خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: مې 15, 2020

په لوګر کې دوه انتحاریان هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول

تاند (جمعه. د ثور ۲۶) د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې نن شپه د ولایت يه مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي مخکې تر دې ووژل شول چې هدف ته ځان ورسوي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی شاهپور احمدزي تاند ته وویل چې د شپې په ۹ بجې پولیسو دوه تنه انتحاریان، چې پر…

Read more

هغه دود چې په دولتې ادارو کې په نا دود بدل شوی – د نوو چارواکو د معرفي کولو دود

عبدالله خان په اوسني وخت کې په نړۍ کې د ادارو د چارو د لا ښوالي لپاره په دوامدار توګه اصلاحات تر سره کېږي. آن تر دې چې د مدیریت د تغیر لپاره ځینې ادارې په بشپړه ډول له سره تنظمیږي، او نوي میتودونه معرفي کېږي ترڅو د ښې حکومتوالۍ لپاره چاپیریال رامنځ ته شي.…

Read more

ملي امنیت ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت ۵ غړي نیولي

تاند، جمعه، د ثور ۲۶ مه: د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو یې په ننګرهار کې څو غړي نیولي دي. د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، د دې حرکت غړیو غوښتل په جلال اباد ښار کې لاریون وکړي. بسم الله وطندوست وایي، د ملي امنیت ځواکونو د…

Read more

صدیقي: د حکومت اراده سولې ته ده، خو طالبانو جګړه انتخاب کړې

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبان د سولې په مخه کې اصلي خنډ او د تاوتریخوالي د دوام عاملان دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن جمعه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو په څو څو وارې د اوربند په اړه د افغانانو، نړیوالو او دولت غوښتنه ردکړه. نوموړي ویلي، دا طالبان…

Read more

اروپايي ټولنه: وروستي بریدونه د سولې د ناکامولو لپاره وو

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د هڅو د مخنیوي لپاره شوي دي. افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا نن جمعه ماسپښین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له قهر او غوسې سربېره لا هم باید د ټولو هدف او تمرکز پر سوله وي. نوموړي…

Read more

عربي ناټو او د منځني ختيځ کړکېچ | عبدالله لغمانی

شننه: د عربي ناټو فکر چې دوه کاله مخې په پراخه کچه ورته تبليغات کېدل او اوازه یې خورا ګرمه وه ،يو دم یې په اړه اوازې ورکې شوې، د دې  يو لامل واشنګټن ته د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سفر و چې په واشنګټن کې یې له امريکايي چارواکو سره په دې اړه…

Read more

وخت څنگه مدیریت کړو؟ | فیصل جلال

هغه چې د غرمې ډوډۍ یې په نیم ساعت کې خوړل کېږي؛ که یې په یوه ساعت کې خوري، وخت ضایع کوي. ارواپوهنه راته وایي، کامیاب انسان هغه دی، چې د شپې له ویده کېدو مخکې خپل راتلونکي (۲۴) ساعتونو ته پلان جوړ کړي. یوازې پلان کافي نه دی بلکې د پلان عملي کول هم…

Read more

وسله والو د حنیف اتمر ځانګړی سکرتر ویشتلی

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: د بهرنیو چارووزارت وايي، د حنیف اتمر پرځانګړي سکرتر باندې وسله وال برید شوی دی. دغه وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالرحیمزی تېره شپه لس نیمې بجې د کابل اتمې حوزې په اړوندو کې تربرید لادې راغلی دی. خبرپاڼه وايي، که څه هم د…

Read more