خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: جون 25, 2020

د یو شهید کمانډو، طالب ځانمرګي زوی پولیسو ته ځان تسلیم کړ

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: په کندوز کې یو ماشوم ځانمرګي دولتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړیاو ویلي یې دي چې طالبانو ترې ټوله کورنۍ اخیستې ده. دغه ۱۳ کلن ماشوم چې سید مختار نومېږي د چهاردرې اوسېدونکی دی او وايي پلار یې کمانډو ځواکونو کې و او پنځه کاله وړاندې یې طالبانو پر کور…

Read more

د تاریخ پاڼه: تیمور او افغانستان| جنرال دولت وزیري

د ترغای زوی ګوډ تیمور د برلاس تُرک له ټبر څخه او د کش(شین یا سبز) ښار اوسېدونکی و. کله چې د ده ټبر ماورالنهر ته کډه وکړه، همدلته مېشت شول. تیمور د ۱۳۳۶ میلادي کال د اپرېل میاشتې پر نهمه وزیږید او مور يې مکنه خاتم نومیده.  تیمور مسلمان او په فارسي ژبه ښه…

Read more

کابل پر ښځو تاوتریخوالي کې لومړی او هرات دویم مقام خپل کړ

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: لویه څارنوالي وايي، د روان مالي کال له پیله تر اوسه په شپږو میاشتو کې ورسره پر ښځو د تاوتریخوالي یو زر او ۱۷۳ پېښې ثبت شوې دي چې یوازې ۲۴۹ پېښې یې د کورونايي قرنطین په موده کې رامنځته شوې دي. پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې…

Read more

برښنا شرکت:د دشت الوان – ارغندي برښنا لاین غځونې کارونو کې پرمختګ شوی

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د برښنا شرکت وايي، د دشت الوان او ارغندي تر منځ د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د غځولو چاره کې زیات پرمختګ شوی دی. د برښنا شرکت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۵۰۰ کیلو ولټه په ظرفیت د دغه لاین د غځونې په پروژه د اسیايي…

Read more

غني: د امریکا په وتلو ملاحظه نه لرم، موږ خپل امنیت ساتلی شو

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: ولسمشر غني د امریکا غیرانتفاعي بنسټ (TED) ته په وینا کې ویلي، افغان حکومت د امریکايي ځواکونو وتلو ته اندېښنه نلري. نوموړی وايي، پر ځای دې دې چې کابل په دې تړاو اندېښنه وکړي بلکې هغه پایلې امریکا وسنجوي چې له افغانستان څخه په وتلو به دغه هیواد ته د…

Read more

کورونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ هېوادوال وژلي دي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو۲۴ ساعتونوکې د کورونا د ۴۶۰ پېښو په ثبت افغانستان کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت. وزارت وايي، له تازه ۴۶۰ پېښو یې ۱۶۶ پېښې په کابل، ۶۹ پېښې په پکتیا، ۵۹ په هرات، ۳۸په تخار، ۲۹ په…

Read more

صالح: یوه میاشت وزارت کې مې د کابل جرمونه صفر کړل

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کله چې دی د کورنیو چارو سرپرست وزیر و، په ۲۷ کاري ورځو کې یې کابل کې د جرمونو کچه صفر کړې وه. نوموړی وايي، د جرمونو د زیاتوالي یوه اساسي وجه دا ده چې په هېواد کې ښځینه پولیسې کمې دي او…

Read more