خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د پښتنو د شجرې تاریخي ریښې” چاپ شو”

د پښتنو د شجرې تاریخي ریښې هغه کتاب دی چې د پښتنو پر اسراییلیت بحث کوي.

دا کتاب زمري محقق لیکلی او په کندهار کې علامه رشاد خپروندویې ټولنې په ۵۰۰ ټوکو کې چاپ کړی دی.

پر دې کتاب، چې ۱۳۶ مخه دی، ډاکتر لطیف یاد او عبدالعلي رسولزاده تقریظونه کښلي دي.

دا موضوعات په کتاب کې رانغاړل شوي:

لومړی څپرکی

  1. د پښتنو د نسب په اړوند د بني اسرائيليت نظريه/ ١٨
  2. آیا پښتانه بني اسرائیل دي؟/ ٢٤
  3. د قیص عبدالرشید کیسه/ ٢٦
  4. د پښتنوشجره(د بتي اسرائيلیت په اړوند)د بهرنیو څېړونکو څرګندوني/٤٤

دوهم څپرکی

  1. د پښتنو نسب د ژبنیو څېړنو په رڼا کي/ ٥٨

دریم څپرکی

  1. د پښتني قبایلو مهاجرتونه او لېږدوني/ ٨٠

څلورم څپرکی

  1. پښتانه او اسلام/ ٩٨
  2. په افغانستان کي اسلام څه وخت او څنګه خپورسو؟/ ٩٨
  3. د اسلام مبارک دین په زور او که په خوښه خپورسوی دئ؟/ ١٠٢

پنځم څپرکی

  1. د ډنمارکیانواجداد لرغوني افغانان دي/ ١٠٧
  2. د پاى خبري/ ١١٥
  3. د لیکوال (زمري محقق) لنډه پېژندنه/ ١١٩
  4. د وخت له سیاستوالو سره لیدني کتني/ ١٢٢
  5. ما‌خذونه/ ١٣٤

……………………………..

د پیل خبري

دې کي شک نسته چي د پښتو او پښتنو د تاریخي ریښو په هکله له ډېرپخوا راهیسي یو شمېر پوښتني او ناڅرګند فصلونه موجود دي چي د تاریخ لیکونکو او څېړونکو ترمنځ ئې د نظر بېلتون رامنځته کړی او لازیاتي څېړني ته اړتیا لري. په دې لنډه رساله کي به د خپل توان او امکاناتو تر بریده هڅه وکړم چي د تاریخ پوهانو د اندونو په مرسته او د هغوی د څېړنو په رڼا کي، د پښتنو د تاریخ په تېره بیا د هغه نظر په اړوند چي وایي پښتانه بني اسرائیل دي،د څېړنو په سمندر کي د یوه څاڅکي په توګه،څه ناڅه ستاسي سره شریک کړم.

ددې لیکني اصلي انګېزه او هدف دادی چي په دې وروستیو وختونو کي په  ټولنیزو رسنیو کي په پراخه پیمانه د پښتنود اصل او نسب د تاریخي ریښو په تېره بیا د هغوی شجره د بني اسرائلیت په اړوند، زیاتي او یو له بل سره متناقضي لیکني او څرګندوني سوي دي او په رښبیا سره زموږ یوشمېر کورني او دباندني مؤرخین او څېړونکيپه دغه هکله لا تر اوسه د نظرونو یووالي ته نه دي رسېدلي. ځکه نو زه ودې ته وهڅېدلم چي په دغه باب تر خپل توان پوري، د څېړونکو نظرونه راټول او پرتلهکړم اویا هم لږتر لږه د هغو څېړونکو نظرونه چي د پښتنو نسب له اسرائیلو څخه بولي اویا هغوی چي ددې نظر په خلاف دلایل او څرګندوني لري،سره راټولي او لوستونکو ته وړاندي کړم، څو چي دوی په خپله مسایل د خپل عقل په ترازو کي سره پرتله او ارزیابي کړي، څو ددې لوی قوم د نسب او شجرې په هکله د رښتيني قضاوت پر بنسټ واقعي نتیجه تر لاسه کړي.

څرګنده ده چي د پښتنو د نسب، قبيلوي جوړښت، قبيلوي اړیکو او خپل منځي روابطو په اړوند د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا په هند کي په دري، پښتو، اردو، انګلیسي اوحتی عربي ژبه ډېر زیات کتابونه لیکل سوي دي.خو له بده مرغه دغه رنګارنګ څرګندوني او آثار چي یو له بل سره اړخ نه لګويله سړي څخه بیخي لاره ورکوي. لوېدیځ څېړونکي هم ترزیاته حده د ختیځو څېړونکو د لیکنو تر اغېز لاندي راغلي اود هغوی د تحقیقاتو پر بنسټ ئې داسي څرګندوني کړي چي ډېري پوښتنی پکښي ناحله پاته او زیاتي څېړني ته اړتیا لري.د همدې اړتیا په پام کي نیولو سره ميپه دغه هکله،د یو څو پاڼو د تورولو هڅه او تلاښ کړی دئکه څه هم د دې موضوع هراړخیزه څېړنه زیاتي مطالعې، څېړني او ماخذونو ته اړتیا لري چي د مهاجرت په شرایطو کي چي د وخت اوماخذ قلت احساس دئ، نو بې له شکه به دا لیکنه له نیمګړتیاوو خالي نه وي خو زه په دې عقیده یم چي تر نه څه، نیمکړې لیکنه هم غنیمت ده.

دا هم یو منل سوی حقیقت دئ چي په تېره بیا د معاصر تاریخ په دوران کي کله چي د ناسیونالیزم افراطي ناروغي پر اروپا باندي غلبه مومي نو لیکوالان او څېړونکيئې هم په داسي لیکنو لاس پوري کوي چي هرڅه ئې د پانګوالي رژیمونو له ګټو سره سمون ولري او د ملي روحیې تر نامه لاندي ټوله ښېګڼي په خپلو هیوادونو پوري او ناخوالي په نورو پوري تړي. لوېدیځ د تمدن او فرهنګ همېشنی مرکز او ختیځ د تل له پاره وحشي او د مدنیت دښمن ګڼي، په داسي حال کي چي ختیځ یو وخت د نړۍ د لرغونوتمدنونو زانګو وه څرنګه چي افغانستان هم له دې فرهنګي یرغل څخه مستثنا کېدای نه سي ځکه نو د تاریخي مسایلو په لیکلو کي باید هرڅه په پټوسترګو ونه منو، بلکي د اسنادو اوشواهدو پر بنسټ ئېوڅېړو څودرست له نادرست او معقول له نامقعول څخه بېل کړو.

لکه چي وویل سوه ځيني وختونه د تاریخ لیکونکي هغه کسان وي چي د دربار له نیازاو نعمت څخه برخوردار او دهغه وخت د چارواکو له ګټو او میل سره سمي لیکني کوي. د داډول لیکنو څرګنده بېلګه د تاریخ احمدشاهي لیکوال محمود المحسني المنشي دئ چي احمدشاه بابا په خپله ټاکلی او کتاب هم د احمدشاه بابا د غوښتني سره سم پیل سوی دئ.لکه ښاغلی عبد الباري جهاني چي لیکي: “دغه تاریخ د احمدشاه بابا د سلطنت په شپږم او اووم کال پیل سوی او د تېمورشاه تر باچاکېدو پوريئې دوام کړی دئ. خوپه هغه کتاب کي کله کله د داسي مبالغه امیزه ارقامو سره مخامخ کیږو چي په هیڅ توګه د منلو وړ نه وي او یا داسي کیسې راوړل سوي دي چي یوازی د نکلونو او کتابونو په درد لګیږي. مثلاً د کتاب لیکوال محمود الحسیني منشی لیکي چي: کله محمدشاه ګورګاني پر هند باندي د احمدشاه دراني د حملې کولو له نیت څخه خبر سو نو خپل زوی شاهزاده احمد ئې له څلور سوه زره سپرو او پیاده پوځونو سره د هغه سر ه د مقابلې له پاره راواستاوه. حسیني لیکي چي شهنواز خان (دلاهور حکمران)  د احمدشاه بابا سره د مقابلې له پاره یوازي نیوي زره سپاره پوځیان او دوولس زره توپونه تیار کړل او دوه درې زره توپونه ئې د لاهور پر برجونو او قلا باندي ودرول.” (تاریخ احمدشاهي محمود الحسیني المنشي:ص ۴۰ ـ ۴۱).

اوس نو که د شهنواز خان له نیوي زره عسکرو سره دوولسزره توپونه وي چي هرو اتو عسکرو ته یو توپ رسیږي نو د شهزاده احمد له څلور سوه زره عسکرو سره خو باید پنځوس زره توپونه وي. په داسي حال کي چي هند او افغانستان به په دواړو دوه زره توپونه نه درلودل. د هند د مغلو په تاریخ کي، د جلال الدین اکبر او شاهجهان د دکن او کندهار په څېر لویو جنګونو او لښکرکښیو کي د ډهلي د پوځونو شمېر هیڅ وخت سلو زرو ته رسېدلی نه دئ او یا لږ تر لږه تر سلو زرو زیات سوی نه دئ. د احمدشاه بابا سره د پاني پټ په جنګ کي چي دده د ژوند تر ټولو لوی او ځلانده جنګ وو، د زرو توپچیانو او دریو زرو توپک لرونکو په  شمول، شپېته زره عسکر ورسره وه. په مقابل کي د مرهټیانو د قواوو شمېر پنځه څلوېښت زره تنه ګڼل سوی دئ.” (جهانی عبدالباري، تاریخي څېړني: ۲۲ مخ)

نو زما په لیکنه کيبه موږ د یو شمېر داسي موضوعاتو سره مخامخ سو چي د شک په سترګه ورته کتل کېدای سي خو تر وسه وسه زیار ایستل سوی دئ چي د څېړونکو او تاریخ پوهانو نظرونه د هغوی د لیکل سوي متن په استناد، لوستونکو ته وړاندي کړم او له خپل عندی قضاوت څخه تر ډېره حده ډډه وکړم څو لوستونکي د څېړونکو د نظرونو پر بنسټ دخپل عقلي ترازو په مرسته وکړای سي چي تور او سپین سره بېل کړي.

باید وویل سي چي ددې موضوع په اړوند یو شمېر زیاتو بهرنيو ختیځ پیژندونکو او د هیواد وتلو مؤرخینو لیکني او څېړني کړي دي چي زیاتره ئېددې اثر تر لیکلو پوري زما  ګوتو ته نه دي راغلي هیله من یم چي په راتلونکي کي دقلم څښتنان، مؤرخین او څېړونکي په دغه هکله نور تحقیق وکړي څو د موضوع ناحله اړخونه نور هم پسي روښانه سي.

ومن الله التوفیق

(دپښتنو دشجرې تاریخي ریښهاو دبني اسرائیلیت اند)

پر کتاب زما یو څو خبرې

دپښتنو دشجرې تاریخي ریښه او دبني اسرائیلیت اند دهغه کتاب نوم دی چې په دېوروستیو وختونو کې زموږدهیوادتکړه څېړونکي او دپراخې علمي مطالعې خاوندښاغلي زمري محقق دخپلو علمي څېړنو پربنسټ لیکلى دی او په دغه برخه کې یېډېرعلمي اثار مطالعه کړي او لوستلي دي. دکتاب لیکوال دهغو لیکوالانواو پوهانونظریات راوړي دي چې دپښتنوداصل او نسب په اړوند ددووبېلابېلو نظریوخاونداندي.یودهغو پوهانو،تاریخ لیکونکواو ختیزپېژندونکو نظریات دي چې پښتانه بنياسرائیل بولي اودیهودانو له لسو ورکو شووقبیلو نه یې شمېري او یا یې هم دنړۍ پهنوروقامونو او قبیلوورتړي اوورګډوی یې.دویم یې دهغو پوهانواو ختیزپېژندونکونظریات راوړي دي چې هغوى ددغې لومړنۍ نظریې سره مخالفت کوي او په دې انددي چې پښتانه آریائیان دي او ژبه یې هم هندو -اروپايي یعنې آریایي ژبه ده او دژبېدقواعدو پر بنسټ هم له عبري ژبې سره چې دیهودانو ژبه ده کوم اړخ نه لګوي.

لکه چې آغلو او ښاغلو لوستونکو ته به جوته وي چې بېلابېلو تاریخپوهانو اوتوکمپیژندونکو دپښتنو داصل او نسب او په بني اسرائیلواونوروقامونو پورې دهغو دتړلوپه اړوند بېلابېل او ګډوډ نظریات وړاندې کړي دي چې ځینې پکې پښتانهدمصر دقبطیانو اولاده ګڼي، څوک یې بني اسرائیل بولي، څوک یې ارمنیان،څوک یې یونانیان، تاتاریان، هپتالیان او ساکان، څوک یې بابلیان جټان، ترکان،عرب او څوک هم دوی دهندي راجپوتانو اولاده ګڼي او ان ځینو نورو متعصبولیکوالانو په خپلو لیکنو کې پښتانه د دیوانو او شیطانانو اولاده ګڼلې ده او ددوی ژبه همددیوانو او دوزخیانو ژبه بولي چې څومره پوچه، خیالي، دخندا وړ او بې بنسټه خبره ده.

همدارازدپښتنو دبني اسرائیلیت د نظریې په اړوند هم ډېر کتابونه او مقالېلیکل شوي دي او هم په ټولنیزو رسنیو او سوشل ميډیا کې ډېرې ویډیو ګانېاولیکنې هم خپرې شوي دي چې دپښتنواصل اونسب بني اسرائیلو ته منسوبکړي او په هغو پورې یې ورونښلوي چې داکارنه یوازې پښتنو لیکوالانو اوتوکمپوهانو کړی دی بلکې ډیرو ختیزپیژندونکواواروپائیانو هم او یوشمېردغرض خاوندانو هم په تېرو اوهم په اوسني وخت کې کړی دی او دپښتنو د اصل او نسب په اړوند یې ګډې وډې او بې بنسټه لیکنې کړي دي اوکوي یې او په دې اړوندیې ډیرې خیالي افسانې هم راوړي دي چې پښتانه کلهپه یو چا او کله هم په بل چا او کله هم په یوه نسل او توکم او کله هم په بلنسل او توکم پورې وتړي. دغه دتاریخ او توکم پوهنې او اتنوګرافۍ دعلم نهناخبره تش په نامه لیکوالان پر هغو بې بنسټه لیکنو هم تکیه کړې ده چېدژبپوهنې او اتنوګرافۍله اصولوسره اړخ نه لګوي.

هغو لیکوالانو اوتاریخپوهانو چې په خپلو پخواني کتابونو کې یې پښتانه بني اسرائیلو ته منسوب کړي دي پکې دمخزن افغاني لیکوال نعمت الله هروي، دآئین اکبريلیکوال ابو الفضل علامي،د تذکرة الابراروالاشرارلیکوال آخوند درویزه اوهم ځینې پښتانه تاریخپوهان او نسب پېژندونکي لکهدپښتنو دتاریخ لیکوال قاضي عطاءالله خان، د خلاصة الانساب لیکوال حافظالملک حافظ رحمت خان، د صولت افغاني دتاریخ لیکوال زردار خان ناغر، د تاریخ مرصع لیکوال افضل خان خټک او دافغانانو د نسلي تاریخ دکتاب دلیکوال خان روشن خان نومونه یادولی شو.

همداراز په اروپایيختیزپېژندونکو (مستشرقينو)کې جیورج روز، ویلیم موګرافټ، میسن چارلز، سرويليم جونز، اليکزينډر برنس او راورټي هم د يادونې وړ دي چې هغوی هم پههمدې نظر دي چې پښتانه یهودیان دي،خو بیا قاسم هندوشاه په تاریخفرشته اوزین الدین احمد په رساله انساب افاغنه کې دوی قبطیان بللي دي.

همداراز اسرائیلی نسب پېژندونکي او ځیني یهودي لیکوال هم دا هڅه کويهم دا چې وښيي چې پښتانه دیهودو له نسله دي. دبیلګې په توګه کوګان لیکي،پښتانه د افغانستان او پاکستان په غرونو کې له زرګونو کلونو راهېسې میشت دي،سره له دې چې پښتانه مسلمانان دي، خو دوی بیا هم د پښتونولۍ په نامه قانون کېژوند تېروي، هغه قانون چې دحضرت موسی(ع) یا (موسايي قانون اوشریعت) سرهورته والی لري.

دی لیکي چې: ځینې پښتني دودونه چې د مسلمانانو په منځ کې عام نه دي، خو پهیهودیت کې ریښې لري، لکه په اتمه ورځ د ماشوم ختنه یا سنتول، د جمعې په شپه دشمعو لګول، د ورور کونډې سره نکاح او داسې نور.

دوی په دې اړوند ډیرې ویډیوګانې هم خپرې کړي دي او د آی ټرایب په نامه ددوییو سازمان د پښتنو په ګډون د ورکو شویو قومونو په اړه کار کوي او غواړي چې دیهودو د تبعید شویو قومونو تر منځ د اړیکو پلونه جوړ کړي .

په پښتنو تاریخپوهانو کې چې پښتانه دبني اسرائیلو اولاده نه ګڼي دارواښاد پوهاندعبد الحي حبیبي، ارواښاد پوهاند عبدالشکوررشاد، دپښتانه دتاریخ په رڼا کښې دکتابلیکوال ارواښادظفر کاکاخېل، ارواښاد استاداحمدعلي کهزاد او همداراز په اروپایي لیکوالو اوختیزپېژندونکو کې دمونټ سټوارټ الفنسټن اوډورن نومونه اخیستلی شوچې په خپلولیکنو کې دانظریه رد کړه چې ګنې پښتانه دې بني اسرائيل وي.

د پوهانوهغه ډله چې د پښتنو دبني اسرائیلیت نظریه مردوده بولي په حقیقت کې دویدژبپوهنې په رڼاکې دغه نظریه ردوي اودبطلان کرښه پرې راباسي چې دا نظریهدهغې نظریې په پرتله چې پرافسانواو کیسو ولاړه ده معتبره،علمي اوپیاوړې نظریهده.

ددغې دویمې نظریې پلویان چې زه یې هم تائیدوم په دې انددي:

۱-پښتانه آریائیان دي او ددوی ژبه پښتو دهندواروپایي ياآریایي ژبونه ګڼله کیږي اوپښتو ژبه دسنسکریت اوستا خورده.

۲-پښتو ژبه دنحوي قواعدو او اصولو او ګرامر له مخې يوه آريايي ژبه ده او له سامي ژبو نه چې عبري هم پکې راځي او دیهودوژبه ده هیڅ ورته والی نلري.

۳-دپښتنو نوم په لرغونو ویدي سرودونو کې په څرګنده او ښکاره توګه دپکهتپهنامه راغلی دی او هیوادیې هم دپکتیکا او پکهتویس یا دپښتنو دټاټوبي نامه یادشویدی.

۴-په بایبل او اولډ تیسټمینټ (تورات) کې دافغان دکلمې هیڅ یادونه نه ده شوې چېدا دمخزن افغاني اودهغو کسانونظر ردوي چې وایي دافغان په نامه دحضرت سلیماندپیغمبرۍ په وخت کې دساول پاچا چې په طالوت سره هم مشهور دی لمسی اودارمیا زوی و.

۵-موږ دمخزن افغاني دبې بنسټه لیکنې پرته چېکوم ماخذونه او حوالې هم نه لري.داسې ډبرلیک اوبله کومه تاریخي لیکنه نه ده موندلې چې داثابته کړي چې پښتانهدې دبني اسرئیلو اولاده وي. حال داچې د آریائیانوسره د پښتنو داړیکو په اړوندډېرتاریخي اسنادشتونلري.

۶-که چیرې پښتانه دیهودیانو له نسله وای نو په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې چې

دانسانانو ډې.ان.اې ټیسټ چې یو ه ډېره ساده خبره ده دامساله به لا د ډیرې پخوا نهثابته شوې وای.

دپورتنیو دلایلوپربنسټ پښتانه په بني اسرئیلو پورې تړل یوه دخندا وړخبره ده اوکومعلمي بنسټ نه لري.

زه په پای کې دهیواد تکړه لیکوال اوڅېړونکي  ښاغلي زمري محقق صاحب ته چې زه یې له ډیرو کلونو را پدېخوا پېژنم اودافغانستان دعلوموپه اکيډیمۍ کې مو یوځای سره علمي کارونه کول او دده دعلميلیکل شوو کتابونو او مقالو سره په بشپړه توګه آشنا یي لرم د دغه علمي اثردلیکلومبارکي وایم چې ده دغه په زړه پورې اثر په پنځو څپرکوکې لیکلی او د پښتنو دنسب دبني اسرائیلیت په اړوند یې ددوو بېلابېلو نظریواوسوچونو د پوهانو نظریاتراوړي دي او هم یې پښتانه دژبني څېړنو په رڼا کې څېړلي دي اوددوی دمهاجرتونوپهاړوندیې هم ګټور معلومات وړاندې کړي دي.لوی خدای دې دده پرقلم برکتونه کښیږديچې موږ ته دغسې نورګټورعلمي آثارهم ولیکي.

په ډېردرنښت

ډاکټر لطیف یاد

لوېدیزه آسترالیا – دپرت ښار

د۲۰۲۰لېږدیز/میلادي کال دجنورۍ دمیاشتې یوولسمه نېټه

3 comments

  1. غلام حضرت Reply

    د کتاب د لیکونکی او تفریظ کوونکو څخه ډیره ډیره مننه
    هیله ده زموږ ګران د کتاب مینان ددی کتاب د لاسته راوړلو او لوستلو توان ولری.
    بنی اسرائیلو ته د پښتنو د انتساب سناریو یوه پیچلی او مرموزه سناریو ده چی تر شا ئی څه کم څلور زره انګیزی او اهداف نغښتی دی چی هیله ده د ژورو تحقیقاتو او څیړنو وروسته ددی انګیزو او اهدافو او موخو چینه کشف او حقیقت را برسیره سی.
    غواړم فقط دوه ټکی عرض کړم ( پوښتنه او څرګندونه) :
    آیا اجازه لرم وپوښتم چی د ( ډیورینډ ) د اسیرانو ( ها خوا پښتنو ) فکری دریځ د ( پښتون – بنی اسرائیل) په هکله ولی ددی خوا ( افغانستان ) د پښتنی مؤرخینو او محققینو د نظریاتو سره اساسی او بعضاً متضاد توپیر لری؟
    آیا اجازه لرو یقین او باور ولرو چی انګریزۍ سلیقی به د ها خوا د پښتنی مؤرخانو او محققینو د روحئی سره د غیږی روغبړ کړی وی؟
    امّا څرګندونه:
    تر دی خبری به تیر سو چی ( بنی اسرائیلی) کیسه کاملاً یوه مذهبی – نژادی- تاریخی ریښه لری او یوازی په علمی- لیبرالیسټی – سیاسی- اجتماعی عباراتو د تشریح او توضیح وړتیا نلری ؛
    خو
    که زه د پښتنو پاچا وای ( البته کلونه مخکی ظاهر شاه د بی بی سی سره د بانډار په ترڅ کی د مصلحت یا اجبار له مخی وویل چی د هغه [ ظاهر شاه] د نیکونو سلسله داوود پیغمبر ته منسوبه ده البته دا ئی نه وویل چی د ارګ اشپزان او خیاطان او باغوانان او درباری شاعران هم له همدې نسل څخه ګڼل کیده که نه) .
    تکراراً، که زه د پښتنو پاچا وای نو می رسماً اعلان کاوه ( البته د ثواب او صواب له مخی) چی بلی پښتانه همهغه بنی اسرائیلیان دی او باید لږ تر لږه دیرش میلونه پښتانه هغه سرزمین ته مهاجر سی کوم چی نن اسرائیل نومیږی. دی اقدام به حتماً د اسرائیلی یهودانو پر خصمانه سیاستونو مثبت تأثیر کړی او شرّ به ئې کم یا بیخی له منځه تللی وای.
    په هر حال ، پښتانه په هیڅ توګه د بنی اسرائیلو ورکه طائفه نه ده بلکه پښتانه یوه مستقله طائفه او د پښتنی طائفی څخه یوه ورکه طائفه ده چه هیله ده کومه ورځ خپل ورک سوی ( معلوم) ادرس ومومی ، فعلاً خو پښتون له نژادی پلوه نه بلکه له فکری پلوه د پیښو په خړ او مست سمندر کی له خپل اصلی ادرس څخه لیری ساتل سوی دی.

  2. شاهین افغان Reply

    په یهودیانو او اسرائیلیانو پورې د پښتنو د قوم او نسب د تړلو موضوع نوره زړه شوي ده. د افغانستان د هېڅ قوم او قبیلې نسب او شجره دومره روښانه نده لکه د پښتنو. د تاجیکانو په هکله د ښاغلي داکتر صیب خالدي لیکنه ولولئ چې حتی د نوم په سر یې هم نه سره جوړیږي.
    له ټولو دولسو یهودي قبیلو نه په نړۍ کې د پنځوسو میلیونوپه شاوخوا کې نفوس پاته دی خو په مقابل کې د پښتنو مجموعي شمېر له اویا ، اتیا میلیونو اوړي.
    ازبکان او ترکمنان ځانونه له هزاره ګانو سره یوځای د مغولو او تاتارانو اولاده بولې .
    د پښتنو یو خاصیت هم یهودیانو او اسرائیلیانو ته ندی ورته . اسرائیلیان له مطالعې ، تحقیقاتو ، اختراعاتو ، اکتشافاتو ، سوداګرۍ ، د نړۍ د اقتصادي کنترول او بشریت ته د خدمت لپاره په ټوله نړۍ کې مشهور دي . اما پښتانه برعکس اکثره ئی د ښوونځیو، تعلیم ، پوهې ، شاګردانو او ښوونکو کلک دښمنان دي . البته په نورو قومونو کې به هم دا خاصیب لږ او ډېر وي خو مونږ پښتانه بیا په نړۍ کې جوړه نلرو.
    پښتو ژبه د کوم تصادف له مخې په یوڅوکلونو کې نده جوړه شوې . بلکې د نورو آرییایې ژبوپه شان قواعد ، ګرامر او کلیمې لرې چې له عبراني او یهودي ژبو سره کاملا فرق لري.

  3. ز . محقق Reply

    سلامونه !
    ستاسو ټولی پوښتنی پرځای او د بحث وړ دی خو ځوابونه یی په نوموړی کتاب کی په روښانه توګه موندلی سې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *