خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د ادب د پرمختیا او ورسته والي عوامل | فهیم بهیر

دب هم له ټولنې سره پخې اړیکې لري. بېلابېلې ټولنیزې پېښې  پر ادب اغېزه کوي. کله کله یې د پرمختیا  او کله یې د وروسته والي سبب کېږي. زموږ په پښتو ژبه کې ادب د تیورۍ په اړه دومر کار نه دی شوی. د لرغوني دورې ادب له کلاسیکې سره لوی توپیر لري، چې د کلاسیک ادب پر مهال د سیمې فرهنګي اوضاع او نور عوامل پرې تاثیر کوي. همداسې د شلمې پېړۍ په پیل سره د سیمې (هند) او لویدیځو هېوادونو پرمختګ هم د پښتنو پر ټولنې اغېزه وکړه په همدې اساس د ادب لوری هم سره بدل شو او بېلابېل ژانرونه د ژباړو د لارې پښتو ژبې ته داخل شول او د نوو تجربو شرایط یې برابر کړل.

د شلمې پېړۍ له پیل سره د بېلابېلو پرمختګونو او عواملو په اساس په پښتو ادب کې هم د موضوعي او هنري اړخ له پلوه نوی بدلون رامنځته شو،. نوي موضوعات د ادب غېږ ته داخل شول. په نوو او بېلابېلو بڼو او لارو سره، چې له هغې وروسته د ځینو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي عواملو په اساس یې بېلابیل پړاونه وهلي دي. د ادب په پرمختیا او ورسته والي کې  زیاتره همدا عوامل(سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نور ټولنیز ) ډېره اغېزه لري چې پر هر یو به لنډه رڼا واچوو:

سیاسي جریانونه :  له امیر کروړ نه تر دې دمه موږ د پښتو ژبې یو شمېرادبي جریانونه مطالعه کو، چې په اثارو کې یې د سیاسي جریانو اغېزې لیدل کېږي.  کله یې د پرمختګ او کله د وروسته والي لامل شوي دي. دې جریانونو زیاتره د نثر او نظم په شکلیاتو او منځپانګې باندې هم اغېزه کړې ده. حتی په یوه ادبي دوره کې یې بېلابېل ادبي جریانونه هم رامنځته کړي دي، چې ځینې ادبي جریانونه په هنري او موضوعي لحاظ هم له یو بل سره توپیر لري.

له تېرو دوه لسیزو راهیسې زموږ په هېواد کې د بیان ازادي موجوده ده. که تحلیل ګر دی، که لیکوال او شاعر، خو خپل نظر وړاندې کوي؛ خو یو شمېر کسانو په دې اړه  د نیوکو اصول هم تر پښو لاندې کړي دي . اوسمهال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د بیان ازادي نشته ده. د واکمن نظام پر وړاندې د نیوکې جرات څوک کولای نه شي. که لیکوال دی که شاعر تر سانسور لاندې ژوند کوي او نه شي کولای، چې په خپله ټولنه کې د ځینو پېښو او مسایلو په اړه یې د تخیل ښاپېرۍ په ښکاره توګه سندرې ووايي. 

 په هغه ټولنه کې  چې سیاسي اوضاع ښه وي، هلته تعهد موجو وي، انساني ارزښتونه پالل کېږي. د خپلې ټولنې د اصلاح او سمون غوښتونکي وي. د د پرمختللي ژوند هوډ ولري؛ نو بیا  ادب هم په کې ازاده وي.  په هر لوري یې تخیل پرواز کولای شي. د هرې پېښې او مسایلو انځور کاږلی شي. په ټولنه کې ډیری مهال له ادب څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی  دی. د اسلامي او ملي ارمانونو او ارزښتونو پر ځای یې د شخصي او ګوندې هدفونو له پاره کارولی دی. هغه شاعران اولیکوال، چې د دوی د ګټو خلاف و یا یې غږ پورته کړی د هغوی مرۍ یې پرې کړې ده. تر څو یې اواز پورته نه شي. موږ چې کله د معاصر ادب خبره کوو؛ نو پر دې ادب کې د یو شمېر هغه روښانفکرانو ونډه هم مهمه وه، چې د امیر عبدالرحمن خان د واک  پر مهال له هېواده ویستل شوې وو. کله چې امیر حبیب الله خان واک ته ورسېده؛ نو هغوی بېرته خپله هېواد ته راستانه شول ا او د سراج الاخبار په جریده کې یو شمېر شعرونه او لیکنې په شعوري توګه خپرې شوې تر څو یو ښه ټولنیز بدلون رامنځته شي. 

کله چې په یوسیاسي بهیر کې د ټولنې ګڼ شمېر ارزښتونو پاللو ته تعهد موجود وي؛ نو بیا ادب هم پرمختګ کولای شي، حتی چې زموږ ټولنې یو مهال ګڼو برخو کې پرمختګونه درلودل. حتی  د افغانستان یوه فرهنګي او مدنې حوزه (کاپیسا) له لرغوني او تاریخي نظره د افغانستان له ډېرو پخوانیو پلازمینو څخه شمېرل کېږي او د کوشاني لویې ستر واکۍ د دوبي پلازمینه هم ګڼل کېده. نوموړې سیمې د دین، فلسفې، حکمت ، ادبیاتو، نفیسه صنایعو، معماري، نقاشي او حکاکي له نظره ډېره ترقي کړې وه او له یوناني او چینايي مدینیتونو سره یې سیالي کوله.

په دې اړه استاد کهزاد لیکي: « د کوشانیانو نومیالی پاچا کنیشکا چې د علم او مذهب سره مینه درلوده ډېرلوی عالمان او پوهان یې له خپلې ستر واکۍ څخه په خپل دربار کې راټول کړي وو. وايي چې د یو مشهور ادیب « اسوا ګوزا» د تر لاسه کولو له پاره چې د « مګدها» له پاچا سره و، نوموړی « کنیشکا » د هغه پاچا سره د جګړې میدان ته ووت او له فتحې وروسته یی ادیب له ځان سره راوسته او خپل ادبي مشاور یی وټاکه»« کهزاد ۱۳۸۶  :  ».

کله چې په ټولنه کې سیاسي حالات ښه وي، نو لیکوال او شاعر هم کولای شي له خپلې تخیلي نړۍ  څخه د هنرې ژبې په وسیله د خپلې ټولنې واقعیاتو انځور وکاږي. د ښې ټولنې سیاسي اړیکې سبب  د دې کېږي، چې له نورو ټولنو او هېوادونوسره ګڼې اړیکې وپالي اوهمدا ګڼې اړیکې او لیدنې زموږ د ټولنې د ذهنونوپه روښانه کولو کې اساسي رول لري. نو دا هر څه په عامه ذهنیت باندې هم اغېزه کوي په پایله کې یو لوی بدلون رامنځته کېږي.  دا بدلون د پرمختګ بدلون دی د جګړې او کرکې پر ځای د ټولنې د ګڼو خلکو په ذهنیت کې یو جلا فکر رامنځته کېږي تر څو خپلې ټولنې ته هغه څه وغواړي، چې نور یې لري. په پایله کې یو لوی فکري بدلون رامځته کېږي، چې د جګړې او کرکې پر ځای د پرمختګ احساس په ځان کې روزي او دا ځانګړنه بیا زموږ ټولنه د پرمختګ تر درشله رسولی شي.

په کوردننه او بیرون ښې سیاسي اړیکې کولای شي چې هم د اب پر موضوعي او شکلیزو اړخونو باندې اغېزه وکړې. ګڼ اثار رامځته شي. د ژباړو د لارې نوې تیوري په ادب کې رامنځته شي. د نورو ټولنو څخه ډېر څه د ژباړې د لارې پښتو ژبې ته داخل شي، چې تر اوسه یې موږ تجربه نه ده کړې. په هېواد کې د فرهنګي او علمي ادارو رامنځته کول او ملاتړ هم کولای شي د یوې ژبې ادب غني کړي. په روان کال کې موږ ولیدل، چې د استقلال په مناسبت سلګونه نوې آثار چاپ شول، چې لوستل یې او شتون یې زموږ د ټولنې له پاره ګټوردي. همداسې د هغه سیمنارونو او فرهنګي غونډو جوړولو، چې د سیمې د هېوادونو په کچه نېول کېږي.

د دې تر څنګ کله چې په کور دننه سیاسي ستونزې موجودې وې، زموږ  ځینو ارزښتونه نه پالل کېږي، نو هلته بیا ادب پرمختګ کولای نه شي؛ بلکې په ټپه ولاړ وي او یا د وحشت  د وریځو تر شاه پټ وي. په دې اړه استاد رفیع یو اثر هم لیکلی دی چې ډېری لیکوال او شاعران د زندان تیارو او شکنجو خوړلي دي. د دې ترڅنک داسې لیکوال او شاعران هم شته چې به مستعار نوم او سبمولیکه توګه یې حالاتو ته ګوته نېولې ده. له تېرو دوه لسیزو راهیسې  زموږ په ټولنه کې لوی بدلونونه لیدل کېږي، ښونځي او لوړې زده کړې رامنځته شوې، مطبوعاتو ښه پرمختګ وکړ، بېلابېلې فرهنګې ادارې او موسسې جوړې شوې ادبي فیستوالونه او غونډې جوړې شوې. په شعوري توګه د ادب د پرمختګ له پاره کار وشو. د ادبي اثارو، لیکوالو او شاعرانو د اغېز په اساس ډېرو نوو ځوانانو د لیکوالۍ او شاعرۍ ډګر ته راودانګل.د نړۍ د هېوادونو سره د ګډو اړیکو او تګ او راتګ په اساس په ادبیاتو کې لوی بدلونه رامځته شول او لا دوام لري. 

د معاصر ادب د څلورم پړاو د ادبي ځانګړنو په اړه لیکل شوي: «  – تر ۲۰۰۱ م کال وروسته په افغانستان کې هم د بیان ازادۍ او د مطبوعاتو د خپلواکۍ په رسمي منلو د ژبې او ادب د ازاد خپرواوي حقونه ومنل شول او د پښتونخوا او کوټې په شان افغاني لیکوالو هم په ازاده بڼه د شعرونو او نثرونو لیکل او خپراوی پیل کړ.

  • انټرنیټ او انلاین پرمختګونو هم د ژبې او ادب په هنري کېدو، پرمختګ او مشخص کېدو کې ونډه ومونده. په نویو مسلکونو او ژانرونو کې لیکوال او شاعران را پیدا شول.
  • په فکري لحاظ لروبره فرهنکي کړۍ یو بل ته سره نژدې شوه. ازاد تګ و راتګ د مطبوعاتو او ادبي اثارو یوبل ته لېږد رالېږد، په غونډو، کنفرانسونو او ځانګړو ادبي ناستو کې د پښتنو شاعرانو او لیکوالوګډون زیات شو او فکري تبادله هم پراخه شوه.
  • د پښتنو مادي ژوند په عمومي توګه پرمختګونه وموندل، په پښتونخوا او کوټه کې خو ژوند له پخوا نه ډېر بد نه و؛ خو په افغانستان کې چې جګړې او بې عدالتیو ځپلې و هم اقتصادي پرمختګونه رامنځته شول ؛ځکه نو ور سره د ادب او هنر قدر هم یو ځل بیا وغوړېد او د کتابونو، رسالو، اخبارونو او جریدو خپراوی ډېر شو، چې په دې کې د ادب برخه هم څه کمه نه ده. دغه حالت هم د معاصر ادب پر څلورم پړاو اغېز وموند »«وفا،۱۳۹۶: ۵».

همدا اوسمهال یو شمېر ادارې هڅه کوي، تر څو  د خپلې ژبې لرغونې اثار، خطي نسخې د نړۍ له بیلوبیلو علمي مرکزونه څخه راټولې او چاپ یې کړي. یاني سیاسي عامل د یو ادب په پرمختګ او وروسته والي کې رول لري. کله کله سیاسي اوضاع خرابه وي؛ مګر د شاعرانو او لیکوالو له خوا ښې هنري پنځونې رامنځته کېږي. خو د دې ترڅنګ ځینې شاعران او لیکوال  ځینو له خوا ګواښ شوي، حتي ځینو هېواد پرېښی دی او د لیکلو او شاعرۍ څخه یې هم لاس اخیستی دی. که په لنډه توګه ووایو دا عامل هم د ادب پر موضوعی اړخ او شکلیز اړخ کې پراخه ونډه لري او سیاسي اوضاع کولای شي چې د ادب پر مخ خپل سیوری وغورځوي او د ادب پر انځورونه کې یې خپله څېره هم ښکاره شي.

اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه: په یوه ټولنه کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه ډېر مهم دی، چې ورځ تر بلې د انساني ژوند په ګڼو برخو کې اسانتیاوې راولي او ډېرې ستونزې حلوي. اوسمهال د ساینس آو ټکتالوجۍ پرمختګ سره د انسانانو په ژوند کې ډېربدلونونه رامنځته شوي دي، چې دا ټول پرمختګونه او بدلونه د اقتصاد سره اړیکه لري او پر ادب هم اغېزه کوې.

د ټولنې اساسي پروژې، سړکونه، فابریکې، بریښنا، ښاري ژوند، انټرنیت، کمپوټري سیستم، روغتونه، د چاپ ماشینونه، د مبایل سیستم او ګن نور توکي او پرمختګونه د ادبیاتو په غنا مندۍ کې ستر رول لوبولی دی. اوسمهال د انټرنیټ او مطبوعاتو په اساس د نړۍ هېوادونه سره نښلول شوي دي. هره ورځ مطبوعاتي خپرونې انټرنیټي برنامې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه موږ خبره وي.  اوسمهال د نړۍ ګڼوهېوادونو سره ټولنیزې اړیکې ټینګې شوې دي، د ښونځیو زده کونکي او د پوهنتونونو محصلین د زدکړو په موخه، سوداګر  د پلور او پیریدلو په موخه ورته تګ او راتګ کوې. د ا هر څه زموږ د ټولنې په عامه ذهنیت اغېزه کوې. دا ټول پرمختګونه او اسانتیاوې د یو ټولنې د اقتصاد سره کلکه اړیکه لري. له همدې وسایلو څخه د اقتصاد پر مټ موږ د خپلواهدافو یا د ورځینو ستونزو د حل پر موخه کار اخلو. 

د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره په هېواد کې ګڼې خپرونې( غږېزې، انځورېږي او چاپېزې) رامنځته شوې. د چاپ وسایل راوړل شول.  هره ورځ اخبارونه ، رسالي او کتابونه چاپېږې. د دې هرې هڅې او پرمختګ سره ادب هم پرمختګ کولای شي او ډیر کسان لا ورځ تر بلې د همدې وسایلو په اساس هڅول کېږې، چې خپلې ادبي او فرهنګي هڅې ګړندې کړي. 

په پښتو کې د معاصر ادب او د لومړنۍ ساینسې وسیلې په اړه استاد حبیب الله رفیع لیکي: «  شلمې پېړۍ پښتو ادب ته ډېر نوي موضوعات ورکړل، ډېر نوي ادبي صنفونه او فورمونه یې وروبښل. د ساینس او تخنیک ډېر نوي وسایل او امکانات د پښتو خدمت ته وګومارل شول. .. ۱- د ودې د نویو ساینسي امکاناتو په لړ کې پښتو د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د چاپ غېږې ته ولوېده او له ۱۸۱۸ع کال را وروستته د پښتو کتابونو او په پښتو کې د کتابونو خپرېدل پیل شول او دا لومړنۍ ساینسي وسیله وه، چې د پښتو د ودې له پاره په کار ولوېده.

۲- د همدې پېړۍ تر دوهمې نیمايي پورې، چې د پښتو منظوم ادب د عربي او دري ادب ټول مروج قالبونه او صنفونه خپل کړي وو، د پښتو په نثر کې یو لوی تحول رامنځ ته شو او د نولسمې پېړۍ په همدې دوهمه نیماي کې د تنګي مولوی احمد، قاضي میر احمد شاه رضواني، منشي احمد جان او نور محمد نوري افغان په خپلو اثارو کې د پښتو نوي هنري او بدیعي نثر پیل کړ او له دې ساینسي او شکلي بدلون سره پښتو ادب شلمې پېړۍ ته داخل شو«هاشمي،۱۳۹۲: شپاړسم».

د ښه اقتصادي پرمختګ په اساس لاندې هڅې پیلېږي:

مطبوعات: موږ د تېرو دوه لسېزو شاهدان یاستو، چې د نړیوالو د مرستو په اساس یو شمېر کسانو اقتصادي ګټې تر لاسه کړې، ځینو ملي سوداګرو او ځینو سیاسیونو د خپلو اهدافو له پاره تلویزیون، راډیو، اخبار، مجله او جرېدې رآمنځته کړې. بېلابلې خپرونې یې درلودې، چې ادبي او  فرهنګي مسایلو هم  په دې رسنیو کې ځای درلوده او په اړه یې ورځ تر بلې لیکوالو یا د خپرونو مسولینو خپرونې جوړولې او نوې او تازه مسایل یې وړاندې کول. همدې لړیو کله کله ځوان لیکوال او شاعران وهڅول تر څو د شعر او لیکوالۍ لمن کلکه کړي او نوې پنځونې رامنځته کړي. کله کله په دې رسنیو کې ځنې ژانرونه پال کېدل او په مسلکي لحاظ ورته لیکنې هم وشوې. اوسمهال د نړیوالو مرستو په بندېدو سره په هېواد کې ګڼې چاپي رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

ښونېزې ادارې: اوسمهال د هېواد  په ګڼو برخو کې د ښونیز سیتم د پرمختګ له پاره هغه کسانو هم شخصي هڅې پیل کړي چې ښه اقتصاد او امکانات لري. همدا اوسمهال ګڼ شمېر شخصي ښونځي او د لوړو زد کړو موسسې جوړې شوې دي. ښکلې او ښایسته ودانۍ ورته جوړې شوې دي او د تدریس سیستم له پاره هم ځنې ګڼې اسانتیاوې لري. نو ورځ تر بلې د زده کړو لړۍ لا پراخېږې. په همدې اساس اړتیا ده چې دوی ته تدریس اثار او مواد ورکړل شي نو ګڼ شمېر تدریسي ادبي او فرهنګي اثار هم چاپ شول.

چاپ وسایل: د مطبوعاتو او تدریسي اثارو او لیکنو په هدف د چاپ وسایلو ته اړتیاو، چې ځینو خپرونو او ځینو کسانو د چاپ ماشیونه او امکانات خپل هېواد ته راوړل. هره ورځ د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې اخبارونه، مجلې ، رسالې او کتابونه چاپېږي. د تېرو دوه لسېزو راهیسې  د شاعرانو او لیکوال ګڼ شمېر اثار چاپ شول. پخوا به کتابونه خطاطانو لیکل. اوسمهال د کمپیوټر په اساس او د تخینکې وسایلو په اساس په ښه ډیزاین او کم وخت کې د چاپ تر درشله رسېږي. هغه واټن اوس هم له منځه تللی دی، چې زموږ اثار به  په نورو هېوادونو کې چاپېدل.

ادبي او فرهنګو ټولنې: کله چې ټولنیز بدلون رامنځته شو، د ځینو کسانو له خوا اړتیا ولیدل شوه، چې په شعوري توګه د خپلې ژبې او ادب له پاره هم هڅې وکړې ؛نو په همدې اساس دوي بېلابیلې فرهنګي ټولنې رامنځته کړې. دا ټولنې زیاتره د لیکوالو، شاعرانو او ځوانانو له خوا  وې؛خو ځینې ټولنې د سیاسیونو او سوداګرو او قومي مشرانو له خوا د خپلو اهداف پر موخه هم جوړې شوې دي. ځینو فرهنګي ټولنو د خپلو اهدافو او کاري فعالیتونه له پاره اخبارونه، مجلې او جریدې هم رامنځته کړې وې، چې د ادب پر غنا مندۍ کې یې رول لوبولی دی. کله کله د همدې فرهنګي ټولنو له خوا مشاعري او د لیکوالو اثار هم چاپ شوي دي.

فیستوالونه: د اقتصاد پر مټ په ځینو ټولنوکې فیستوالونه جوړېږي، د خپلې ژبې او ادب په اړه څو ورځې دوام لري، چې د هېواد سر بېره  د نورو هېوادونو څخه هم ځینې کسان په کې برخه اخلي، د ادبیاتو په بیلابیلو برخو باندې خپلې لیکنې او مقالې وړاندې کوې او دا لیکنې بیا د اثارو په بڼه چاپوي.

د اثارو د چاپ لړۍ: په یوه ټولنه کې  د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره د ځینو ادارو، فرهنګي ټولنو، رسنیو او ملي سوداګرو له خوا بېلابیل علمي ، فرهنګي او ادبي اثار چاپېږي. همدا اوسمهال په هېواد کې په سلګونه عنوانه  اثار چاپ شوې دي او هر کال د الړۍ دوام لري، چې تر شاه یې د سوداګرو لاس دی. کله چې اثار چاپېږي: نو لیکوال او شاعران لا خپلو لیکنو او فعالیتونو ته دوام ورکوي مګر د چاپ د امکاناتو د نه شتون په اساس دډېرو لیکوالو او شاعرانو اثار ورک شوي او له منځه تللي دي.دا پرمختګونه هلته رامنځته کېدای شي، چې په یوه ټولنه کې جګړه نه وي:

زړونه مو له زنګه خدایه وساتې

نور کلی له جنګه خدایه وساتې

ډېر ځلې لویدلې پاڅېدلې یو

بیا مو له ګړنګه خدایه وساتې

ټول عمر به شعر ته ریاضت کوم

ما د بل له رنګه خداه وساتې

«وفا، ۱۳۹۶: ۴۴».

 

فرهنګي وضعیت:  د هېوادونو ترمنځ د ګډو ټولنیزو اړیکو په اساس د دوی په فرهنګي برخه کې یې هم اغېزې لیدل کېږي. دا اغېزې هم د ادب په پرمختیا کې زیات رول لري، خو کله کله   یوه ټولنه  د خپلې ژبې د کلماتو او اصطلاحاتو تر اغېز لاندې هم راولي.

زموږ لرغونی ادب زیاتره د عربي ژبې څخه متاثره دی، ځکه  عربي  اسلامي ژبه وه نو په پښتو او فارسي  یې هم اغېز غورځولی دی. هغه مهال چې زیاتره دیني عالمانو یا د ټولنې باسواده قشر لیکنې کړې دي زیاتره یې عربې کلمې کارولې دي او موږ متکلف نثرونه هم لرو . د دې ترڅنګ له نوموړي ژبې څخه ځینې ژانرونه هم پښتو ژبې ته دا خل شوې دي . 

 د نړۍ پرمختللي هېوادونه د پرمختګ په حال کې دي، دوی نه یوازې په سیاسي او اقتصادې لحاظ پرمختګ کوي، دوی په علمي او فرهنګي لحاظ هم د ځینو نورو هېوادنو په پرتله پرمختک کړی دی. د خپلې ژبې: ادبي، ګرامري، تیوري او نور اړخونو کې کار کوي. ځینې شیان له نویو زاویو ګوري، چې په پایله کې نوي موضوعات او نوي ژانرونه رامنځته کېږي. دوی په نوي ژانرونو کې نوي خیالونو یا د ژوند بیلابیلې خوا وې ځای پر ځای کوي، خو وروسته د څو لسیزو دا نوي ژانرونه وروسته پاتې هېوادونو ته د ژباړو د لارې داخلېږي.

زموږ د لرغوني ادب تاریخ که د غزل، قطعې، مثنوي یا په ټوله کې د عروضي ادب ژانرونو ته ځېر شو. ډیری د ژباړې د لارې د عربي او پارسي د ژبې څخه داخل شوي دي. د نمونې په توګه زموږ د لرغوني ادب په تاریخ کې د دې سرلیک: « پښتو ادبیات د نوو شعري ډولونو د خپلولو په درشل کې» لاندې لیکل شوي دي: « د پښتو شاعرۍ کې له دغو خپلو ملي او وطني شعري ډولونو سر بېره د خپلې سیمې د فرهنګي او ادبي جریان تر اغېز لاندې او له نورو فرهنګونو سره د  نزدیکتونو له پلوه پښتو شاعرانو د شرقي شاعرۍ شعري ډولونه هم خپل کړي دي، لکه: د درېیمې هجري پېړۍ په جریان کې په پښتو شاعرۍ کې قطعه پیدا شوه او په پنځمه هجري پېړۍ کې د قصیدې په چوکاټ پښتو شاعرۍ وشوه. خو د اتمې هجرې پېړۍ تر دوهمې نیمايي وروسته چې د پښتو کوم اثار ایجاد شوي دي او موږ ته یې نمونې رسېدلې دي په دغو اشعارو کې د شرقي شاعرۍ ځینې داسې انواع په پښتو شاعرۍ کې مومو، چې تر دې زمانې د مخنیو اشعارو کې موږ داسې شعري انواع نه لرو.

… د ده د دیوان په دغو پاڼو کې د اکبر دوې ټوټې (مثنوي) خوندي دي… د اکبر زمینداور د دیوان په لاس ته راغلو پاڼو کې د پښتو دوې غزلې هم شته…د اکبر د دیوان په لاس ته راغلو پاڼو کې د شرقي شاعرۍ د دوو مشهورو او عمده شعري ډولونو لکه غزل، مثنوي د نمونو تر څنګ د پښتو چاربیتې موجودیت په دې دلالت کوي چې زموږ پخوانیو شاعرانو که د شرقي شاعرۍ شعري ډولونه خپلول»«هېوادمل، ۱۳۹۳ : ۶۸».

استاد حبیبي په خپل اثر« د پښتو ادب لنډ تاریخ» کې  د  (۱۲۵۰ هـ ق) را پدیخوا په یوه پېړۍ کې د پښتو ادب د تحول خینې عاملونه په ګوته کړي دي، چې موږ یوازې یو عامل دلته راوړو: « په دې وروستۍ دوره کې د پښتو په نظم او نثر  دواړو کې د ترجمې حرکت هم پیدا شو، ځینې کتابونه له اردو او انګریزي څخه او ځینې هم له عربي او فارسي څخه په پښتو ترجمه شول، … د ترجمې دغه حرکت و چې له ځانه سره یې نوي فکرونه او د نوي مدني ژوند اساسونه هم راوړل او پښتو ادب ته یې یو نوی ادبي تحول ور وبښه، په دې ترجمه کې  شاعران او لیکوالان دواړه مجبور وو چې په داسې ژبه خبرې وکړي چې لوستونکي یې په مطلب ښه پوه شي. نو له دې جهته هم په نظم هم په نثر کې رواني او شکفتګي موجوده شوه، خلک خپل قدیم تاریخ ته متوجې شول او د اروپا د مدنیت او د ژوند نوي فلسفي فکرونه هم په نظم او نثر کې وارد شول او هغه فکري انقلاب چې د ۱۹ قرن له ملي او قومي نهضتونو سره راغلی و د پښتو ادب ته یې هم نوې ښکلا، نوې  مفکوره او نوي تغیرونه ور وبښل»« حبیبي، ۱۳۸۷: ۱۸۰».

که په لنډه توګه ووایو د پښتو په لرغونې او منځنۍ دوره کې موږ د عربي ژبې اغېز په پراخه پیمانه وینو د همدې اغېز له مخې په پښتو کې مسجع نثر رامنځته شو. لیکوالو متکلف نثرونه لیکلي دي له بلې خوا ګڼ شمېر شعري کالبونه رامنځته شول چې شاعرانو په کې پنځونې کړې دي. هغه مهال، چې بایزید انصاري د تصوف لاره نېولې وه هغه مهال زموږ د هېواد په شاو خوا سیمو کې د تصوف او عرفان لوی مرکزونه و.  د پیرۍ او مریدۍ بازار ګرم و؛ نو زموږ په سیمه یې هم اغېز وکړ، چې لیکوالو او شاعرانو په همدې اړه مسلکي لیکنې وکړې او خپل تصوفي او عرفاني نظریات، اصلاحات یې د ادب لمن ته هم ور واچول.

د پښتو معاصر ادب باندې بیا د لویدیځې نړۍ اغېز لېدل کېږي. هغه مهال د هند فرهنګي اغېزې او د اروپايي هېوادونو اړیکې له هند سره په پښتو ژبه هم اغېز کړی دي ډېري هنري نثري ژانرونه له اردو او انګلیسي ژبو څخه د ژباړو د لارې پښتو ته داخل شوي دي. اوسمهال انګلیسي ژبې لغات او اصطلاحاګانې زموږ ادب ته هم داخلې شوې دې او خلکو یې په ورځینو خبرو اترو کې هم کاروي. یانې دا اغېز کولای شې کله کله د یوې ټولنې پر ادب داسې اغېزه وکړې چې تر خپل سیوري لاندې راولې او د بلې ژبې ډېر څخه خپل کړي. د یوې ټولنې فرهنګي اغېزې کله کله د ژباړو لړۍ رامنځته کوي. د دې پر ځای چې لیکوال تخلیق وکړي ډېری مهال ژباړو ته لاس غزځوي.

ماخذونه

۱ – حبیبي، عبدالحی.(۱۳۸۷).د پښتو ادب لنډ تاریخ. کندهار: د علامه رشاد د څېړنو مرکز.

۲ – کهزاد، احمد علی. ( ۱۳۶۸). بګرام – کاپیسا. کابل: میوند خپروندویه ټولنه.

 ۳ – وفا، محمد دواد.(۱۳۹۶). د معاصر ادب څلورم پړاو. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۴ -هېوادمل، زلمي.(۱۳۹۳ هـ ش).د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۵ ـ  هاشمي، سید محی الدین .(۱۳۸۹هـ ش). د نثري ادب ډولنه. جل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *