خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

روسيه او د افغانستان اوسنی کړکېچ | عبدالله لغمانی

روسيه له طالبانو وروسته د افغان دولت له لومړنيو ملاتړ کوونکو څخه وه او په وروستيو کلونو کې دا اړيکې لا پسې پراخې شوې دي. سره له دې چې له روسيې مخکې له شوروي اتحاد سره افغانانو لس کاله مبارزه وکړه خو نن لکه هغه لس کلونه داسې نه دي بلکې اړيکې يې تقريبن د ښه همسایه ګيري او متقابل درناوی پر بنسټ استوارې دي ، همدارنګه د شوروي له جګړې پخوا هم د (افغان-شوروي) اړيکې ښې ګرمې او دوستانه وې او په افغانستان کې یې د ظاهرشاه او داودخان په وختونو کې یو لړ د بيارغونې کارونه هم کړی وو او په دې برخه کې یې خپلې مرستې او هڅې روانې ساتلې وې.

د افغان- شوروي جګړه درې لسیزې دمخه پای ته ورسیده ، د اوږد تاریخ په لړ کې یوه مهمه او له ربړو او مشکلاتو ډکه دوره وه .  په هرصورت ، نن ورځ  تر ډېره هغه کرکه او شکایتونه له دواړو خواوو نه اوریدل کیږي.

په هغه لس کلنه دوره کې له جګړو او ورانيو سره، سره يو لړ مهم کارونه او د بيا رغونې په برخه کې ګامونه هم اخيستل کېدل. خو اوس هغه روسان او مجاهدين په ډيرو برخو کې سره ملګري دي او جوپې جوپې مجاهدین او طالبان ماسکو ته سفرونه کوي.

ډېر د پاخه عمر خلک چې په کابل کې ووينئ د شوروي زده کړې به یې کړې وي او کولای شئ په کابل کې ډیر داسې کسان ومومئ چې په روسي ژبه خبرې کوي او يا یې د شوروي په يوه نا يوه هېواد کې د روسي په مالي مرسته تحصيلات کړي وي.

زياتره هغه خلک چې د ۵۰ او ۶۰ کلونو په شاوخوا کې دي په روسي پوهېږي او ډېرخلک خو د روسي (زردستويتې،خرشو، پريويت او دسويدانيا) کليمې زده کړې دي.

روسيې  څخه شاوخوا سل زره کسان له پوهنتونونو فارغ شوي افغانان وو چې د شوروي په وخت کې یې د دې اتحاد په بېلابېلو جمهوريتونو کې زده کړې کړې وې دوی یې زياتره ډاکټران، اينجينران، ښوونکي، د برېښنا اينجينران، ميخانيک اينجينران او د نورو څانګو محصلين وو.

د جګړې د لسو کلونو په جریان کې ، شوروي متخصصینو ډیری د ماشین جوړولو او فلزاتو کارخانې جوړې کړې، د بریښنا فابریکې، د لرګیو او سرې د تولید فابريکې ،کرنیزې تصدۍ او د ځمکو د کښت ته برابرولو سیسټم او همدارنګه شورویانو د سړک جوړونې په برخه کې مرستې کولې.

دا روښانه ده چې د دېرشو کلونو راهیسې تجهیزات خراب شوي او تاریخ تیر شوي دي، مګر تر دې دمه ډیر کار کوي.  پخپله په کابل کې، لاهم  مکروريانو ودانۍ چې شوروي جوړې کړې دي دنګې ولاړې دي. مکروريان په لسګونو آسوده کورونه دي چې د روسیې په هر ښار کې ورته ودانۍ موندل کېږي. دوی د واحد معیاري ډیزاین مطابق جوړ شوې دي. دا خورا قوي ، راحته او دوامدار کورونه دي، چې د يخ او تودوخې او ژوند هر اړخيز اسانتياوې په پام کې پکې نيول شوې دي. شوروي اتحاد سلګونه وړکتونونه، ښوونځي، روغتونونه جوړ کړل او ويې رغول.

افغانان، کله چې د روسانو سره ملاقات کوي، په زغرده وايي: “موږ د خپل وطن دفاع وکړه.” دا ټکي هرې شخړې او دښمني ته د پای تکی ږدي. مګر د ښه یادولو په څرنګوالی پوهیږي. او دواړو قومونو (روسانو او افغانانو) تاوان او مرګ ژوبله په کافي اندازه درلوده. خو اوس ددې د يادولو وخت ندی او ان په هغه وخت کې یې هم يو بل ته متقابل درناوی درلود.کله به چې دوی يو بل سره وليدل په يوه بل به یې ځان نه پوه کاوه او سره يو له بله به تېر شول.

افغانان پوهیدل چې د شوروي سرتېري هیڅکله د کوربه له اجازې پرته کور ته نه ننوتل، جومات ته د ننوتلو په وخت کې به خپلې بوټان ایستل، او کله چې به یې په کوڅه کې یو غريب او خوار ماشومان ولیدل، نو خامخا به یې يو څه لکه وچ خواړه او يا يوه بله مرسته ورکوله. او دا څوک د افغان له حافظې څخه نشي ايسته کولی.

دا حتمي ده، درد شتون لري ، له دې څخه هیڅ تیښته نشي کېدای، ځکه په څرګند حساسیت سربیره، میندو د شوروي – افغان پولې دواړو خواو کې خپل ماشومان له لاسه ورکړي. په هرصورت، د روسیې او افغانستان اوسیدونکي ډاډه دي چې جګړه د ذلت او نسل وژنې پرته بل څه نه دي او وينه په وینه نه مينځل کېږي او باید يو له بل سره ښې او نژدې اړيکې ولرو او تېر په هېر کړو.

که څه هم شوروي له امريکا او متحدين یې داسې نه وه ځکه امريکا په ميلياردونو مصرف وکړ او زياتره برخه ددې پيسو په نظامي اډو، بهرنۍ ادارې، او هر ډول بشري ماموريتونو ساتلو لپاره مصرف شوې، افغانان له دې پيسو ښه خاطره نه لري او د دوی د ژوند په ښه والي کې یې کوم رول ندی لوبولی

شوروي متخصصينو به له افغاني بزګرانو سره د سبزيجاتو، مېوو او حاصلاتو د ښه والي لپاره د اوبه خور سيستم رغاوه خو د امريکا په راتګ سره د کوکنارو کښت، د هروينو توليد په شلو کلونو کې لس چنده وده کړې او د ټولې نړۍ غټه اندازه په افغانستان کې توليدېږي او زياتره برخه ددې کروندګر په دې هيروينو اخته دي او او هره مياشت او کال د معتادو افغانانو شمېره لا پسې لوړېږي.

له یوې خوا، ډیری سخت مخدره توکي په بیلابیلو لارو روسیې ته استول کیږي؛ له بل پلوه ، پخپله افغانان رنځ وړي. په مخدره توکو روږدي کېدل د مدرن افغانستان لویه تراژیدي ده، د حقیقت له مخې د نسل وژنې سره پرتله کېدلی شي.

په تیرو څو کلونو کې ، افغانستان د داخلي جګړو په تنګیدو کې راګیر دی؛  اسلام افراطي ډلې چې د هیواد اوسیدونکي يې  دښمن ګرځیدلي دي ، دلته واقعی سخت جنګ دی. طالبان، اسلامي دولت  او په لسګونو نورې ډلې هر يوه یې چې زړه وغواړي وړانکاري ته لاس اچوي.

د دښمنۍ سره سره، شوروي اتحاد په افغانستان کې د ملي پخلاینې له هر فرصت څخه په کلکه ملاتړ کړی.

د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د شتون پرمهال داسې حال نه و چې خلک دې له افغانستان څخه په تېښته د اروپا تر ښارونو په لاره کې تلف شي يا دې د سمندرونو ماهيان او يا هم د ځنګلونو زمریان وخوري خو نن سبا سره له دې چې هرڅه شته خو بيا هم هر کال په لسګونو زره افغانان په قاچاقي ډول له افغانستان څخه تښتي او په غيرقانوني لارو د اروپا او ترکيې تر بازارونو ځان رسوي چې خپلې کورنۍ ته څه پيسې او خپل ژوند يو څه اسوده کړي

پنځه کاله دمخه، په کابل کې د روسي کلتوري مرکز پرانستل شو. دا  کار د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراخولو کې ډېر ګټور تمام شو او دواړو هېوادونو د داسې يوه مرکز د پرانیستلو هيله لرله د داسې پروژو له لارې، روسیه هڅه کوي د افغاني ټولنې فضا او وضعیت وڅېړي. د دوی اړتياوې او وړتياوې معلومې او په اړونده برخه کې لازمه همکاري وروسره وکړي او په دې برخه کې دا مرکز بریالی شوی هم دی.  زياتره افغانان دې مرکز ته مراجعه کوي او د ظاهرشاه او داوودخان د واکمنۍ د دورې په ډول غواړي چې روسيه له افغانانو سره خپلوي او اړيکې ولري او له هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

او له روسيې غواړي چې یوازې په کلتوري او اقتصادي ګټو تکیه کولو سره له دوی سره کومک وکړي. که څه هم امريکا او لويديځ ځينې هېوادونه نه غواړي چې د روسيې او افغانستان اړيکې ورغږېږي او سره نژدې شي، دوی له اوږدې مودی ددې کار په وړاندې خنډونه جوړوي او د خپلو ملګرو او شريکانو په مرسته خنډونه رامنځته کوي.خو په دواړو خواوو کې لا هم داسې قوي خلک شته چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د جوړولو او ارتباط د قوي کولو په تکل کې دي.

په کابل پوهنتون کې د روسیې ادبياتو او ژبې څانګه شته، چیرې چې دوی د پوشکین او تولستوی کتابونه لولي او د روسي ژبې او ادبياتو سره اشنا کېږي. او همدارنګه د روسيې په ځينو ښارونو کې افغان اردو ځواکونو ته روزنه ورکول کېږي او دوی هلته نظامي زده کړو له کولو وروسته د افغانستان د دفاع لپاره بيرته هېواد ته را درومي.

دا د هغه څخه ډېر فرق کوي چې پخوا پېښ شوي وو، او د وړاندې تګ لپاره او د ښو اړيکو د جوړولو لپاره بايد تېر په هېر شي او مخ په وړاندې د ښو اړيکو لپاره ګامونه واخيستل شي.

روسي سرمايه لرونکي دې ته لېوال دي چې په افغانستان کې سرمايه ګذاري وکړي او د دې هېواد د اقتصاد په ښه کولو کې ونډه واخلي

د مثال په توګه د متقابلې همکاري په لړ کې کولای شو د افغان دولت او روسيې هغو مشترکو پروګرامونو ته اشاره وکړو چې د نشه یي توکو د قاچاق په وړاندې یې دواړه هېوادونه لري او هر کال دا همکاري لا پسې پياوړي کېږي او تر اوسه یې د پاموړ پرمختګ درلودلی دی.

د روسيې ستراتيژيک هدف ډېر واضح دی په افغانستان کې ثبات، د سيمې امنيت او د منځنۍ اسيا او د سويلي اسيا سره د پخواني شوروي د پولو ساتنه او ښه ګاونډيتوب.

په اصل کې افغانستان او روسيه کېدلی شي ډېر ښه دوستان او متحدين شي ځکه هيڅ شی په خپل منځ کې د اختلاف لپاره نه لري خو د ښه ګاونډيتوب لپاره ډېر دلايل لري.

4 comments

  1. طاهر ثابت Reply

    روسان به هلته بښل کیږی چه د تیرو څلویښت کلو تاوان افغانانو ته ورکړی. د امریکایی استعمار عوامل هم روسانو برابر کړل کله چه د شمالی اوباشانو په رهبری یی کمونستان او تنظیمونه سره یو کړل او روسی فسادونه یی په نوی جامه کی راوړل. که هغه نوای نه به شمالی اوباش وو نه به تالبان او نه به امریکا وه.

    دا پورته بیان شکاری چه روسانو د افغانی په نوم لبکلی وی. که نه نو پوره مسلمان څنګه تالبان افراطیان وبولی.

  2. لټون Reply

    د روسانو تر دوستي دښمني ښه ده ولي ځکه که د روس دښمن وي له تاسره به ډير احتيات کاروي اوکه د دوستي ورسره وکړه بل کارمل درته راولي

  3. غ.حضرت Reply

    لومړی غواړم طاهر ثابت ورور ته دا عرض کړم چی:
    نه، خبره معکوسه ده، یعنی امریکائی استعماری پلانونه ددی لامل سوه چی شوروی زموږ پر خاوره د تجاوز اراده په ځان کی وروزی. امریکائیان د ” نفوذ ” د وسلی استادان دی او دا استادی له خپلو استادانو ( د سامری له بقایوو) څخه په ارث ور رسېدلې ده، د ” نفوذ ” وسله دومره بُرنده او څیریدونکی ده چی حتی د پیغمبر علیه السلام د ځینو اصحابو او حتی سِِته صحاح لمن ئې لا ور څیرلی ده.
    امّا
    زموږ وطن رشتیا هم د عجائبو یوه مجموعه ده، د دوو وروستیو پیړیو په اوږدو کی بین الدولی مناقشاتو او کشالو دا فورمول استخراج کړی او عملی کړی دی چی ( نه همیشنی دښمن او نه همیشنی دوست) .
    د پورته فورمول عینی نمونی ډیری تر سترګو کیږی. انګریز د هند هیواد تر خایو وزبیښی خو نن ورځ دواړه هیوادونه سره دوستان دی، تر دېرش کاله مخکی پوری حتی یو هندی کولای سوای بېله وېزی څخه لندن ته سفر وکړی.
    فرانسې د شمالی او منځنی افریقا په ډیرو هیوادونو کی استعماری تُره وچولول او ډیری وینی ئې توی او ډیری طبیعی زیرمی ئی چور او چپاول کړی خو نن ( ظاهراً) ټول سره دوستان دی.
    همداسی نور مثالونه.
    شوروی ظالمانه یرغل وکړ، زموږ پر وطن ئی توره څپه خپره کړه چی نتیجه او ثمر ئی فقط د غربی استعمار په ګټه تمام او د شوروی د رُشد هورمونونه شنډ او فلج او هیواد ئی په روسیه بدل سو.
    زموږ د ځپلو د تاوان د پرداخت مسئله د حقوقی ستونزو سره مخامخ سوه چی ددی ستونزو را منځته کیدل او عوامل ئی یو بل پراخ او ژور بحث ته اړتیا لری.
    اصلی خبره:
    موږ د شورویانو له وتلو وروسته او د روسئی پنوم د یوی نوی پدیدی او همدارنګه زموږ په هیواد کی د دموکراتیک انتخابی دولت د را منځته کیدو وروسته ( اتلس نولس کاله مخکی ) د روسئی سره د سالمو او هر اړخیزو مناسباتو د رغولو او پیاوړی کولو په صورت کی ډیری ستری ستری ملی ګټی تر لاسه کولای سوای او حتی داسی دیپلوماسی مو عملی کولای سوای چی د عادی مرستو د تر لاسه کولو تر څنګ د لس کلن تجاوز د ویرانی د تاوان ادعا هم مطرح کاندو خو بیا هم غربی او امریکائی شیطنت زموږ وولس او زموږ حکومتونه دی کار ته نه پریښودل.
    په هر حال، همدا نن ورځ هم کولای سو د روسیانو سره د متقابل اعتماد او متقابلو سالمو اړیکو پر بنسټ د روسئی د شتون څخه د ملی ګټو د لا سمسورتیا په موخه ګامونه پورته کړو.
    نه روسیه همهغه مخکنی شوروی ( روسیه ) ده
    او
    نه موږ افغانان همهغه مخکنی افغانان یو
    د غرب خصوصاً امریکی د طاقت تدریجی کمزورتیا ته په کتو سره د روسئی سره ژوری اړیکی به زموږ په وړاندی د پاکستان او هند او چین او حتی ایران د احتمالی ناځوانیو او احتمالی دسیسو مخه ډب کاندی.

  4. غلام حضرت Reply

    طاهر خان شریکه!
    ستا نظر سم نه دی، خبره برعکس ده یعنی امریکائی استعمار د شورویانو د تحریص او تحریک او تطمیع او تخویف لامل سو څو زموږ پر هیواد یرغل وکړی.
    امّا اصلی خبره:
    پورته لیکنه یوه علمی او منطقی لیکنه ده.
    ما ئی په هکله یوه اوږده تبصره ولیکله خو متأسفانه په وروستی شیبه کی د غلطی غوټی د تخته کولو له امله والوتله چی البته د بیا لیکلو حوصله ئی هم را نه والوتله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

تاند (شنبه، د سرطان …

11 جولای, 2020 سینما taand No comments

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب د…

11 جولای, 2020 کلتور Noori No comments

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

خبریاله: عاقله اسد(ش…

11 جولای, 2020 کلتور taand No comments