپاره خپل پلار یا ورو ته لاس اوږد کړي.لیکوالي یوازېتوب او خپل واک ته اړتیا لري داسې چې نه دې د شتمنۍ غم وي نه د فردي انحصار.

له بلې خوا د ویرجینیا موخه دا هم ده چې د میراث یا پیسو وېش او د زده کړې حق د ښځو او نارینه وو تر منځ مساوي نه دي! دې چې نوې لیکوالي پیل کړې وه مالي ملاتړ او استقلال یې نه لاره.دغه راز زده کړې یې هم کور کې د نورو تر سترګو لاندې کولې.نوموړې وايي:

«د شتمنۍ او علم وېش د نارینه وو او ښځو تر منځ هېڅکله برابر نه و،له ښځو سره تل تبعیض شوی او کېږي.»

یعنې ښځې باید د لیکلو لپاره تر هر څه وړاندې ازادې وي،داسې چې هر څه پخپله خوښه پر مخ بوځي او خپل خواهشات وپالي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *