خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

کورونایي ښکیلاک | حفیظ الله حفیظ

د سر یادونه: ښکیلاک (استعمار): که څه هم دغه اصطلاح په پراخه توګه ډیرې موضوعګانې په برکې نیسي او ډیر ابعاد لري دلته یوازې د ملتونو یو ډول ماتي، خاموشتیا، چوپتیا او له ویرې پټیدا هغه کلمې دي چې یوه څنډه د ښکیلاک باله شي او په ټوله نړۍ یی ولکه ده پس هغه قدرت چې یوه برخه یا ټوله نړۍ د ولکې لاندې راولي ښکیلاک دی. د کرونایي ښکیلاک اصطلاح زما د فکر او مطالعې زیږنده ده په هیچا پورې اړه نلري شاید د دې اصطلاح سره ځینې لوستي پوهان هم نظره نه وي خو دا د هغوی خپل نظر کیدای شي ولې ډيری د ټولنیزو علومو اصطلاحات داسې دي چې اتفاق نظر پرې موجود ندي. نوموړي اصطلاح له ډیرو څیړنو وروسته ممکنه ده د سیاسی مصطلحاتو په قاموس په کم څه توپير یا تائید اضافه شي. 

پوره دوه زره کاله نړۍ هېڅ وخت آرامښت نه درلود همیشه انسانانو وژونکي، ویروونکي او تر ولکې راوستونکي حالتونو او وضعیتونو شاهده وه. مذهبي آیدیالوژیک او اتنیکي(موزائیکي) شخړې او جګړې په پراخه پیمانه تجربه کړي دي. د منځني ختیځ جګړې،  اروپایي څلور پیړۍ مذهبي جګړې، ناپیلیوني جګړې، بریتانیايي جګړې، عثماني جګړې، نازي جګړې، ستالینی او لینني جګړې، مغولي جګړې، دوه لویې نړیوالې جګړې، تروریستي جګړې….، چې همیشه زورو هیوادونو او قدرتونو بی وزله او کمزوري ملتونه او دولتونه د تاریخ په بیلابیلو ادوارو کې تر خپلې ولکې/سلطې یا ښکیلاک)استعمار( لاندې د تورو او درنو وسلو او ناداره ظلمونو په وجه راوستي دي. د ځمکې په سر د انسانانو د ژوند هیڅ داسې سیمه نه وه/نه شته، چې د جګړې ورانیو مزه یې نه وي څکلي.

۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸ نولسمه او شلمه پیړۍ د ښکیلاک د پیل او او پای پیړۍ یادیږي څلور ډوله کالیونالیزم یې د اروپا وچې څخه پیل تر امریکا، افریقا، منځني ختیځ او آسیا پورې رسیدلی وو. ۱۷ او ۱۸ پیړۍ د استعمار اوج او شلمه پیړۍ د ښکیلاک زوال او د مستعمره هیوادونو استقلال.

روم، ناپیلیوني، هالنډي، فرانسه، هسپانیه، پرتګالي، لوی برطانیایی کالیونالیزم او په آسیا کې مغولي، اتحاد جماهر شوروي، احمد شاه بابایی امپراطوریو پیراموني او ځینې لرې پراتې سیمې/دولتونه او ملتونه یې تر خپل ښکیلاک لاندې راوستې ول خو؛ هیڅکله ټوله نړۍ او ملتونه په یوه وخت کې د یوه ښکیلاک )استعمار( لاندې ندي راغلي. پخوا همیشه په بېلابېلو جغرافیایي محدودو کې څو امپراطورۍ موجودې وې چې هر یو یې ځانته د ښکیلاک او استثمار سیمې او محدودې ټاکلې وې کله کله به دا ښکیلاکونه د متحدینو یا موافقینو چې اوس ورته ټول ګټي)مشترک المنافع یا (Common wealth یا ګډ ائتلاف…… وایې راتله، خو دا ځل نه لیدونکی مګر تر ټولو قوي خاموش ښکیلاک یا کرونایی ښکیلاک چې تر دې دمه یې هېڅ قوي دولت – ملت یا حتا هژموني قدرتونو یې مخنیوی ونشو کړای، ټوله نړئ او ملتونه دولتونه د یوه خاموش نه لیدونکي ښکیلاک یا کورونایی ښکیلاک لاندې راغلي، په وړاندې یی تر اوسه انساني هڅې بې پایلې دي. ټول انسانان یو له بله لرې والي غواړي هر څوک په ځان حیران دی د ځان مصئون والی غواړي بلها ډیرې خبرې…د ماتي لپاره یې تر اوسه د دولتونو تر منځ د کوم ګډ ائتلاف څرک نه تر سترګو کیږي.

خو دا ځل به هم لکه دا نور نظامي او سخت وخشي ښکیلاکونه چې له ماتې او بدنامۍ سره مخ شول دا کرونایی ښکیلاک یا که ووایو خاموش ښکیلاک به هم له ماتې سره مخ شي او نابود به شي، لکن فقر، لوږه به زیاته شي دولت – ملتونه به د اقتصادي سختو ستونزو سره مخ شي په سلونو نورې ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي ستونزې به رامینځته شي…..

دلته سوال دا دی چې دا ښکیلاک ولې دومره قوي او په چټکۍ سره روان دی د نیم کال نه په کمه موده کې یې ټوله نړۍ تسخیر کړه د دې کرونایی ښکیلاک ځانګړنې او توپیرونه د نورو سره څه دي؟

  1. پدې )کرونایی ښکیلاک( کې مبارزه او مقابله او که ووایو جنګ د هم النوع موجوداتو ترمنځ نه بلکې د مختلف النوع اجسامو تر منځ دی یو خواته یې په غټ جسامت انسانان چې اشرف المحلوقات او د هوش او فکر خاوندان دي بل خواته یی نه لیدونکی نامریی کرونا وایروس. جالبه یی لا داده چې د ودې، تکثر او تقویت لپاره هیڅ مالی لاسنیوي ته ضرورت نلري او تلفات یی هم پر چا اغیزه نلري.
  2. هو؛ په دا ښکیلاک کې به د نورو وخشي ښکیلاکونو په څیر درنې او ویجاړونکي وسلې، بمونه، جنګي الوتکې او… نه کارول کیږي نظامي او ملکي عامه تاسیسات به نه ورانوي بلکې ددې ښکیلاک په وجه به ټول تاسیسات محکم، مډرن او ازدیاد پیدا کوي.
  3. په پخوانیو ښکیلاکونو کې به عمومن نظامیان یا هغه څوک چې مقاومت به یې کاوه په نښه کیدل او هغه تاسیسات به په نښه کیدل چې له هغه ځایه به مقاومت کیده، بې له شکه پخواني ښکیلاکونه د وخشت او ظلم سره مله ول د نظامیانو تر څنګ به ملکي وګړي)بې دفاع وګړي( هم پکې په ډیرې بې رحمۍ سره وژل کیدل، یوه وجه همدا وه چې کمزوریو هیوادونو به د نظامي تلفاتو تر څنګ یی د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په وجه استعمار ته غاړه کیښوده او کالوني به یی پر ځان منله. خو دا ښکیلاک په هیچا رحم نکوي.
  4. کورونایی ښکیلاک د نورو پخوانیو ښکیلاکونو سره په ډیر توپیر خپل کورونایی (عدالت) پلی کوي که هر چا یی پر وړاندې بې پروایی وکړه )نظامیان، ملکیان، قدرتمند، کمزوري، پانګوال، غریبان، ښځې او ماشومان، ځوانان او لویان، پاچاهان او امیان، سیاست مداران او رهبران…( بې دریغه یې د خپلې حملې لاندې راولي. خو؛ په دریمه نړۍ کې د انسانانو ترمنځ توپیر (انسانی تبغیض) ته په کتو بې واکه، کمزوري، فقیر او بې وزله… طبقه به د نورو پرتله ډیره سخته وځپی او لویه قرباني به ورکړي دا ځکه چې ) د غریب ملا په آذان څوک روژه نه ماتوي(. په وروسته پاتې هیوادو کې طبقاتي توپیر ډیر دی چارواکي او زورمندان او قدرتمندان ته به ټول امکانات برابر وي (ځینې به یې شوقي ټیسټونه کوي) خو بې وزله اولس به امکاناتو ته د نه لاسرسي له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي. بل توپیر دا هم کیدای شي چې ماړه خلک)چارواکی/مقامات، پانګوال، د حرامو خوړونکی/راټولونکي، محتکران….( به د دې نامرئي پدیدې سره د مقابلې امکانات ولري، د بدن انتی باډي به یې قوی وي، پوزبند، دستکش، ضد عفونی… او بلاخره به ) په کور پاتې شي چې روغ پاتې شي(، خو بې وزله اولس به د امکاناتو په نه لرلو په رڼا ورځ د مړه کیدو خوبونه ویني هره لحظه به یې مرګ مخته ولاړ وي، بیچاره څه به وکړي؟ د ځان او کورنۍ لپاره د وچې ډوډۍ پیدا کولو لپاره به لیدونکی مرګ ته غېږ ورکوي او د نړۍ څخه د زر تلو لحظې به شماري او لوټماران به پردۍ مرسته شوي توکي په ډیرې سپین سترګۍ سره غله کوي.
  5. کورونایی ښکیلاک قدرتمندو هیوادونو ته وریاده کړه چې لا تر اوسه څومره کمزوري یاست او څومره نوره کار ته اړتیا شته، ځینې مسلمانانو ته یې اسلامي نصوص ور په یاد کړل او ځینې نور یې انساني وینې زبېښونکي شول او بشر ته یی دا وښودله چې دا نړئ کې یوازینی شی چې مهم دی هغه انسانیت دی خو “کوپارو” د همدردۍ او د یو بل ژغورلو لپاره )انسانیت ژغورلو( لپاره یو بل ته لاس ور کړ ټول امکانات په ګډه استفاده کوي خو د دریمې نړۍ په ځانګړي ډول زمونږ د هیواد مسلمانان یې بیا بر عکس روان دي.
  6. دې ښکیلاک بشر ته د خپلو کمزوریو نکتې ور په ګوته کړې لدې وروسته به بشر د هر څه خوړلو او څښلو ډډه وکړي شاید د روغتیا نړیوال سازمان د خوړلو لپاره ځینې سپارښتنې ولري او د خوړلو لپاره ځانګړي مینو جوړه کړي- شاید غربي هیوادونه پدې هم قناعت وکړي او پام وکړي چې ځینې شیان چې خوړل یې په اسلام کې حرام ګڼل شوي او روغتیا ته ضرر لري وڅیړي او د ځینو د مسلمان کیدو اټکل هم کیدای شي.
  7. پخوانیو ښکیلاکونو به عمومن د سوداګرۍ پراختیا، او د ځمکتل زیرمې تر ولکې لاندې راوستلو لپاره جګړې او کالونۍ او استثمار ته مخه کوله خو د دې ښکیلاک ټول فوکس په انسانی نیرو باندې دی نو همدا وجه ده چې ټول اقتصادي او انساني فعالیتونه یې په ټپه درولي نو طبیعی ده چې د دې ښکیلاک په واسطه اوښتي اقتصادی زیانونه به څو ځلې د هغه پخوانیو ښکیلاکونو په پرتله زیات وي. له بلې خوا کرونایی ښکیلاک بشر ته ددغو زیرمو څخه د بشر ژغورولو لپاره د بشر ویښتیا ا واغیزناکه ګټنه را په ګوته کوي.
  8. پخوانیو ښکیلاکونو کې به هیوادونه د بیرون څخه تهدیدل خو دا ځل یې له درون څخه تهدیدوي.
  9. پخوانیو ښکیلاکونو کې به د پرمختګ سره سم نوي ستراتیژۍ او پلانونه جوړول او عملي کول به یې، خو دې ښکیلاک د ټولې نړۍ جوړ شوي پلانونه او ستراتیژۍ د لسو کالونو لپاره وځنډول.
  10. دې ښکیلاک د نورو په پرتله کورنی نظام پیاوړی کړ او د کورنۍ د غړو ترمنځ عاطفه یې تقویت کړه.
  11. د دې ښکیلاک توپیر له نورو سره دادی چې د نورو د پیل او پای نکته مالومه وه له کومه یې چې پیل کړي د ماتې وروسته یې جغرافیه محدوده شوه ولې له منځه لاړ نشو خو کرونایی ښکیلاک د پيل محل مالوم ولې د ماتي نکته یې نامالومه ده ټوله نړۍ یې تسخیر کړه ولې له ماتي وروسته به هیڅ جغرافیه یې محدوده ونلري.
  12.  نورو ښکیلاکونو د ځان سره؛ نورو دولتونو او ملتونو ته سخت د سر او مال درانه زیانونه واړول خو دې ښکیلاک  چې ټوله نړي ته یې د سر او مال او درانه اقتصادی، سیاسی او ټولنیز تاوانونه واړول ولې له ماتي وروسته به د دې ښکیلاک د اوښتي تاوان اټکل ونشي.

له بله پلوه به د نړۍ په معاصر سیاسی-اقتصادي ادبیاتو کې د )کرونایی ښکیلاک( کلمه د دې ښکیلاک د پیل او ماتې په ذکر کولو سره په ډیره جدي او ژوره توګه مطرح او د سیاست او اقتصادي بیلابیلو تیورئیو پر بنسټ وڅېړل شي. پخوا به د څیړنو لپاره د تاریخ مبدا ذکر کیده لکه: د وستفالیه ۱۶۴۸ تړون نه مخکې یا وروسته، د فرانسې ۱۷۸۹انقلاب  نه مخکې یا وروسته، )د اولې یا دویمې نړیوالې جګړې، د اکتوبر ۱۹۱۷ انقلاب، د ملګرو ملتونو سازمان  ۱۹۴۵ ایجاد، ساړه جګړه، ۲۰۰۱ سپتمبر، بهار عربی، …( نه مخکې یا وروسته زماني محدوده د تاریخ په نه ذکر کولو سره د لوستونکو ذهن ته د هغه نېټه نیغه سترګو ته دریده دا ځل به لدې وروسته څیړنې د کرونا مخکې او یا وروسته نړۍ په عنوان تر سره کیږي چې دا عنوان به قرائنو ته په کتو درې لسیزې دوام وکړي. له بده مرغه دریمه زریزه په بدو پدیدو پیل شوه د دریمې زریزې اوله لسیزه د سپتمبر په تروریستي بریدونو، دویمه لسیزه بهار عربی په جنګونو او دا دی دریمه لسیزه د کرونا پر وبا پیل شوه.

د یادولو وړ بولم، د کرونا وروسته به نړۍ پیچلی حالت غوره کړي تر اوسه پورې په سیاست او اقتصاد کې د غربی هیوادونو تیوری او مکانیزمونه د کارولو وړ، غالب او مخکښ ول په سیاست او اقتصاد کې د ریالیسم، مرکانتلیزم، لیبرالیزم، آزاد بازار، همګرایی… خو دا ځل به په شدت سره آسیایی غالبې او د کار وړ سیاسي او اقتصادي تیورۍ خاکمې شي. د کرونا وروسته به د وابستګي نظریه لا پسې معلقه شي او د (شمال-جنوب) یا نړیوالتوب نظریه به کاملن برعکس حالت غوره کړي. بیا به آسیایی مملکتونه او ملتونه د سون توکي نه وي د قوي بازیګران په توګه به د نړیوال نظام او نظم لپاره د توازن ساتلو په موخه را ودانګي. 

په پایله کې ویلی شو چې پوره ۲۰ پیړۍ او دوه لیسیزې په اروپایی، آسیایی او منځني ختیځ کې د ټولو مقدساتو او مقدسو ارزښتونو(ارزښتمنو مقدساتو) په لرلو سره، هم مذهبی، قبیله یی او ځینې یې نژادي جګړې، آخ و ډب روان وو/او دی. څلور پیړۍ اروپا مذهبي جګړې وځپله، په لسونو ښکیلاکونه، جګړې او وحشت ناکې جګړې بشریت تجربه کړې، سره له دې چې بشر او بشریت نه شمیریدونکي ځاني، مالي، فرهنګي، ټولنیز، اقتصادی وغیره… تاوانونه واړول ولې بشر د دغو بدمرغیو څخه د خلاصون او یو هوسا ژوند لپاره خپله نه ماتیدونکي مبارزه جاري ساتلی او لله الحمد له ټولو ناحوالو څخه بریالی راوتی دی.کرونایی ښکیلاک مونږ ته دا فرصت راوپیژنده چې خصوصی سکتور، دولتي سکتور او عامه وګړي باید ټول هڅه او تمرکز په داخلي تولیداتو او داخلي وده منحصر وي او د هغې څخه باید حمایت وشي. د کرونایی ښکیلاک سره خلکو نوی او بېل ژوند پیل کړی د دې ښکیلاک او ناروغي پر اساس لکه د بعضې باورنو پر اساس له خلکو د ګناهونو تر څنګ غلط عاداتونه او باورنه هم وتوږي کور او کورنۍ، کلي او بانډې، ټولنه په ټوله کې دولتونه او ملتونه ته به په بیلابیلو برخو کې یو درانده کور څنډنه ورکړي.

هیله به مې دا وي چې د کورونایی ښکیلاک وروسته به د نوي اوسیدنې لپاره کلک ایمان، رغنده قوی اخلاق، بشر پالنه، زغم او مینه د هوش او عقلانیت په مدار وي. لکه څرنګه چې په کورڅنډنه (خانه ټکانی) کې بیکار او پلتو یا غیر ضروري اشیا بیرون غورځول کیږي نو د دې ښکیلاک وروسته ځانځاني، خپلسري، ظلم او وخشت، کینه او حسد هم له منځه لاړ شی د ښه انسان او انسانیت لپاره د ټول امکانات او انرژی د بشرپالنې او بشر ساتنې لپاره وکارول شي.

لیکوال: حفیظ الله حفیظ، د نړیوالو اړیکو ماسټر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *