خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

نړۍ ته د کورونا مثبت پيغامونه | سيف بيژن

نړۍ ته د کورونا مثبت پیغامونه 

له کورونا ویروس وروسته غواړی په څه ډول یوه نړۍ کې ژوند وکړئ؟ ایا له دې بشري بحران څخه مو څه زده کړل؟ 

په نړیواله کچه کوويډ-۱۹ د نړۍ حکومتونه له یوه لوی ازمېښت سره مخامخ کړي چې باید پخپلو روغتیايي او نورو سیستمونو له سره غور وکړي د نړۍ ټولو وګړو ته یې په یوویشتمه پیړۍ کې  دا وښودله،چې بشر  له نه اټکلیدونکو بحرونونو سره هم مخامخ کېدلای شي. 

زه غواړم نن په یو لړ هغو کلیدي مواردو بحث وکړم چې هغه موږ ته د یوې هیلې د راکولو لامل کیږي؛ د بحرنونو ګټه دا وې انسانان پکې ځانونه نویو احتمالي خطراتو ته اماده کوي او د ژوند تلنلارې ته په بدل ډول دوام ورکوي. 

په وروستیو کې تاسې ګورئ،چې ټوله نړۍ پدې هڅه کې ده،چې واپس عادي ژوند ته وګرځي خو دغه واپس ګرځېدلو سره باید له ځانو وپوښتو،چې غواړوڅه ډول یوې نړۍ ته وګرځو؟ 

لومړۍ په ساینس تکیه:  

دغې نړیوالې وبا چې یوڅه موږ ته وښودل هغه دا ؤ،  د دې لپاره چې  په راتلونکي کې له ورته بدبختیو سره مبارزه وکړای شو “ساینس” ته اړتیا ده یانې باید په اساسي ساینس او تطبیقي ساینس باندې  تجدید نظر وشي هغه څه،چې نن موږ لولو یا زده کوو ایا دا به زموږ سره د راتلونکي نړۍ په ننګونو یا ورته بحرانونو کې مرسته وکولای شي. 

لهذا اړتیا ده،چې هېوادونه په ساینس باندې لا زیاته سرمایه ګذاري وکړي؛ او حکومتونه ته بایده، ده،چې ساینسي متخصیصنو  د پریکړو ملاتړ وکړي. 

مخباراتي افهام، تفهیم ممکن دی: 

په زیاترو دندو کې له کور څخه کار کول هغه عوښتنه ؤ،چې له وړاندې موجوده وه؛ یانې داسې دندې شته،چې هغه د عدم  موجودیت ته اړتیا نه لري او مامورین کولای شي خپلې کورنۍ اړیکې له دې وروسته لا ښې سمبال او د خپلو فامیلونو سره پدې تنګ او لنډ ژوند کې له دندې سره، سره ډېر وخت تېر کړي. 

تاسو ولیدل چې د کرونا ویروس له انتشار سره کمپنیو، دفاترو څومره ژر ومنله،چې کارکوونکي یې خپلو دندو ته له کورونو دوام ورکړي. 

نو پدې اساس شاید یو زیات مقدر شرکتونه په راتلونکي کې خپلو کارمندانو ته ددې اجازه ورکړي،چې د شرکتونو ورځینو اړتیاوو ته د مخباراتي او اینټرنیټي سیستمونو له لارې دوام ورکړي. 

ددې ګټه شرکتونو، دفاترو او نورو سازمانونه ته داده،چې په راتلونکي کې دوی مجبور نه دي،چې د خپلو کارمندانو لپاره لوی دفترونه او سهولتونه اماده کړي بلکې هغه خرچې کولای شي سپما کړي. 

ټولنې ته به یې ګټه دا وي،چې هغه زیاته ګڼه،ګوڼه کې به د پام وړ کمولی راشي هوا به پاکه شي حمل و نقل کې به اسانتیا رامنځته شي او دعامه ترانسپورټ مخنیوی به وشي. 

همدرانګه ډېری تجارتي سفرونو او کاروباري ناستو ته له یوه ځای بل ځای ته د تګ اړتیا نشته دوی کولای شي د ویډیويي کنفرانسونو له لارې خپلې چارې سمبال کړي. 

هغه خرچې او مصارف،چې پخوا به په پورته مواردو کېدل هغه به سپما شي؛ او وخت ضایع به هم له منځه لاړه شي. 

انساني خواخوږي او ښاري ژوند : 

تاسې ولیدل،چې ددې وبا په جریان کې د ګاونډیانو ترمنځ خبرې اترې زیاتې شوي دي حته که مو هېڅ یو څوک پېژنده هم نه ولې موږ سره یې د پوښتنې او  مرستې غم  وه، یانې کرونا خلکو ته یو ډول د انسان پلنې احساس ورکړ؛ 

نړۍ یې پدې سختو شرایطو کې سره یوځای کړه،چې څنګه وکولای شو ددې وژونکي دوښمن څخه  امن پیدا کړو؛ 

تاسو ولیدل زیاتره هغه خلک،چې اپاتماني ژوند یې درلود یو بل ته یې له کړکیو د مینې، ډاډ او راتلونکې هیلې ورکولای. 

نو له دې بحران وروسته نړۍ کې شاید موږ د هغو خلکو ډېری لاسنیوی وکړو،چې په بحران کې یې په موږ قدر شوی وه یانې هغه ټولنیزو برخوردونه به له پخوا څخه یو څه ډېر دوستانه بڼه غوره کړي. 

ښاري ژوند به د پخوا په پرتله بدل شي هغه خلک،چې پخوا به دندو او کارونو ته په منډه وو،او ډوډۍ به یې په لاس کې نیولې خوړله، شاید له دې وروسته د خپل ژوند یو څو دقیقو د ارامۍ په فکر کې شي. 

کرونا د ځمکې سیارې ته ارام ورکړ: 

هغه ارامي او هوساینه،چې په طبعیت کې میشتو حیواناتو درلوده هغه ترې انسانانو اخېستې وه، اما کرونايي وبا طبعیت شین کړ، هغه خیوانات،چې پخوا د انسانانو له ډاره نه شوه راوتلي هغوی د خپلې ازادۍ خوند وڅکه. 

هوايي ګوڼه، ګوڼه کمه شوه، اوزون غاز،چې هوا یې چټله کړې وه فضا ترې په امن کې شوه، که څه هم دا هرڅه به یوځل بیا زور واخلي،کله،چې موږ عادي ژوند ته ستانه شو اما نسبي ښووالی موندلای شي. 

زموږ سیارې موږ ته پیغامونه راکړل،چې تاسې انسانان پخپله دا غواړی او طبعیت قوانینو څخه سرغړونه کوی او قصدً همدا غواړی،چې دې ښکلې سیارې ته بیا را ونه ګرځئ. 

پدې سختو ورځو کې موږ دا زده کړل،چې  د ځانونه او ژوندیو موجوداتو د ساتنې لپاره  لويې قربانۍ ورکولای شو. 

او په واقعیت کې  وبا موږ ته دا درس راکړ،چې هو انسانانو  ته په بحرانونو کې داسې فرصتونه شته،چې په اساس یې روغ او خوندي ژوند وکړي. 

د هغه چا پلنه،چې زموږ پلنه کوي: 

یو بل څه،چې موږ ته یاد بحران راوښودل دا،چې هغه ځانته پاملرنه او د یو تضمیني روغتیايي سیستم درلودل دي تاسې ولیدل،چې روغتیا پالان  ددې وبا سره په لومړي خط کې قرار درلود ولې متاسفانه د افغانستان په شان وروسته پاتې هېوادونه کې دغه ډله متضرره شوه؛ نو  دا ډول هېوادونه باید نسبت پرمختللو هېوادونو ته پخپلو روغتیايي سیستمونو باندې له سره غور وکړي او داسې یو سیستم ایجاد کاندې،چې په دې ډول بیړنیو حالاتو کې پرې د مبارزې لپاره ترې کار واخلي. 

بل دا،چې ددې ویروس خطر د ځوانانو په نسبت لویانو او د پخه عمرخلکو ته ډېر وه، ممکن له دې وروسته د هغوی د معافیتي سیستم د تقویې او ددې ډول افتونو په مقابل کې اوس د پخوا په نسبت دې خلکو ته په کورنو کې د کورنیو پاملرنه ډېره شي او زیات حیال یې وساتي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *