خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: جون 14, 2020

نامعلومو وسله والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۵) د خوست ولایت په اسماعیل خپلو – مندوزیو ولسوالي کې نن شپه د یوه کور ۵ غړي ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول. تاند ته د رارسېدلیو راپورونو له مخې، نامعلو کسانو د اسماعیل خېلو – مندوزیو ولسوالي په چره ګه کلي کې پر یوه کور برید وکړ او …

Read more

وینه څښونکې ونه (لنډه کیسه)/محمد خالص ادیب

ونه خپه ښکارېده، له ډېرې تندې یې پاڼې مړاوې ولاړې وې، په ښاخ راځوړند لنډې رسۍ ته مې پام شو، شاوخوا مې وکتل، وړاندې مې د غره په لمن کې په پرتو کورونو سترګې ولګېدې، له ځان سره مې وویل: اوړی دی، کلی ترې لرې، څوک به اوبه ورته راوړي ونې یو دم غږ را…

Read more

د هيواد لپاره بهرنی پور کله ګټور وي | محمدداوود نیازی

په اوسني وخت کې عامه تمویل د یو هیواد په اقتصاد کې ډېر رول لري دا ځکه چې په نړیواله کچه د دولتونو لګښتونه د زیاتیدو په حال کې دي او دولتونه بیلا بیل سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې دندې پرمخ وړي چې د دندو د ترسره  کولو لپاره تمویل ته اړتیا لري چې دولتونه په…

Read more

بُحران که فُرصت!؟ | سیف بیژن

په نړۍ باندې وخت نا وخت داسې تنګې شېبې راتلای شي چې ټول تر پوزې راولي. کویډ -۱۹ نومي ویروس په نړۍ باندې د ژوند دایره راتنګه کړه د خلکو ترمنځ یې واټن رامنځته کړ، خلک یې په روحي لحاظ  وځپل او حتی لویې، کمپنۍ یې له اقتصادي بحران سره مخ کړې او تر ټولو…

Read more

په وسله والو ځواکونو کې د ډسپلین اهمیت| جنرال دولت وزیري

انضباط یا ډسپلین (Definition) نظم او په سره تړلو عناصرو کې همغږۍ ته وايي. ډسپلین د ژوند په ټولو برخو کې ځانګړی ځای لري. که په کومه کورنۍ یا کومه ټولنه کې ډسپلین کمزوری وي، هغه کورنۍ او ټولنه به تل له بې نظمیو، ګډوډۍ او ستونزو سره لاس او ګریوان وي. د دې تر…

Read more

راشد خان له خلکو وغوښتل چې د ده د مور د سلامتۍ لپاره دعا وکړئ

تاند (یکشنبه، د جوزا۲۵) په داسې حال کې چې کورونا په افغانستان کې په شدت په خبرېدو ده د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان له خلکو غوښتي چې د ده د ناروغې مور د سلامتۍ لپاره دعا وکړي. څرګنده نه ده چې ایا د راشد خان مور په کورونا وایرس اخته…

Read more

ارګ قطر او اسلام اباد کې د افغاني مذاکراتو له پیل سره مخالف دی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵ مه: که څه هم ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ویلي وو چې راتلونکې اوونۍ به د بین الافغاني مذاکراتو وخت او ځای په ډاګه کړي، خو داسې ښکاري چې لا هم پر همدې تړاو د ښکیلو لوریو ترمنځ بحثونه روان دي. د قطر د لومړي وزیر ځانګړي استازي مطلق القحطاني…

Read more

د «تابو» په وړاندی د پیر روښان رزم | همایون دوست .

وزیرستان د کاڼيګرم هستوګنی، بایزد انصاری د پښتنو په تاریخ کې ړمبنی مخکښ متفکر انقلابي مبارز ؤ چې، استبداد په وړاندی سیاسي مبارزې په راغه کې، لا د ۱۶م. پیړی په دویمه نیمایې کې، د تصوف په پوړو پورته اوخوت او پورتني پوړ کې، نه مازې د پیری کامل داعیه وکړه، ورسره جوخت یې، په…

Read more