خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د شریفې شریف له تصویرونو مالامال کیسه/اجمل پسرلی

که موږ ولیکو « شپه وه»، یو زمان زموږ سترګو ته دریږي، خو که ولیکو:« د کرړي غږ و، پر کړکۍ د سپوږمۍ شغلې غوړیدلې وې» دا تصویر دی چې هم یې په سامعه حس درکوو، هم په باصره حس. تصویر یوه حسي تجربه ده چې د یوه حس یا څو حواسو په مرسته یو…

Read more

پښتانه او تبدیلی/ اسدالله مایار

په ۲۰۱۸م کال کې چې په پاکستان کې انتخابات کېدل نو تر ټولو زیات ورته پښتانه خوشاله وو، دوی فکر کاو چې په هېواد او خیبر پښتونخوا کې به یې ریښتونې تبدیلي راشي. پښتانه هسې هم بدلون ته زیات لېواله وي. او په دې وروستیو کې دوی ګرم هم نه دي ځکه چې حالات یې…

Read more

شک/اجمل پسرلی

پولیسو روغتون ته ورغوښتی وم. دوی جسد موندلی و. درې ورځې مخکې زما ملګری  وروسته تر دې د کډوالو له کمپه ورک شو چې له صومالیایانو سره مو نښته وکړه. کله چې د روغتون تلخوني ته ورښکته شوم، غونې مې زیږه شول. کم رنګه څراغونه لګیدلي وو، چت ټیټ و  شاوخوا دوه نیم متره، مځکه…

Read more

د یکشنبې په ورځ اختر دی

تاند- سعودي عربستان اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ د کوچیني اختر لومړی ورخ ده او شنبه د روژې مبارکې دیرشمه. په ورته وخت کې متحد عربي اماراتو، اردن او عراق هم ویلي دي چې یکشنبه به اختر وي. د افغانستان سترې محکمې هم نن اعلان وکړ چې سبا (شنبه) روژه ده خو غالباً…

Read more

د افغان ښځو او نجونو في البدیهه مشاعره

د یوشمیر افغان نجونو او میرمنو سملاسي مشاعره غزل: مرسل احمدزۍ زه له خپلې تلوسې درپسې راغلم زندګۍ، له اندیښنې درپسې راغلم زه له خپل تصویره ماته ماته غورځم له ویشتلې آینې درپسې راغلم نعيمه غني ‎څه په ورکو لارو لاړې مسافره ‎څه بې نښې نښانې درپسې راغلم ‎ فرشته غني په ځان نه ومه…

Read more

پیپسي/ اجمل پسرلی

نجلۍ د اوړو کڅوړه ځان ته نژدې کړه. مور یې د دې لاس شاته پورې واهه، غاښونه یې وچیچل خو د چادري شاته یې چیچلي غاښونه کله لور ته ښکاریدل. نجلۍ د ویالي خواته منډه کړه هلته یوه سړي د پیپسي ډبی واچاوه. دا د پلي لارې ترڅنګ  نژدې نیم متر ژورې ویالې ته ورښکته…

Read more

بخشش/ اجمل پسرلی

مزدور کار د پلې لارې کټارې ته په ناستو تکیه کړې وه، پښې یې د چوک لور ته غځولې وې. یو تن چې شنه کورتۍ یې په تن وه، څه یې په لاس کې و، د ده مخې ته تیر شو بیرته لنډ راوګرځید. ده سترګې وچې ورته ونیولې. دې سړي د چوک بل لورې…

Read more