خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: مې 16, 2020

د هند او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د پاکستان د سفیر محتاطې څرګندونې

تاند(شنبه، د ثور۲۷) په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي، که هند احساس کوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي له طالبانو سره دې خبرې وکړي. د پاکستان سفیر اسدخان نن (شنبه) له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې «ایا پاکستان له دې…

Read more

هره ورځ ۳ سوه کانتینرونه له چاه بهاره افغانستان ته د هند مرسته رسوي

تاند(شنبه، د ثور۲۷) د افغانستان لپاره د هند د غنمو زرګونه ټنه مرسته نن له چاه بهار بندر څخه په ۳۰۰ کانتینرونو کې د زرنج په لور روانه شوه. د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت یوه چارواکي جلال الدین قادري وویل، د افغانستان لپاره د هند ۷۵ زره ټنه غنم د چاه بهار بندر…

Read more

د بهرنیو کیسو کیسې: د کافکا ونه | ایمل پسرلی

د کافکا  قبر  هوار دی، د نورو غوندې پنډې خاورې نه دې پرې کوټه شوي. د مینه والو پیغامونه، وچ شوي ګلان او مړې شمعې پرې پرتې وي. شناخته یې لکه د یوې بې څانګو ونې وچه تنه  چې پر مځکه ښخه شوې وي. داسې درښکاري چې که څوک یې وښوروي وبه غورځي. د چیک…

Read more

د ترکمنستان ولسمشر په دغه هېواد کې بندي ۱۲۶ افغان زندانیان وبښل

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف په دغه هېواد کې د ۱۲۶ افغان زندانیانو د بښنې فرمان ورکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ترکمنستان دغه افغان بندیان د بشردوستانه خواخوږۍ او کوچني اختر په مناسبت خوشې کوي. د وزارت په قول دغه خوشې شوي بندیان به د…

Read more

د مچلغو پر بند د برید لپاره راغلیو طالبانو باندې درنه بمباري شوې

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: په پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، نن سهار وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د مچلغو بند پر امنیتي پوستو برید کړی، چې په ځواب کې یې افغان هوايي ځواکونو پر طالبانو درنه بمباري کړې ده. د تندر قول اردو ویاند جګړن ایمل خان مومند وایي، د…

Read more

احدي په اجرايیه ریاست او محقق د هزاره ګانو په مارشالۍ له عبدالله خفه شوی

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: تاند ته د ثبات او همپالنې په ډله کې باوري سرچینو خبر ورکړی چې له صلاح الدین رباني، ادیب فهیم او ضیا مسعود وروسته په دغه ډله کې بل درز راغلی دی او اوس انوارالحق احدي او محمدمحقق له عبدالله څخه د لارو جلا کولو په فکر کې دي. سرچینه…

Read more

امنیت شورا خلیلزاد ته: ترهګرو ته له افغان وژنې برائت مه ورکوئ

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: له هغې وروسته چې زلمي خلیلزاد د کابل او ننګرهار بریدونو کې طالبان بېګناه او داعش ډله مسووله وبلله، اوس د ملي امنیت شورا وايي، که امریکا، په دغو بریدونو کې د طالبانو د لاس نلرلو په اړه اسناد لري نو خپاره دې یې کړي. د امنیت شورا ویاند جاوید…

Read more

د تورخم او چمن لارې له اختر وروسته دایمي پرانیستل کېږي

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له کوچني اختر وروسته به له پاکستان سره د تورخم او چمن لارې په اوونۍ کې شپږ ورځې پرانیستې وي. د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي نن په خپل یو ټویټ کې ویلي، دا لارې به د اوونۍ شپږ ورځې به په ۲۴ساعته ډول…

Read more