خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: لنډه کیسه

له موسکا نه ترخندا (لنډه کیسه) خان محمد سیند

تازه د کابل د دشت برچي په زیږنتون کې پر سر او سینه په ډزو لګېدلې او مړه شوې وه. مړی یې خپلوخپلوانو د کور په سالون کې اچولی و. ښځې ترې ګرچاپېره ناستې وې، چا ټټر څیراوه، چا ویښتان شکول او چا غبرګې څپېړې مخ ته نیولې وې. د کورسالون او انګړ، د ښځواو…

Read more

شک/اجمل پسرلی

پولیسو روغتون ته ورغوښتی وم. دوی جسد موندلی و. درې ورځې مخکې زما ملګری  وروسته تر دې د کډوالو له کمپه ورک شو چې له صومالیایانو سره مو نښته وکړه. کله چې د روغتون تلخوني ته ورښکته شوم، غونې مې زیږه شول. کم رنګه څراغونه لګیدلي وو، چت ټیټ و  شاوخوا دوه نیم متره، مځکه…

Read more

د ښکاري پر تن مېږيان | حیات ژوند

ښكاري دا مهال له مېږيانو نه په كړاو و، مېږيان لكه د شپانه اروا چې د ښكاري په رگونو كې ننوتې وي او مېږيان لكه د هماغې اروا دنده د هغه د ټول وجود په غړو عملي كوي. مېږيان دا مهال لکه د هغه په ټټر او د ټټر په وېښتو كې لارې كوي، كله…

Read more

اشرف المخلوقات… ؟ (لنډه کیسه) خالق رشید

دا څووم سهار و چې له خوبه به پاڅیدم، د کور دمخې د ونې په وچ ښاخ باندې ناست ببر تور کارغه په پرله پسې توګه زما پرخوا راکتل او راته به ټغیده او ټغیده … دا کار یوه ورځ نه و، خو زه په دریمه ورته ځیرشوم چې هره ورځ زما د کړکې پرسر…

Read more

په هدیره کې رڼا (لنډه کیسه) لیکوال: نعمان دوست

چې څنګه مې له کړکۍ پرده پورته کړه؛ نو مخامخ رڼا ته حیران شوم. حیران څه چې وډار شوم. سترګې مې پر کمزورې رڼا خښې پاتې شوې او ذهن مې څو لسیزې شاته لاړ:  تازه مو په وطن کې د قتلونو لړۍ شروع شوې وه. زموږ کلي ته مخامخ له سیند پورې غاړه یوه کلا…

Read more

مارشال| عبدالوکیل سوله مل

لمر هر ګهیځ راخېژي او ماښام لوېږي، خو راالوتی توپان نه دی ولاړ، شېبه په شېبه زور اخلي. ونې ښوري، د باد زورورې څپې وچ ښاخونه ځمکې ته راغورځوي. په لارو کې روان لارویان له دوړو پزو ته دستمالونه نیولي دي. جنرال د ودانۍ په پنځم او وروستي پوړ کې له خپلې ځوانې مېرمنې سره…

Read more

پیپسي/ اجمل پسرلی

نجلۍ د اوړو کڅوړه ځان ته نژدې کړه. مور یې د دې لاس شاته پورې واهه، غاښونه یې وچیچل خو د چادري شاته یې چیچلي غاښونه کله لور ته ښکاریدل. نجلۍ د ویالي خواته منډه کړه هلته یوه سړي د پیپسي ډبی واچاوه. دا د پلي لارې ترڅنګ  نژدې نیم متر ژورې ویالې ته ورښکته…

Read more

د چاپې غمی | لیکوال: همایون بهادري

د امریکایانو لخوا چاپې ښې په درز کې روانې وې. داسې شپه دې قران شي، چې زموږ او پر شاوخوا کلیو کې به چاپه نه وه. د مني موسم و، طالبان هم په کمېدو و، د کوټې(کويټې) په خوا نري نري ورکږېدل او له وطنه ورکېدل. سهار به د  لمر تر ختو وړاندې د جومات…

Read more