خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

طالبان: اروپایي ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

تاند، شنبه، د جوزا ۱۰ مه: وسلوالو طالبانو تازه په یوه خپره کړي اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغه خبرو هرکلی کوي چې په افغانستان کې یې د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ کړی، خو له اروپایي ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

تازه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ویلي چې افغانستان کې نه اسلامي امارت مني او نه یې هم هیڅکله ملاتړ کوي.

طالبانو بیا ویلي، چې اروپايي ټولنه په داسې خبرو د افغانستان په چارو او د افغانانو په ژوند کې لاسوهنه کوي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې نه اسلامي امارت منو، نه به یې ملاتړ وکړو

دوی په اعلامیه کې وایي: ((موږ له امریکا سره د کړي هوکړې ټولو اړخونو ته ژمن یوو او درې ورځنی اوربند مو هم د سولې یوه هڅه او ژمنتیا وه.))

اروپايي ټولنې هم څو ورځې وړاندې ۳ ورځنی اوربند د سولې ریښتینې هڅه بللې وه او په افغانستان کې یې د سولې د ټولو هڅو هرکلی کړی وو.

دوی ویلي وو، چې د جګړې د دواړو لورو له امله دا ډول اقدامات د سولې لپاره د اعتماد فضا رامنځته کوي.

افغان حکومت او اروپايي ټولنې بیا د وسلوالو طالبانو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي.

2 comments

  1. اسلم Reply

    که اروپايي ټولنه ووايي چې له امارت سره ستونزه نلري بيا به تالبان مننه ترې کوي۔

    ظالمانو دا د اروپايي ټولنې اخلاقی مسووليت دي چې د افغانستان په هکله نظر څرګند کړي۔

  2. حسن Reply

    ټالبان د حماقت په پچه ختلي او د حمارت خوبونه ویني . دوی لا اوبو ته رسېدلي نه دي ، کلوشې یې په لاسونو کې نیولي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

تاند (شنبه، د سرطان …

11 جولای, 2020 سینما taand No comments

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب چاپ شو

د بریا نندارې کتاب د…

11 جولای, 2020 کلتور Noori No comments

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

خبریاله: عاقله اسد(ش…

11 جولای, 2020 کلتور taand No comments