خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ولسي جرګه: تکراري او مفسدو وزیرانو ته دا ځل رایه نه ورکوو

تاند، جمعه، د جوز ۱۶ مه: ولسي جرګه وایي د نوې کابینې لپاره ور معرفي کیدونکو هغو غړیو ته به د باور رایه ورنکړي چې تکراري او یا په فساد کې ښکیل وي.

د ولسي جرګې لومړي نایب مېرزا محمد کټوازي ویلي، چې د نوې کابینې یو شمېر غړي د فساد دوسیې لري نو هغوی او هغو نورو کسانو ته به د باور رایه ورنکړي چې تکراري وي.

یادې جرګې له ولسمشره غوښتي چې د کابینې په ټاکلو کې تجربه، وړتیا او تخصص په پام کې ونیسي او د تېرو ناکامو څېرو له معرفي کولو دې ډډه وکړي.

بلخو بیا د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌ پال ویلي، چې نوې کابینه کې وړ کسان غوره شوي او ژر به د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې دی چې ارګ ژمنه کړې ده چې ژر تر ژره به کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته معرفي کړای شي.
څو ورځې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې د کابینې کار تر ډیره مخته تللی دی.

د یادونې ده چې حکومت تر دې دمه بهرنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت، د ښځو چارو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ملي امنیت ریاست، افغانستان بانک، د ښارونو پراختیا وزارت ته نوماندان ورپیژندلي دي.

3 comments

  1. شاهین افغان Reply

    ولسي جرګه د افغان ملت استازیتوب کوي . دوی باید د ولس غوښتنو ته د خپل اعتبار ساتلو لپاره مثبت ځواب ووایی.
    د ملا معنوي په شان جلادان چې لاسونه یې د ملي اردو د سربازانو او افسرانو په وینو سره دي او له بلې خوا لا تر اوسه یې د انتخاباتو د کمیسیون د ریاست د وخت څو زرهي او نقلیه وسایط او کمپیوترونه دغه کمیسیون ته ندي سپارلي او یا د ولسمشري انتخاباتو په وخت کې ملي نفاق ته لمن وهلي ، باید او باید نور د قدرت اوسیاست له صحنې ووېستل شي .
    د پخواني پاچا په وخت کې به پاچا او د ملت استازو داسې رښتیني کسان لوړو دولتي مقاماتو ته انتخابول چې لا تراوسه یې نومونه په نیک نوم سره یادیږي او افغانان پرې ویاړي لکه شهید محمد موسی شفیق ، شهید محمدهاشم میوندوال ، داکتر محمدیوسف ، داکتر نوراحمد اعتمادي ، داکتر عبدالظاهر ، عبدالمالک عبدالرحیم زی ، داکتر عبدالوکیل خان د کرنې او مالدارۍ وزیر او نور .

  2. Mohammad Reply

    تر څو چې دا هېواد تر اشغال لاندې وي، نړېوال امپریالیزم او د سیمې ارتجاع به پرېنږدي چې وړ کسان د دې غم ځپلي هېواد چوپړ ته ورودانګي. نو مړه دې وي امپریالیزم او ارتجاع، درناوي

  3. رازمخمد کامه وال Reply

    د مخترمو وکیل صاحبانو څخه د ولس هیله داده چه ولس ته په صداقت خدمت وکړی۰
    راشی د خدای د رضا لپاره د دی ولس لاس نیوی وکړی۰
    د وزیر انتخاب د کار شروع ده که حقیقی کاندیدانو ته رای ورکړی او د فساد مخ نیوی وکړی
    دا وطن به د یو روښانه راتلونکی څښتن شی۰مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

تاند (شنبه، د سرطان …

11 جولای, 2020 سینما taand No comments

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب د…

11 جولای, 2020 کلتور Noori No comments

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

خبریاله: عاقله اسد(ش…

11 جولای, 2020 کلتور taand No comments