خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د قابلګۍ تاریخچه | ډاکتر استاد شفیقه صدیقي

قابله چې د مور او ماشوم د ژغورلو د فرښتې په مانا ده، د هېواد په ډېری روغتیایي مرکزونو، روغتیایي ټیمونو، روغتیایي پروګرامونو او… کې دندې سرته رسوي؛ قابلې د هېواد په نږدې او لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي تر څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه او یوه صحتمنده مور او ماشوم ټولنې ته وړاندې کړي. 

له ۱۳۵۷ ش کال څخه تر ۱۳۸۰ ش کال پورې د روزنېزو مرکزونو په تړل کېدو سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې زیات والی راغی، چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې له نظره دوهم مقام درلود او همدا ډول په هرو ( ۱۰۰۰) زرو ماشومانو کې به ۶۰ ماشومان له منځه تلل او په هرو ۱۰۰۰۰۰ یو لک ژوندیو زېږونونو کې به ۱۶۰۰ ښځو خپل ژوند د امېندوارۍ او زېږون د اختلاطاتو له کبله له لاسه ورکولو؛ خو د قابلو ډېروالي د مور او ماشوم د مړینې په کموالي کې ښه اغېزه درلوده او د ماشومانو مړینه په زرو کې له ۶۰ نه ۲۲ ته او د مېرمنو مړینه په ( یو لک کې له ۱۶۰۰ ) نه ۶۲۹ ته راښکته شوه، خو بیا هم د قابلو ډېروالي او د قابلګۍ مسلک ته ارتقا ورکولو ته جدي اړتیا لیدل کېږي. 

په افغانستان کې د قابلګۍ تاریخچه

په افغانستان کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ تر وخته پورې هېڅ کومه قابله نه وه او ټول زیږونونه به د سیمیزو دایو لخوا په غیر صحي او غیر مسلکي ډول ترسره کیدل، خو له ( ۱۳۰۰ ــــ ۱۳۰۸ ش ) کال پورې امان الله خان د شاهي کورنۍ ځینې نجونې بهرنیو هېوادونو ته د قابلګۍ او نرسینګ د زده کړو لپاره ولېږلې. 

کله چې بېرته راغلې دې ټيم یو ( ۱۵) بستریز روغتون د مستورات په نوم جوړ کړ، په دې کې یې د نرسینګ یو مکتب هم جوړ کړ چې سرپرستي یې د مېرمن عمه شاه په غاړه وه، چې د یوې ایټالوي قابلې په همکارۍ یې په کار پیل وکړ؛ په دې کې یې د شپږم ټولګي څخه فارغې زده کوونکې شاملولې، خو وروسته یې پرمختګ وکړ او د نهم ټولګي نه فارغ کسان به یې شاملول او همزمان به له دولسم صنف نه هم فارغیدلې.

 له ( ۱۳۱۲ ــــ نه تر ۱۳۲۹ ش ) کال پورې د قابلګۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شول، مثلاً:

ـ په  ۱۳۱۲ ش کال کې د یوې فرانسوۍ مېرمنې لخوا د قابلګۍ مکتب تاسیس شو.

ـ په ۱۳۱۵ ش کال کې د افغان قابلو لخوا د قابلو او نرسانو روزنه شروع شوه. 

ـ په ۱۳۱۷ ش کال کې د لومړي ځل لپاره د قابلګۍ او نرسنګ درسونه شروع شول، چې تخصصي دوره هم په کې شامله وه، چې په دې کې ( ۱۱ ) نفره زده کوونکې له شاهي کورنۍ څخه وې. 

ـ په ۱۳۲۷ ش کال کې د قابلګۍ او نرسینګ ښوونځي د کابل پوهنتون په شان مجهز او په عصري بڼه جوړ شول.

ـ په ۱۳۲۹ ش کال کې د لومړي ځل لپاره د قابلګۍ پروګرام له نرسینګ جلا او د کابل په زایشګاه روغتون کې یې په کار پیل وکړ، تر ( ۱۳۵۸ ش) کال پورې د قابلو ځای زایشګاه و، خو وروسته له هغې د وزیر اکبرخان روغتون ته انتقال شو. 

د طالبانو د رژیم په راتګ سره ټول مکتبونه تر (۱۳۸۰ ش) کال پورې وتړل شول، په ( ۱۳۸۰ ش) کال کې په افغانستان کې یوازې د قابلګۍ یو مکتب او ۴۶۷ قابلې موجودي وي، خو په ۱۳۸۰ ش کال کې یو ځل بیا ټول مکتبونه شروع شول او د کابل په IHS کې د قابلګۍ کورس شروع شو او همدا شان د قابلګۍ برنامه هم نوې شوه، په دې برنامه کې ډېر تمرکز د روغتیایي مهارتونو په زده کړه چې د مور او نوي زېږېدلي ماشوم په څارنه، امېندوارۍ او د زېږون په وخت کې  د اختلاطاتو په منجمنټ باندې و، ددې پروګرامونو د ارزیابۍ لپاره هیئت و ګمارل شو، تر څو د دوی کارونه له نږدې وڅاري، چې دا هیئت له Jhpiego, UNICEF,  او USAID څخه و. 

په ۱۳۸۱ ش کال کې یې د IHS پروګرام ته له دوولسم ټولګي څخه فارغې زده کوونکې د کانکور ازموینې له لارې جذبولې، ددې په خاطر چې د مور او ماشوم د مړینې ګراف ډېر لوړ و نو قابلو ته ډېره اړتیا لیدل کېده، نو په لرې پرتو سیمو کې د ټولنې قابلګۍ ( CME) په نوم پروګرامونه شروع شول، ترڅو له نوموړو پروګرامونو مسلکي قابلې فارغې او د مور او نوي زېږدلي ماشوم په مړینه کې کموالی راولي. 

له ۱۳۸۰ ش کال څخه وروسته د قابلګۍ په برخه کې د پام وړ نور پرمختګونه هم را منځ ته شول، چې عبارت دي له: 

ـ په ۱۳۸۲ ش کال کې د افغان قابلو ټولنې په کار پیل وکړ او په ۲۰۰۵ م کال د May په درېیمه په رسمي ډول فعال شو او په همدې کال 5th May د قابلو نړیواله ورځ هم د لومړي ځل لپار په افغانستان کې ولمانځل شوه. 

ـ په ۲۰۱۲ م کال کې د قابلو ملي سرود او د پروګرام ستندردونه جوړ شول. 

ـ په ۲۰۱۳ م کال کې د بریجنګ پروګرام شروع شو، چې د لیسانس په کچه قابلې فارغې کړي، دا پروګرام په ۲۰۱۴ م کې شروع او په ۲۰۱۶ م کال کې یې لومړۍ دوره فارغین ورکړل، دا برنامه دوام لري او هر کال به ټولنې ته لیسانس قابلې فارغوي. 

له هېواد نه د بهر د قابلو ټولنه:

ـ په ۱۸۸۱ میلادي کال کې په انګلستان کې څو مسلکي قابلې را ټولې شوې او یوه کمیټه یې جوړه کړه چې دا کمیټه د ژوند ژغورلو په نوم وه. 

ـ په ۱۹۰۲ م کال کې  قابلګي یوه قانوني چوکاټ ته داخله شوه چې دا د قابلګۍ د پرمختګ یو نوی پړاو و، چې د ( قابلو مرکزي هیئت) په نوم یاد شو او دا مرکز له ( ۱۷) غړو څخه تشکیل شوی دی. 

ـ په ۱۹۱۹م کال کې د بین المللي کنفدراسیون لخوا 5th May د قابلو د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه. دا ورځ ځکه ډېره مهمه ده ترڅو خلک پوه شي چې د مور او ماشوم د مړینې په راکمولو کې د قابلو رول څومره مهم دی!؟ 

ـ په ۱۹۹۸ م کال کې د ( زما مور ) په نوم سروې ترسره شوه چې هلته د مور او د ماشوم د مړینې د کچې په راټیتولو کې د قابلو رول څرګند او زیات د پام وړ و. 

دغه ورځ دې ټولو قابلو خصوصاً هغو افغان قابلو ته چې په دغه سختو امنیتي او کلتوري مشکلاتو کې یې د هېواد په ګوډ ګوډ کې  شپه او ورځ په ځان یو کړي خو د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي د زړه له تله مبارک وي!! 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *