خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Category Archives: ادب

د شریفې شریف له تصویرونو مالامال کیسه/اجمل پسرلی

که موږ ولیکو « شپه وه»، یو زمان زموږ سترګو ته دریږي، خو که ولیکو:« د کرړي غږ و، پر کړکۍ د سپوږمۍ شغلې غوړیدلې وې» دا تصویر دی چې هم یې په سامعه حس درکوو، هم په باصره حس. تصویر یوه حسي تجربه ده چې د یوه حس یا څو حواسو په مرسته یو…

Read more

فونیم او نور …| ډاکتر ماخان میږی شینواری 

ګرانو لوستونکو! که تاسو دا لاندې راوړلې موضوعات دبېلګې په توګه الماني – او باور مې دې، چې نورو ژبو – کې هم  وګورۍ،  نو وبه وينۍ، چې دا هره یوه موضوع یې پوره ډېره روښانه کړې. زه هڅېږم، چې لږ تر لږه د دې پېژندونه تاسو سره ګډ کړم او د شونې پولې پورې…

Read more

د ویرجینیا وولف ادبي ژوند| عصمت الله صالح

ویرجینیا وولف د نړۍ په ښځینه لیکوالو کې مخکښه څېره وه، په ۱۸۸۲م په لندن کې وزیږېده. دا لیکواله یو ځای لیکي: “لیکوالي د ناهیلۍ زیږندنه ده، یانې کله چې انسان ناهیلی شي، لیکل پیلوي…” خو دا چې دا ښځه به څومره حقیقت وايي، راځئ تبصرې پرې وکړو. په نړۍ ادبیاتو کې دغه مخکښه څېره…

Read more

ښکلي خلک، که ښکلی خلک؟| اجمل ښکلی

د پښتو په ناسمو عام شويو شعرونو کې د رحمان بابا د يوه غزل لاندې هم بيتونه دي: خدايه! څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلک هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نشي ژړوي مې هغه تللي تللي خلک لومړی دا چې د دې غزل په لومړي بيت…

Read more

له موسکا نه ترخندا (لنډه کیسه) خان محمد سیند

تازه د کابل د دشت برچي په زیږنتون کې پر سر او سینه په ډزو لګېدلې او مړه شوې وه. مړی یې خپلوخپلوانو د کور په سالون کې اچولی و. ښځې ترې ګرچاپېره ناستې وې، چا ټټر څیراوه، چا ویښتان شکول او چا غبرګې څپېړې مخ ته نیولې وې. د کورسالون او انګړ، د ښځواو…

Read more

شک/اجمل پسرلی

پولیسو روغتون ته ورغوښتی وم. دوی جسد موندلی و. درې ورځې مخکې زما ملګری  وروسته تر دې د کډوالو له کمپه ورک شو چې له صومالیایانو سره مو نښته وکړه. کله چې د روغتون تلخوني ته ورښکته شوم، غونې مې زیږه شول. کم رنګه څراغونه لګیدلي وو، چت ټیټ و  شاوخوا دوه نیم متره، مځکه…

Read more

د ښکاري پر تن مېږيان | حیات ژوند

ښكاري دا مهال له مېږيانو نه په كړاو و، مېږيان لكه د شپانه اروا چې د ښكاري په رگونو كې ننوتې وي او مېږيان لكه د هماغې اروا دنده د هغه د ټول وجود په غړو عملي كوي. مېږيان دا مهال لکه د هغه په ټټر او د ټټر په وېښتو كې لارې كوي، كله…

Read more

اشرف المخلوقات… ؟ (لنډه کیسه) خالق رشید

دا څووم سهار و چې له خوبه به پاڅیدم، د کور دمخې د ونې په وچ ښاخ باندې ناست ببر تور کارغه په پرله پسې توګه زما پرخوا راکتل او راته به ټغیده او ټغیده … دا کار یوه ورځ نه و، خو زه په دریمه ورته ځیرشوم چې هره ورځ زما د کړکې پرسر…

Read more