خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

 په پیپسي کې زموږ د ټولنې د اقتصادي او جنسي غربت انځور

  عبدالوکیل سوله مل                       

پیپسي زموږ په هیواد کې د سوال په موضوع داجمل پسرلی یوه لنډه کیسه ده . داسې کیسې چې په دې موضوع کښل شوی وی،ښایی  ډیرې وی. او باید هم وی، ځکه چیرې چې فقر اوتنګسیا په یوه ټولنه  کې موجوده وی او په ا قتصادی لحاظ  هغه هیواد ډیر کمزورې وی. داسې موضوعات به 

خامخا د لیکوال او شاعر پام ځانته رااړوي. په داسې موضوع کیسه لوستونکی په اسانه جذبیږي او هغه ځایونه او کسان ډیر ښه ورپه زړه کوی، چې لیدلی ېې دی . له دې سره ېې ټول تړلی یادونه او خاطرې بیا مخې ته ایښودل کیږي. خو داسې موضوع چې ډیره عامه او د دې ترمخه هم ګڼې کیسې 

او شعرونه پرې کښل شوی وی، کیسه کول اسانه خبره هم نه ده . ځکه د کلیشې ویره ېې وی. 

اجمل پسرلي دیو نوښتګر کیسه لیکوال په توګه دا عام واقیعت  په پام کې نیولی او دا موضوع په داسې ډول کیسه کوی چې لوستونکی ته نه یوازې د هیواد یو سوالګر او دسوال  دزرګونو پیښو نه یوه پیښه مخې ته دروی او دده ذهن پرې مشغولوی ، بلکې هغه ددې پیښې په هنری تصویرد سوال په واقیعت پورې تړلی نورې  اندیښنې او تراژیدي د خپل لوستونکی مخې ته ږدي او ژورفکرته ېې رابولی. 

کیسه په کابل، جلال آباد ،کندزیا بل هر ښارکې دیوې  بې وزلې مور او لوردسوال صحنه او منظره زموږ په وړاندې دروي .یوه مور چې له خپلې کوچنۍ خو خوځنده او شوخې لور سره  په یو ځای کې خیرات ټولوي. مور یوازې دخیرات په اندیښنه کې نه ده او یوازینۍ دنده ېې دا نه ده چې د کوچنۍ لور په موجودیت کې څنګه پخپل بد حال  دخلکوزړه سوی له دې سره د مرستې په پارراخپل کړي . هغه یوې بلې اندیښنې هم اخیستې او یوه بله ستونزه ېې هم زوروي . هغه ددې دلور اندیښنه ده چې څنګه ېې وپوهوي ددې تر خوا آرامه کښیني څو د هغې په موجودیت کې د خلکو دزړه سوی رګونه په اسانۍ وتخڼوي.

خو نجلۍ چې کوچنۍ ده ،خوځنده او کنجکاوه . لکه ټول کوچنیان خپله دنیا لری،هیڅکله نه غواړي له هغې دنیا راووځي، د مور په هر ډول غوښتنه غوږونه کاڼه اچوي ـ او هغه څه کوی چې دا یی غواړی: 

( نجلۍ د اوړو کڅوړه ځان ته نژدې کړه. مور یې د دې لاس شاته پورې واهه، غاښونه یې ورته وچیچل خو د چادري شاته یې چیچلي غاښونه کله لور ته ښکاریدل. نجلۍ د ویالي خواته منډه کړه هلته یوه سړي د پیپسي ډبی واچاوه. دا د پلي لارې ترڅنګ  نژدې نیم متر ژورې ویالې ته ورښکته شوه.) 

له کوچنۍ شوخې لور د مور غوښتنه یوازې په دې کې هم نه راټولیږي چې د سوال په وخت او ځای کې ولې د مورترڅنګ غلې نه کښینی چې لارویان له دوی سره  خواخوږي اوخیرات ته وهڅول شي. دمورویره او اندیښنه له دې با بته هم ډیره نه ده چې لورېې غایبه او ورکه نشي. د مور لویه ویره او اندیښنه له دې ده ،نه چې د کوم ځناور او وحشي صفته انسان د جنسي هوس قربانی نشي. ځکه هغه خپله ټولنه او په هغې کې د سکسی محرومیت له کچې اګاه ده :((مور یې یوې ډلې ته د خیرات لپاره لاس ونیو. هغوی د نجلۍ لور ته وکتل.)). د موراندیښنه او ګواښ ېې پرځای دي  ځکه لږه بې پامي ېې په لوی کړاو اوښتي شی:                                                                   

(مور وسکونډله. دا زیړ ویښته دې میراث شه اخر به دې په بلا سر شي)

مورچې د کومې بلا وړاندینه کوی ، هغه ټوکه نه ، یو واقیعت وی:  (زلمي شاوخوا سترګې وغړولې. له پلاستیکي کڅوړې یې بل بوتل راوایست، نجلۍ ته یې ونیو، دې وخندل، په لمر وهلي مخ کې یې شنې سترګې وځلیدې. ځوان د دې پر مخ یې لاس تیر کړ. دې شاته ټوپ کړل، لکه په اوبو کې ډوب شوی چې سر راباسي، سترګې یې رډې رډې راوختې)

 په څادري کې راتاومخ پټې میرمن څادري یوازې په ټولنه کې د موجودې عنعنې په پار نه اغوندي ،څادری د خپل عفت د ساتنې او ژغورنې  وسیله اوله ځا نه را چا پیر دیوال هم ګڼي .هغه که له یوې خوا دافغانې ښڅې لپاره د زندان سمبول دی ، په ځنو ځایونواو وختونوکې ددوی د خلاصون او ژغورنې سمبول هم ګرځي.

 په کیسه کې د جنسي محرومیت ترڅنګ د غربت کچه هم ښه انځورشوې ده. د پیپسي تش بوتل ډیرښه راغلی دی. پیبسي په ټولنه کې د غربت اټکل دومره ژور راښايي چې د لوستونکي دژړا رګونه تخڼوي: (دا د پلي لارې ترڅنګ  نژدې نیم متر ژورې ویالې ته ورښکته شوه. د پیپسي چیت اوسپنیز ډبی یې له یوې خوا بلې خوا سره سیخ کړ، ډبی یې خولې ته ونیو څو څاڅکي پکې پاتې و هغه یې وڅښل. ډبی یې له غوږ سره وخوځاوه چې نور پکې شته که نه شته، بیا یې خولې ته ونیو ویې زبیښه، لکه همدا وچه ویاله همداسې وچ و.) 

په کیسه کې ټول سمبولونه او حالتونه سنجول شوی او ټول یو له بل سره تړلی دی. که  سوالګره له څادری لورڅاري چې ورکه نشي او دباندې لارویان څاري چې مرسته یی راجلب کړي. له څادری آسمان ته کتل هم ډیر څه راته وایی. هغه په دې وسیله غواړی له خدای سره هم خپله  رابطه  وساتي. په دې رابطې سره هڅه کوی هم د هغه له لوی ذاته مرسته غواړی او هم ېې د وحشي انسان د حرکت نندارې او شاهدۍ ته راوبولي: 

(( مور یې یوې ډلې ته د خیرات لپاره لاس ونیو. هغوی د نجلۍ لور ته وکتل. ښځې اسمان ته کسي پورته کړل)) 

پیپسي/ اجمل پسرلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *