خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ارواپوهنیزه ژبپوهنه| مسلم داوودزی

اومه برخه
۸. جمله او اروایي واقعیت:
۸-۱: د چامسکي په ګرامر کې د معنا، تلفظ او نحوې اړیکې:
چامسکي وایي چې ګرامر یې داسې جوړ دی چې د معنا او تلفظ ترمنځ پکې اړیکې نحوه جوړوي. د چامسکي په ګرامر کې نه معنا او نه هم تلفظ د جملې نحوه جوړوي بلکې نحوه د معنا او تلفظ څخه خپلواک څیز دی. د جملې معنا او تلفظ د نحوې په پلي کېدو مشخصېږي.
۸-۲: د چامسکي ګرامر ولې پلی کېدای نه شي:

د چامسکي په ګرام کې که موږ د نحوې، تلفظ او معنا اړیکو ته پام وکړو، نو دا به ومنو چې ګرامر یې د پلي کېدو وړ نه

مسلم داوودزی

دی. نه د خبرو په پوهېدو کې او نه هم په خبرو کې ونډه لرلای شي.

کله چې څوک خبرې کوي باید د یو څه ویلو هوډ ولري او بیا یې بیان کړي، په واقعیت کې ویونکی په خپل ذهن کې چې څه لري غواړي نورو ته یې ورسوي. نو د لېږد لپاره یې له غږونو څخه ګټه اخلي. پر خبرو پوهېدل بیا د دې پر عکس کار دی یعنې لومړی غږونه اورو او بیا یې پر معنا پوهېږو.
پر جملو د پوهېدو او جوړولو بهیر د چامسکي په ګرامر کې د پوهېدو او جوړولو سره پر تله شوی دی. هغه برخه کې چې پوښتن نښه راغلې یعنې ځیني نورې نا مشخصې ځانګړنې هم پکې ونډه لري.
د جملو جوړولو بهیر:
معنا         [ نحوه+ ؟]         تلفظ
پر جملو د پوهېدو بهیر:
تلفظ         [ نحوه+ ؟]          معنا
د چامسکي د ګرامر اوډون:
معنا
                             نحوه
تلفظ
نو د چامسکي له ګرامر څخه نېغ پر نېغه ګټه کولای نه شو. د چامسکي په ګرامر کې نه معنا او نه هم تلفظ د خبرو اترو بهیر پیلوي او دواړه د نحوې محصول دي چې له یو- بل سره نېغه اړیکه هم نه لري.
دا چې د چامسکي ګرامر د پلي کېدو بهیر نه دی، نو څنګه د جملو په جوړولو او پرې پوهېدو کې ونډه اخلي؟
۸-۲-۱: په خبرو اترو کې د پلي کېدونکو بڼو ډولونه:
په خبرو اترو کې دوه ډوله پلي کېدونکې بڼې شته:
– سرچینه‌ییز ګرامر چې په دې بڼه کې د خبرو اترو په بهیر کې له ګرامر څخه د سرچینې په توګه کار اخیستل کېږي.
ـ بهیریز ګرامر په دې بڼه کې بیا ګرامر خپله په خبرو اترو کې د یو بهیر په توګه کارېږي.
۸-۲-۲: د چامسکي د سرچینه‌ییز ګرامر د پلي کېدو بڼه:
د دې لپاره چې د چامسکي پر خبرې پوه شو نو د ریاضي د ضرب او تقسیم له مثالونو څخه ګټه اخلو.
د ضرب او تقسیم د حلولو لپاره د ضرب جدول ته اړتیا لرو. داسې جدول چې له ۱= ۱×۱ څخه تر ۱۰۰= ۱۰×۱۰ پورې ترکیبونه پکې وي. خو دا جدول دې پوښتنې ?=۳۲× ۴۶۸ ته ورته پوښتنو ته ځواب ورکولای نه شي.
د داسې مسایلو د حل لپاره باید له قلم او یا له ذهن څخه کار واخلو او پر دې پوه شو چې کوم رقمونه له یو- بل سره ضرب کړو. ترتیب یې څه رقم وي. کوم اعداد ولیکو او کوم په حافظه کې وساتو. پیل داسې کوو چې ۲ له ۸ سره ضربوو یعنې د ښي خوا لومړني رقمونه یې یو- بل سره ضربوو او بیا ۲ له ۶ سره یعنې همداسې ۲ د لومړني عدد له ټولو رقمونو سره ضربوو د ۸× ۲ او ۶× ۲ ځواب څو دی؟ د ځواب لپاره یې په ذهن کې مو چې کوم جدول دی ترینه ګټه اخلو او ۱۶= ۸× ۲ او ۱۲= ۶× ۲ یې ځوابونه دي.
له ۱۶و څخه ۶ لیکو او ۱ مو په حافظه کې ساتو. له حافظې څخه هغه وخت ګټه کوو چې د ضرب حاصل له یوه رقم څخه زیات وي، همداسې تر پایه موږ هم له سرچینې یعنې د ضرب له جدول څخه او هم مو د کارونې له قواعدو څخه ګټه وکړه.
نو دوه ډوله پوهه مو وکاروله، لومړی د ضرب جدول او بله هم د هغو قواعدو له ټولګې څخه چې د ضرب د جدول کارونه کې برابر وي.
د ضرب له جدول څخه د تقسیم په حلولو کې هم د یوې مهمې سرچینې په توګه کار اخیستلای شو. لکه د ۹/۴۸۳ پوښتنه په پام کې نیسو، د دې مسالې د حل لپاره باید له نورو قواعدو ګټه وکړو لکه: په پیل کې باید د مقسوم د کیڼې خوا رقم ( ۴و) ته پام وکړو او وګورو چې د مقسوم علیه ( ۹و) سره برابر دی او که کوچنی دی؟ د دې لپاره چې ( ۴) له ( ۹و) څخه کوچني دي نو د خوا بل رقم یې هم ورسره زیاتوو او بیا ۴۸ پر ۹ تقسیموو. د دې لپاره باید د ضرب له جدول څخه هم ګټه واخلو د ضرب په جدول کې داسې یو عدد له ۹ سره ضرب شي چې د ضرب حاصل یې له ۴۸ سره مساوي وي او یا هم ترینه لږ وي. ۴۵= ۵× ۹ همداسې یو عدد دی.( ۵۴= ۶× ۹ سم ځواب نه دی. ځکه چې له ۴۸ ډېر دی.) ۵ لیکو او ۴۵ له ۴۸ څخه کموو همداسې د بېلابېلو قواعدو په پلي کولو د پوښتنې ځواب موندلای شو.
ومولیدل چې د ضرب له جدول څخه د یوې سرچینې په توګه د ضرب او تقسیم د حلولو لپاره ګټه اخلو د ضرب لپاره خپل قواعد او تقسیم لپاره خپل قواعد دي.
                                     د ضرب ځواب         د تقسیم ځواب
د ضرب قواعد
د ضرب جدول
د تقسیم قواعد
 د ضرب پوښتنه​​د تقسیم پوښتنه
چامسکي د ګرامر رول ته پر خبرو پوهېدو او خبرې کولو کې د ضرب جدول غوندې ګوري. ګرامر د پلي کېدو سرچینه جوړوي چې د خبرو اترو لپاره بېلابېلو قواعدو ته اړتیا لري.
                                               تلفظ          معنا
د خبرو کولو قواعد
ګرامر
پر خبرو د پوهېدو قواعد
            معنا​​       تلفظ
په خبرو کولو کې معنا دننه‌نی رول لري او تلفظ یې بهرنی رول ګڼل کېږي، خو په خبرو پوهېدو کې تلفظ دننه‌نی او معنا یې بهرنی رول دی.
چامسکې د قواعدو ماهیت ته دومره پام نه کوي او د ارواپوهنیزو ژبپوهانو مسوولیت یې ګڼي. د دې ویش پر بنسټ د ژبپوهانو کار د ګرامر وړاندې کول او د ارواپوهنیزو ژبپوهانو کار بیا د ګرامر د قواعدو د پلي کولو د څرنګوالي وړاندې کول دي.
۸-۲-۳: د بهیریز ګرامر د پلي کېدو بڼه:
دا ګرامرونه خپله د خبرو اترو په بهیر کې ونډه لري. یعنې یوازې سرچینه نه ده بلکې خپله قواعد دي او خبرې کوونکي یې په خپلو خبرو کې کاروي خو خبره دا ده چې دا قواعد هم پوره د خبرو بهیر ځکه وړاندې کولای نه شي، چې د دې تر شا ځینې نورې موخې هم وي یعنې د معنا تر څنګ ځینې فرعي موخې لکه: چاپلوسي، درناوی او سپکاوی هم وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *