خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: جون 9, 2020

سیګار: د افغانستان ۱۹ کلنه جګړه کې ۲۴۳۹ امریکایي ځواکونه وژل شوي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش یا سیګار تازه راپور وایي، د ۲۰۰۱ د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او اړوند کسان یې وژل شوي دي. په افغانستان…

Read more

ښځه او سیاست | صفیه وردک

د تاریخ په اوږدو ډېرې ښځې واکمنې او مشرانې تېرې شوې وايي په هند کې چې سلطان رضیه آمره شوه نو مخالفت یې وشو،نارینه آمرینو غوره وګڼله چې پر ځای یې نالایقه وروڼه پر تخت کېنوي.نور جهان تکړه ښځه وه خو بیا یې هم مخالفت وشو،په واک کې له مېرمنو سره مشوره،مرسته،له ښځمنو متاثره کېدل…

Read more

سمنګان کې پر کارګرو د ډبرو سکرو کان له چاودنې وروسته راناست دی

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د سمنګان په کوز دره صوف کې د ډبرو د سکرو یوکان کې چاودنې له ۶۰ تر ۷۰ پورې کارګر لاندې کړي دي. د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري تاند ته وايي، پېښه د شباشک د دبرو سکرو کان کې نن ماسپښین شوې ده. نوموړی وايي،…

Read more

ترکیه هم افغانستان ته د طبي تجهیزاتو لویه محموله را استوي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: ترکیه افغانستان او ګانا هېوادونوته د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره د طبي توکو مرستې استوي. د ترکیې اناتولي اژانس وايي، دغه هېواد د می په ۱۵مه له افغانستان سره یوه هوکړه لاسلیک کړې وه چې له مخې به یې اوس افغانستان ته پنځه مانیټورینګ، ۱۰ وینټیلاټور، لارنګو…

Read more

امنیت شورا: مذاکراتو ته چمتو یوو، طالبان دې هم راوړاندې شي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د ملي امنیت شورا له طالبانو سره مذاکراتو پیلولو ته بشپړچمتووالی ښودلی او پر دغې ډلې یې غږ کړی چې خپله هم مذاکراتو ته راوړاندې شي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن مازیګر په یو خبري کنفرانس کې وویل، حکومت تر اوسه د ښه نیت له مخې…

Read more

امارات هوايي شرکت کابل ته الوتنې بیا پیلوي

تاند (سې شنبه، د جوزا۲۰) امارات هوایي شرکت ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته د روان جون له ۲۵ نېټې څخه الوتنې پیل کړي. له دې سره به د امارات هوايي شرکت منزولونه (destinations)، چې دا هوايي شرکت ورته د الوتنې اجازه لري، ۳۰ ته ورسېږي. د کورونا وایرس د خپرېدو…

Read more

د افغانستان اوبه او د ګاونډيانو اندېښنې

  لیکوال: عبدالرشید نایل د کابل پوهنتون استاد او څېړونکی لیکلړ لنډيز. 3 سريزه 4 لومړی څپرکی.. 8 عمومیات.. 8 د اوبو زياتېدونکې اړتيا او اهميت.. 8 الف: د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې.. 8 ب: کرنيز سکتور او اقتصادي وضعيت.. 9 ج: د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی.. 11 د اوبو کچه او وروستۍ وچکالۍ.. 11…

Read more

افغانستان کې په یوه ورځ ۴۸۰ کسان له کورونا روغ شول، خو ناروغان یې څو چنده زیات دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د عامي روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د کورونا ۵۴۲ تازه پېښې ثبت کړې دي چې په دې سره هېواد کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۲۱ زره او ۴۵۹ ته لوړ شوی دی. د وزارت لخوا تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې راغلي چې تېره…

Read more