خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

اوزون | محمد هارون حماد

اوزون د درې اتومه اکسېجن O3 څخه عبارت دی چې د لمر د وړانګو په شتون کې منځ ته راځي، او د همدې پروسې د کړنو او انفعال په پایله کې دلمر ضررناکې وړانګې د ځمکې د سطحې څخه دفع کوي او نه پرېږدي چې د لمر هغه مضرې او ضرري وړانګې د ځمکې سطحې ته ورسېږي.

 

د اوزون پوړۍ (طبقه):

د ځمکې د فضاء په ستراتوسفیر برخه کې د ځمکې د کرې ګرد راګرد پردې یا حباب ته ورته پوړۍ ده چې د اوزون O3 له مالیکولونو څخه جوړهشوې ده، چارلس فابري او هنري بایوسن دوه فرانسوي فزیک پوهان وو چې په ۱۹۱۳ کال کې یې د اوزون ۳ میلي متره پوړۍ کشف او وموندله. ددې پوړۍ دنده د لمر د ضرري وړانګو (UV-B-C) پروړاندې د د فلتر په ډول عمل کول دي چې په پایله کې یې همدغه ضررناکې وړانګې د ځمکېسطحې ته له رسېدو منع او دفع کېږي.

په اوسط ډول ، په هرو ۱ ملیون هوایي مالیکولونو کې له ۱ څخه تر ۶ ملیکولونو پورې د اوزون مالیکولونه شتون لري. د اوزون پوړۍ په فضاء کې دځمکې له سطحې د ۱۰ تر ۲۰ کیلومترۍ لوړوالي (ارتفاع) څخه شروع او د ۴۰ تر ۵۰ کیلومتره ارتفاع پورې رسېږي او د ځمکې پر مخ د ژوند اوحیات لپاره ډېر ارزښت لري، ډابسن د اوزون د غلظت د اندازه کولو د واحد په توګه پیژندل کیږي.

هر کله چې داوزون د مالیکولونو د له منځه تللو سرعت د اوزون د نویو مالیکولونو د ځای پرځای کېدو  په نسبت زیات وي کوم چې په طبیعي ډول دلمر د وړانګو په موجودیت کې تولیداو رامنځ ته کېږي، نو هغه وخت ویلای کېږي چې د اوزون پوړۍ کمه شوې یا د له منځه تللو او  سوري کېدو پهحال کې د، او په پایله کې ددې پوړۍ دفاعي ځواک د لمر د ضررناکو وړانګو (UV-B-C) په وړاندې کموزرۍ او حتا له منځه ځي. پوهان د لمروړانګې په دریو ګېډیو UV-A ، UV-B، UV-C وړانګو باندې وېشي چې له دې جملې یې UV-C وړانګې د ځمکې سطحې ته نه رسېږي، UV-B وړانګې بیا تر یو حده د اوزون پوړۍ پواسطه دفع کېږي او UV-A وړانګې بیا به په مکمل ډول د اوزون له پوړۍ تېرېږي. له دې جملې UV-B وړانګې د ځمکې پر مخ د ژوندانه د روغتیا او سلامتۍ په وړاندې اصلي او ضرري وړانګې بلل کېږي چې زیاتې ناوړه او منفي اغېزې ورسره ملدي.

د اوزون د پوړۍ د له منځه تللو آثار او اغېزې:

۱- د بشر سلامتي: د انسانانو د DNA 🧬 په ګواښلو او اغېزمنولو سره د عفوني نارغیو زیاتوالی او د انسان د بدن د ساتوونکي (حفاظتي) سېستم له منځ وړل او اغېزمن کول.

۲- د ماورای بنفش B وړانګې د پوستکي د سرطان او همدارنګه د سترګو د ړندوالي اصلي لامل بلل کېږي.

۳- د اوزون د پوړۍ له منځه تلل په زراعت او کرنه کې همدارنګه په ځنګلونو باندې جدي او ناوړه اغېزې غورځوي چې د نباتاتو د کیمیاوي ترکیباتود بدلون لامل کېږي او پدې ډول یې ګواښي.

۴- د اوبو دننه ارګانېزمونه په ځانګړي ډول پلانکتونونه او نورو اوبیزو نباتاتو ګواښېدل د ماورای بنفش وړانګو پواسطه پداسې حال کې چې دغهژوندي ژوي او نباتات د غذایي څرخ او دوران اصلي پایه بلل کېږي.

۵- هغهو توکي او مواد چې په ساختمانونو، ربړي څیزونو، لرګي او پلاستیک کې کارېږي او د انسانانو د ګټې اخیستنې لپاره استعمالېږي کله چېد ماورای بنفش وړانګو تر ګواښلاندې راشي نو تجزیه کېږي او له منځه ځي چې په کلنۍ توګه یې د خساراتو او زیان اندازه تر میلیاردونو ډالرورسېږي.

۶- وروستۍ هم دا چې د B ماورای بنفش وړانګې د ځمکې په سطحه کې د هوا د خرابوالي، دود او مه د زیاتوالي سبب کېږي چې هغه بیا په خپلنوبت د روغتیا او سلامتۍ په وړاندې ناوړه اغېزې لري.

 

د اوزون د پوړۍ تخریبوونکي مواد:

هغه مواد چې د اوزون د پوړۍ د له منځه تللو سبب کېږي کیمیاوي مواد دي چې اساسا د کلورو لرونکو هایدرو کاربون، فلورو لرونکو او بروم لرونکوکیمیاوي موادو څخه جوړ شوي او په لاندې ډول دي:

۱- کلورو فلورو کاربن CFC

۲- هایدرو کلورو فلورو کاربن HCFC

۳- هالونونه

۴- هایدرو برومو فلورو کاربن

۵- برومو کلورو میتان

۶- میتایل کلورو فرم

۷- تتراء کلوراید کاربن

۸- میتایل بروماید

۹- ODS

 

د اوزون پوړۍ د ساتنې په اړوند نړیوال تړونونه:

۱- د ویانا کنوانسیون: دغه کنوانسیون د ملل متحد د چاپېریال ساتنې پروګرام UNEP تر څارنې لاندې په ۱۹۸۵ کال کې د اوزون د پوړۍ دساتنې په وړاندې لومړۍ ګام بلل کېږي.

۲- د مونتریال پروتوکل: د ویانا کنوانسیون څخه دوه کاله وروسته په ۱۹۸۷ کال د ټولو هغو موادو د له منځه وړلو او حذف کولو پخاطر د مونتریالپروتوکل رامنځ ته شو چې د اوزون پوړۍ د له منځه وړلو لامل بلل کېده، دغه پروتوکول په ۱۹۸۹ کال اجرایي پړاو ته داخل شو چې وروسته له هغهټولو هغه ۱۹۱ هېوادونو چې پکې تړون او اضاء کړې وه مجبور او مکلف شول چې د اوزون پوړۍ تخریبونکي موادو تولید او استعمال بند او ټول دODS  مصرف او تولید په مکمل ډول له منځه یوسي.

له ۱۹۹۴ راهیسې ، ملګرو ملتونو د سپتمبر  ۱۶ د اوزون د ساتنې نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

 

د لیکوال په اړه:

محمد هارون حماد د چاپېریال ساتنې څانګې فعال په ۱۳۹۸ کال د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځۍ څخه فارغ شوی او اوس مهال د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست کې د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونو باندې بوخت دی او ددې په څنګ د ځمکې د جغرافیایي معلوماتو سیستم GIS د متخصص او تحلیلونکي په حیث له خصوصوي سکتورونو سره دنده پر مخ وړي.

1 comment

  1. محمد هارون حماد Reply

    اسلام علیکم هیله ده روغ رمټ واوسئ!
    مننه لدې چې زما لیکنه مو خپره کړې ا همېشه مو پدې اړوند مرسته کړې،
    په بښنې سره باید ووایم چې زما د لیکنې په بیا ځلې ټایپ او خپرولو کې ځینې نیمګړتیاووې راغلې چې هغه زیات ځایونه د کلیمو ترمنځ د فاصلې یا سپېس په پایله کې راغلي که هغه اصلاح شي مهرباني به مو وي.
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *