خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: جون 26, 2020

د احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی

تاند (جمعه، د سرطان ۶) راپورونه ښيي چې د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې دوام لري. د کابل امنیه قومانداني تایید کړه چې د ښار په دوولسمې امنیتي حوزې پورې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د سلیم کاروان بلاکونو ترڅنګ…

Read more

د بندیانو پر سر اختلاف حل شوی، د جولای په نیمايي کې خبرې پیلېږي

تاند (جمعه، د سرطان ۶) باوري سرچینې وايي، د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلاف له تقریباً پای ته رسېدو وروسته اوس تمه ده چې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي. رویټرز خبري اژانس د څو سرچینو په قول نن (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان دولت او وسله وال طالبان به ژر په…

Read more

مشعل: د افغان کډوال د سپکاوي په تور درې پاکستاني پولیس نیول شوي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي چې هلته د یو افغان کډوال راضي الله (عامر) د شکنجې او ځورونې په تور درې پولیس نیول شوي او دوه نور له دندې لېرې شوي دي. راضي الله چې په «عامر تهکالي» هم مشهور دی، د پاکستان پولیسو ته…

Read more

پي ټي ایم مشران: پاکستان دې طالبان ختم کړي، خبرې ورسره کوو

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور او ملګرو يې نن د پاکستاني ریاست لخوا د مذاکراتو وړاندیز په مشروط ډول د یو خبري کنفرانس له لارې ومانه. د پي ټي ایم منظور پښتین د اسلام اباد پریس کلب کې خبریالانو ته وویل، پاکستان دې لومړی پر پښتنو او د…

Read more

بولټن: ټرمپ چې هر څه روان کړي دي، خطرناک دي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي‌ امنیت د شورا پخواني سلاکار جان بولټن د ولسمشر ټرمپ په اړه د خپلو خبرو کلکه ننګه کړې او ټر​مپ یې خطرناک بللی دی. ښاغلي بولټن په دې وروستیو کې یو کتاب چاپ کړ او په کې یې د ټرمپ په…

Read more

صالح: ولسمشر په لویو ښارونو کې د جرمونو د مخنیوي کار راوسپارلو

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي ولسمشر غني ورته تازه په تازه په ښارونو کې د جرمونو او پېښو د مخنیوي صلاحیت او هدایت ورکړی دی. ښاغلی صالح پر خپل فیسبوک لیکي، سر له شنبې څخه به د ولسمشر د امر له مخې په دریو نویو برخو کې…

Read more

افغانستان کې له کورونا د روغو شویو شمېر لس نیم زرو ته نږدې شو

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کورونا ویروس ۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. روغتیا وزارت نن جمعه ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هیواد کې د کورناویروس د ۹۳۲مشکوکو پېښو سمپلونه معاینات شوي چې ۲۷۶…

Read more

نبیل: القاعده شبکه غزني ته د لوی برید لپاره اکمالات کوي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي، پر غزني ولایت د بېلا بېلو کورنيو او بهرنیو جنګي ډلو له لوري د یو لوی برید تابیاوې روانې دي. هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې، یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ جنګي ډلې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې…

Read more