خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 29, 2020

په فرانسه کې یو افغان له لویې چاړې سره ونیول شو

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۸) د فرانسې په نیس ښار کې د یوه سړي له لوري په چاړه د ۳ تنو له وژل کېدو وروسته د دغه هیواد پولیس د یوه افغان د نیولو خبر ورکوي. یوه تن نن د فرانسې د نیس ښار په یوه کلیسا کې د چاړې په وارونو ۳ تنه ووژل.…

Read more

محسن داوړ: هیڅ ګواښ مو د حق غوښتنې غږ نه‌ شي چوپ کولی

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) پاکستاني پولیسو د پي ټي ایم مخکښ مشر او دغه راز د پارلمان غړي محسن داوړ ته خبرداری ورکړی دی. پاکستاني پولیسو نوموړي ته ویلې چې چې د الفرقان په نامه یوې ډلې لخوا ورته ګواښونه شوي دي نو باید په خپل ځان پام وکړي، غیر ضروري غونډو کې له…

Read more

اردوغان: هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسوي شارلي ابدو مجلې له سپکاوي ډکو کاریکاتورونو ته په اشارې ویلي، په اروپا کې د اسلام ضد افکار د سرطان دانې په څېر د خپرېدو په حال کې دي. اناتولي اژانس د اردوغان له قوله ویلي، له بده مرغه اروپا داسې مرحلې…

Read more

فرانسه کې یو تن د چړې په واسطه درې کسان وژلي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د راپورونو له مخې، د فرانسې په نیس ښار کې یو تن د چړې په واسطه درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي. دا پېښه په یوه کلیسا کې رامنځته شوې ده او ویل کېږي چې د برید یو قرباني د کلیسا خدمتګار، یو عبادت کوونکی او…

Read more

قمر جاوید باجوه ویلې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غځول به دوام ولري

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، پر ډیورنډ کرښه به د اغزن تار لګولو چاره دوام ولري او په وینا یې دا کار د کرښې دواړو غاړو ته د امن په موخه کوي. پر دغه کرښه اغزن تار چې لر او بر پښتانه یې د افغانانو پر…

Read more

طالبانو د ارزګان دهراوود ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) له ارزګان څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ بازار او امنیه قومنداني نیولې ده. په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي بسم الله جان محمد ویلي چې طالبان د دهراوود ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او امنیه قومنداني…

Read more

د هوانوردۍ اداره: د افغانستان له فضا څخه د حق العبور کچه لوړېږي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د افغانستان د هوانوردۍ اداره وایي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل څخه به د هېواد له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو حق العبور کچه لوړه شي. دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټول هېواد په کچه د رادارونو د نصب چارې پیل شوې…

Read more

کندهار کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي دي. د کندهار ولایت د والي ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی…

Read more

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړو چې د افغانانو غوښتنه ومني او سوله دې وکړي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو غوښتنه ومني او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي. نوموړي چې نن یې په ملي دفاع وزارت کې د نبوي میلاد د نمانځنې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی و، وویل افغانان مسلمان دي…

Read more

د کندهار په ارغنداب کې خونړیو جګړو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ خونړۍ جګړه نښتې ده چې له امله یې دوی د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي، مخابراتي شبکې غیر فعال شوې دي، موټرونو ته…

Read more