خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 22, 2020

صالح: په تخار کې ماشومان نه، هغه کسان په نښه شوي چې افغان سرتېري یې وژلي وو

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې تخار کې پر جومات د هوايي برید په ترڅ کې دې ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي وي. امرالله صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د تخار په ننني هوايي برید کې ملکي وګړي او…

Read more

کابل کې د فرانسې سفارت وايي، په افغانستان کې د جګړې دوام د منلو نه دی

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) په کابل کې د فرانسې سفارت وايي چې د روانې جګړې ډیری قربانیان ملکي وګړي دي، نو د ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. یاد سفارت په یوه ټوېټ پیغام کې په تخار ولایت کې پرونۍ پېښه چې پکې لسګونه…

Read more

د عامې روغتیا وزیر خپلې چارې د وزارت د رسمي مامورینو په ځاي په مشاورینو اداره کوي

یادونه: څه موده مخکې ما په تاند وېب سایټ کې د افغانستان په روغتیا وزارت کې د شته فساد او بې عدالتۍ په رابطه یوه اوږده لیکنه ولوستله. زه د هغې لیکنې په تایید غواړم چې د ګرانو لوستونکو په معلوماتو باندې یو څه نور هم ور اضافه کړم او په لاندې ډول یې شریکوم.‌…

Read more

ټرمپ دوهم حفیظ الله امین | عبدالروف لیوال

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، موږ سره په پیښور کې یو استاد و، چې هرورځ به يې حفیظ الله امین ته کنځلې کولې یوه ورځ سرمعلم صاحب عبدالله خان (یاد یې په خیر) ترې وپوښتل: اُستاده په دې ټولو لیډرانو کې ولې حفیظ الله امین ته کنځل کوې؟ هغه په ځواب کې عبدالله خان ته…

Read more

د ولسي جرګې رئیس د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا پاکستان ته سفر کوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی صادق خان وایي، چې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هغه هېواد ته ور روان دی. نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي میر رحمان رحماني به سبا جمعه د افغان پارلمان د یوه لوړ پوړي پلاوي…

Read more

طالبان په جوزجان کې ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) د جوزجان ځايي چارواکي وايي، چې ازبکستاني او چچنیايي جنګیالي له طالبانو سره په همکارۍ ددغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې په لسګونو ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي. د جوزجان د پولیسو قومندان عبدالواحد وجدان پرون وویل چې طالبان له تېر یو کال راپدېخوا د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي…

Read more

کندهارکې ماین چاودنې ۲ رومانیایي سرتېري ټپیان کړي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) په کندهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۲ رومانیایي سرتېري ټپيان شوي دي. د رومانیا دفاع وزارت د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دا سرتېري په کندهار کې د دوی د مسوولیت په ساحه کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د…

Read more

ځمکه او سپوږمۍ چېرته روان دي؟کوم بدلونونه به پېښ شي؟

وکیل احمد عزیزي هغه اسماني جسم چې خپله زوروره هستوي ذخیره ولري، ستوری بلل کېږي. هغه بې هستوي ذخیرې جسم یا د لږې هستوي قوې لرونکې کتله چې په ستوري را څرخي او د جاذبې قوې تر اغېز یې لاندي وي، سیاره نومېږي. هغه کلک شیان چې هیڅ ګرمه قوه نه لري او د سیارې…

Read more

په پکتیا کې پرمختیایي پروژو ته لنډه کتنه| یونس تنویر

    د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د هیواد په کچه یو داسې وزارت دی، چې تر ډېره د کلیو او بانډو اوسیدونکو ته  د ژوند لومړني ضرورتونه او کاري فرصتونه مهیا کوي..      د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په (۲۴) نیټه نوموړي وزارت یو راپور خپور کړ، چې د کلیو بیارغونې او…

Read more